Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
36 verses
1زه پوښتنه کوم چې ایا خدای خپل قوم رد کړی دی؟ هېڅکله نه! زه خپله هم اسراییلی یم، د ابراهیم د نسل نه او د بنیامین د قبیلې څخه یم.
2خدای خپل هغه قوم نه دی رد کړی چې د مخکې نه یې غوره کړی ؤ. ایا تاسو نه پوهېږئ چې د خدای کلام د الیاس پیغمبر په هکله څه وایي چې هغه څنګه د اسراییلو په خلاف خدای ته شکایت کوي او وایي:
3«څښتنه، هغوی ستا پیغمبران وژلي دي، ستا د قربانۍ ځایونه یې وران کړي دي او زه یوازې پاتې یم او هغوی هڅه کوي چې ما هم ووژني.»
4خو خدای هغه ته څه ځواب ورکړ؟ هغه دا ځواب ورکړ: «ما د خپل ځان دپاره اووه زره کسان چې د بعل بت ته یې سجده نه ده کړې، ساتلي دي.»
5همدارنګه په دې اوسنۍ زمانه کې هم یو شمېر خلک پاتې دي چې د خدای په فضل سره غوره شوي دي.
6خو که چېرې دا د فضل په وسیله وي، نو بیا د انسان د عملونو په وسیله نه دی. که نه، نو بیا فضل کومه معنی نه لري.
7نو بیا دا څه معنی؟ د اسراییلو خلک چې د کوم شي په لټه کې وو، هغه یې تر لاسه نه کړ. د خدای غوره شویو کسانو تر لاسه کړ، خو د نورو زړونه سخت شول.
8لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: خدای هغوی په روحاني درانه خوب ویده کړل چې تر نن ورځې پورې نه څه لیدلی شي او نه څه اورېدلی شي.
9او داود وایي:پرېږده چې شي یې دسترخوان ورته تیلک او داماو شي تیږه ورته داسې چې پرې وښوییږياو سزا وویني د خپلو کارونو
10سترګې یې ړندې شي چې ونه ویني هېڅاو کړوپې شي ملاګانې یې د تل دپاره
11نو زه پوښتنه کوم، ایا هغوی داسې وښویېدل چې بیا به هېڅکله راپورته نه شي؟ هېڅکله نه، بلکې د هغوی د سرغړونې په سبب خلاصون د غیریهودیانو په برخه شو او له همدې امله د اسراییلو سره کینه پیدا شوه.
12اوس که چېرې د هغوی سرغړونه د دنیا د برکت سبب شوه او د هغوی روحاني ماتې د غیریهودیانو دپاره د برکت سبب شوه، نو بیا به د هغوی برکتونه نور څومره زیات شي چې کله ټول اسراییل په کې شامل شي.
13اوس تاسو غیریهودیانو ته وایم چې زه د غیریهودیانو دپاره رسول یم او په خپل کار باندې فخر کوم.
14ځکه کېدای شی چې په دې ډول وکولای شم د خپل قوم حسد او بخیلي راوپاروم او د هغوی څخه ځینې یې وژغورم.
15ځکه که د هغوی رد کېدل د دنیا سره د خدای د پخلا کېدلو سبب شو، نو د هغوی منل به لکه د مرګ نه د بیا راژوندي کېدلو په معنی وي.
16که چېرې د اوړو اولنۍ پېړه چې خدای ته د نذرانې په توګه وړاندې شي، سپېڅلې ده، نو بیا ټوله خمیره هم سپېڅلي ده. او که د ونې ریښې سپېڅلې وي، نو څانګې یې هم سپېڅلې دي.
17خو که چېرې ځینې څانګې پرېکړل شي او ته چې د ځنګلي زیتون یوه څانګه وې، په نورو څانګو کې پیوند شوې او د اصلي زیتون د ونې په ګټوره ریښه کې شریک شوې،
18نو خپل ځان د نورو څانګو نه لوړ مه ګڼه. که چېرې خپل ځان لوړ ګڼې، نو یاد ساته چې ریښه په تا باندې ولاړه نه ده، بلکې ته په ریښې باندې ولاړ یې.
19خو ته به وایې: «څانګې د دې دپاره پرېکړل شوې چې زه په کې پیوند شم.»
20دا رښتیا ده. هغوی د خپلې بې ایمانۍ له امله پرېکړل شوې، خو تاسو د ایمان په وسیله هلته پاتې کېږئ. نو مغرور کېږئ مه، بلکې ووېرېږئ.
21ځکه که خدای هغه طبیعي څانګې په خپل ځای پرېنښودلې، نو تاسو به هم پرېنږدي.
22نو د خدای مهرباني او سخت قضاوت په پام کې ونیسئ. خدای د هغو خلکو په وړاندې سختګیره دی چې لېرې لوېدلي دي، خو ستاسو په وړاندې مهربانه دی، که چېرې ته د هغه په مهربانۍ کې پاتې شې. که نه، نو ته به هم پرېکړل شې.
23که چېرې یهودیان په بې ایمانۍ کې پاتې نه شي، نو هغوی به بیا پیوند کړل شي، ځکه چې خدای قدرت لري چې هغوی یوځل بیا سره پیوند کړي.
24ځکه که چېرې تاسو غیریهودیان د ځنګلي زیتون د ونې نه پرېکړل شوي یئ او د خپل فطرت په خلاف د اصلي زیتون د ونې سره پیوند شوي یئ، نو بیا به هغه اصلي څانګې څومره په اسانۍ سره پیوند شي چې د اصلي زیتون د ونې خپلې څانګې دي.
25ای خویندو او ورونو! زه نه غواړم چې تاسو د دې پټ راز نه بې خبره پاتې شئ او په خپلې پوهې باندې مغرور شئ. د ځینو اسراییلیانو زړونه سخت شوي دي او دا به تر هغه وخته پورې دوام وکړي، ترڅو د هغو غیریهودیانو شمېر پوره شي چې خلاصون مومي.
26په دې ډول به ټول اسراییل خلاصون ومومي. لکه څنګه چې لیکل شوي دي: خلاصوونکی به د صهیون څخه راشي او هغه به د یعقوب د نسل څخه بې ایماني لېرې کړي.
27زه به د هغوی سره لوظ وکړم چې د هغوی ګناهونه لېرې کړم.
28د زېري په خاطر یهودیان د خدای دښمنان شول او دا ستاسو په ګټه دی. د خدای د خوښې له امله هغوی اوس هم خدای ته د هغوی د نیکونو ابراهیم، اسحاق او یعقوب په خاطر ګران دي.
29ځکه چې د خدای نعمتونه او بلنه نه بدلېدونکي دي.
30لکه څنګه چې تاسو غیریهودیانو یو وخت د خدای په وړاندې نافرماني کوله، خو اوس په تاسو باندې د یهودیانو د نافرمانۍ له امله رحم وشو،
31نو اوس هغوی نافرماني کوي او په تاسو باندې د خدای رحم وشو، نو له دې امله په هغوی باندې به هم د هغه رحم وشي.
32خدای ټول خلک په نافرمانۍ کې راګېر کړل، ترڅو په ټولو باندې رحم وکړي.
33واه، د خدای شتمني څومره زیاته ده او د هغه حکمت او پوهه څومره ژوره ده! د هغه قضاوتونه څومره پټ او د هغه په لارو پوهېدل څومره سخت دي.
34ځکه د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: څوک د څښتن په فکرونو باندې پوه شوی دی؟ یا څوک د هغه مشاور دی؟
35یا چا خدای ته کوم څه ورکړي دي چې هغه ترې بېرته واخلي؟
36ځکه چې ټول شیان د هغه له خوا دي او د هغه په وسیله پیدا شوي دي او د هغه دپاره دي. د هغه جلال دې تل ترتله وي. امین.