Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1نو له دې امله ای خویندو او ورونو! زه د خدای د رحمتونو په خاطر ستاسو نه غوښتنه کوم چې خپل ځانونه خدای ته د ژوندۍ او سپېڅلې قربانۍ په توګه چې هغه ته د منلو وړ وي، وړاندې کړئ. دا ستاسو رښتینی او مناسب عبادت دی.
2د دې دنیا په شان مه کېږئ، بلکې په خپل نوي فکر سره خپل ځان بلکل بدل کړئ. بیا به تاسو وکولای شئ چې د خدای اراده وپېژنئ او هغه څه چې ښه، د منلو وړ او کامل دي، وپېژنئ.
3د هغه فضل له مخې چې ماته راکړل شوی دی، زه تاسو هر یو ته وایم چې خپل ځان لکه څنګه چې اوس یئ، د دې نه لوړ مه ګنئ. بلکې عاجز اوسئ او د هغه ایمان د اندازې له مخې چې خدای تاسو هر یو ته درکړی دی، فکر وکړئ.
4لکه څنګه چې زمونږ په بدن کې ډېر غړي دي او د ټولو غړو کار یو شان نه دی،
5نو مونږ چې ډېر یو، خو په مسیح کې یو بدن یو او د یو بل غړي یو.
6مونږ باید د هغو مختلفو نعمتونو څخه چې خدای راته د خپل فضل له مخې راکړي دي، کار واخلو. که چېرې هغه د خدای د پیغام رسول وي، نو هغه باید د خپل ایمان له مخې سرته ورسوو.
7که خدمت کول وي، نو باید خدمت وکړو. که هغه تعلیم ورکول وي، نو باید تعلیم ورکړو.
8که هغه د نورو هڅول وي، نو باید ویې هڅوو. که چېرې د اعانې یا مرستې ورکول وي، نو د سخاوت له مخې یې ورکړو، که چېرې د مشرۍ نعمت وي نو په کوښښ سره یې وکړو، که چېرې د مهربانۍ کولو نعمت وي، نو په خوشحالۍ سره رحم وکړو.
9ستاسو مینه دې رښتینې او سوچه وي. د بدو نه کرکه کوئ او په نېکۍ کې ټینګ ودرېږئ.
10یو د بل سره د ورورولۍ مینه کوئ او هر یو دې د خپل ځان نه زیات د نورو درناوی وکړي.
11په خپل کار کې تنبلي مه کوئ او په روحاني شوق سره د څښتن خدمت کوئ.
12ستاسو هیله دې تاسو خوشحاله ساتي، په مصیبت کې صبر او زغم ولرئ او هر وخت دعا کوئ.
13د محتاجو ایماندارانو سره مرسته کوئ او مېلمه پالونکي اوسئ.
14څوک چې تاسو ځوروي، د هغوی دپاره برکت غواړئ، نه لعنت.
15څوک چې خوشحاله وي، نو خوشحالي ورسره کوئ او څوک چې ژاړي، نو ورسره ژړا کوئ.
16یو د بل سره په همغږۍ کې ژوند کوئ. مغرور مه اوسئ، بلکې د ټیټ مقام لرونکو خلکو سره ملګرتیا کوئ. خپل ځان هوښیار مه ګڼئ.
17د بدۍ په بدل کې د چا سره بدي مه کوئ. خو پام کوئ چې هغه کارونه باید وکړئ چې د ټولو په نظر کې ښه وګڼل شي.
18ترڅو پورې چې کېدای شي او ستاسو پورې اړه ولري، نو د ټولو خلکو سره په سوله کې ژوند تېروئ.
19ګرانو دوستانو، هېڅکله خپل بدل مه اخلئ، بلکې هغه د خدای قهر او غضب ته پرېږدئ، ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: څښتن وایي: «بدل اخیستل زما کار دی، زه بدل اخلم.»
20د دې په ځای لیکل شوي دي: که چېرې ستا دښمن وږی وي، نو هغه ته خواړه ورکړه چې ویې خوري، که چېرې تږی وي، نو هغه ته اوبه ورکړه چې ویې څښي ځکه چې په دې کار به هغه وشرمیږي.
21مه پرېږده چې بدي درباندې غالبه شي، بلکې د نېکۍ په وسیله په بدۍ باندې بری ترلاسه کړه.