Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
14 verses
1هرڅوک دې د حکومتي واکمنانو تابعداري کوي، ځکه چې د خدای له اجازې پرته څوک نه شي کولای چې حکومت وکړي او اوسني واکمنان د خدای له خوا ټاکل شوي دي.
2له دې امله څوک چې د واکمنانو سره مخالفت کوي، نو د خدای سره چې هغوی یې ټاکلي دي، مخالفت کوي او څوک چې مخالفت کوي، هغوی به په خپله خپل ځان ته سزا ورکوي.
3ځکه چې واکمنان د ښو خلکو د وېرې سبب نه ګرځي، بلکې بدکاران ترې وېریږي. نو که چېرې غواړئ چې د قدرت د خاوندانو څخه وېره ونه لرئ، نو بیا ښه کار کوئ او هغوی به ستاسو ستاینه کوي.
4ځکه چې هغوی د خدای خدمتګاران دي او ستاسو د ښېګڼې دپاره دي. خو که چېرې تاسو غلط کار کوئ، نو بیا ووېرېږئ، ځکه چې هغوی د خپل ځان سره توره بې دلیله نه ګرځوي. هغوی د خدای خدمتګاران دي او د خدای د غضب له لارې بدکارانو ته سزا ورکوي.
5له همدې امله باید د واک د خاوندانو تابع اوسئ، یوازې د خدای د غضب نه د ځان ساتلو دپاره نه، بلکې د خپل وجدان په خاطر.
6له همدې امله تاسو هم خپله مالیه ورکوئ، ځکه چې د واک خاوندان د خدای خدمتګاران دي او په خپلو دندو کې بوخت دي.
7د کومو خلکو نه چې مو پور اخیستی وي، هغوی ته خپل پور بېرته ورکړئ. د مالیې اخیستونکو ته مالیه ورکوئ او محصول د محصول اخیستونکو ته ورکوئ. څوک چې د درناوي وړ وي، د هغوی درناوی کوئ او د عزت د خاوندانو عزت کوئ.
8د هېچا پور په ځان باندې مه پرېږدئ، ستاسو یوازېنی کار د یو بل سره مینه کول دي. ځکه څوک چې د نورو سره مینه کوي، هغه په شریعت باندې پوره عمل کړی دی.
9ځکه چې دا حکمونه دي: «زنا مه کوه، قتل مه کوه، غلا مه کوه، د نورو څخه د کوم شي تمه مه کوه» او نور حکمونه هم دي چې په دې حکم کې په لنډه توګه بیانیږي: «د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.»
10څوک چې د خپل ګاونډي سره مینه کوي، نو د هغه سره بد نه کوي. نو له دې امله مینه کول د شریعت پوره کول دي.
11همدارنګه لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ چې همدا اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې باید د خوب نه راویښ شئ. ځکه چې اوس زمونږ خلاصون د هغې ورځې نه ډېر رانژدې شوی دی چې کله مو ایمان راوړ.
12شپه تېره شوې ده او ورځ رانژدې ده. نو راځئ چې د تیارې د کارونو نه لاس واخلو او د رڼا د زغرو کالي واغوندو.
13راځئ چې د هغو کسانو په شان چې په رڼا کې ژوند کوي، مناسب چلند وکړو، نه په عیاشۍ او نشو کې، نه په زناکارۍ او فساد کې، نه په جګړو او کینو کې.
14د دې په ځای د څښتن عیسی مسیح د فطرت لباس واغوندئ او نور د خپلو نفساني غوښتنو د پوره کولو په فکر کې مه اوسئ.