Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1ای خویندو او ورونو، زما د زړه غوښتنه او خدای ته دا دعا ده چې زما قوم خلاصون ومومي.
2زه په دې شاهدي ورکوم چې هغوی د خدای په هکله غیرتي دي، خو د هغوی غیرت د پوهې له مخې نه دی.
3ځکه چې هغوی هغه لاره ونه پېژندله چې خدای د هغې په وسیله خلک په خپل حضور کې عادلان ګڼي او د هغه په ځای کوښښ یې وکړ چې خپله لاره عادلانه وښایي او په دې ډول هغوی د خدای د عدالت تابعداري نه کوي.
4ځکه چې مسیح د شریعت پوره کوونکی دی، نو هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي، هغوی به د خدای په حضور کې عادلان وګڼل شي.
5موسی د عادل کېدلو په هکله چې د شریعت په وسیله تر لاسه کیږي، لیکي: «څوک چې په شریعت باندې عمل کوي، نو د هغه په وسیله به ژوند کوي.»
6خو د هغه عدالت په هکله چې د ایمان په وسیله تر لاسه کیږي، وایي: «په خپل زړه کې داسې مه وایئ: ‹څوک به اسمان ته وخېژي؟› د دې دپاره چې مسیح لاندې راولي.
7یا داسې مه وایئ: ‹څوک کولای شي چې ښکته د مړو دنیا ته لاړ شي؟› د دې دپاره چې مسیح د مړو نه راژوندی کړي.»
8د خدای کلام څه وایي؟ د ایمان پیغام تا سره نژدې دی، هغه ستا په خوله او ستا په زړه کې دی.هغه پیغام د ایمان پیغام دی چې مونږ یې اعلانوو:
9که چېرې ته په خپله خوله اقرار وکړې چې عیسی څښتن دی او په خپل زړه کې په دې ایمان ولرې چې خدای هغه د مړو نه راژوندی کړی دی، نو ته به خلاصون ومومې.
10ځکه که څوک د زړه نه ایمان راوړي نو هغه به نېک وګڼل شي او که په خپله خوله د خپل ایمان اقرار وکړي، نو هغه به خلاصون ومومي.
11د پیغمبرانو په لیکنو کې ویل شوي دي: «هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي، نو هېڅکله به ونه شرمیږي.»
12نو ځکه د یهودي او غیریهودي ترمنځ هېڅ فرق نشته، ځکه چې د ټولو څښتن یو دی او هغو ټولو کسانو ته چې د هغه نه مرسته غواړي، زیات برکتونه ورکوي.
13لکه څنګه چې د خدای کلام وایي: «هرڅوک چې د څښتن په نوم مرسته وغواړي، نو هغه به وژغورل شي.»
14خو که چېرې هغوی په هغه باندې ایمان نه وي راوړی، نو څنګه به هغه ته اواز وکړي او مرسته به ورڅخه وغواړي؟ او څنګه کولای شي چې په هغه باندې ایمان راوړي چې د هغه په هکله یې څه نه وي اورېدلي؟ او هغوی به یې څنګه واوري ترڅو چې چا ورته پیغام نه وي رسولی؟
15او هغوی به څنګه پیغام ورسوي، ترڅو د دې کار دپاره لېږل شوي نه وي؟ لکه څنګه چې لیکل شوي دي: «د هغو کسانو قدمونه څومره ښکلي دي چې زېری رسوي.»
16خو هغوی ټولو هغه زېری قبول نه کړ، ځکه اشعیا نبي وایي: «ای څښتنه، چا زمونږ په پیغام باندې باور کړی دی؟»
17نو ایمان د پیغام په اورېدلو سره پیدا کیږي او پیغام د مسیح د کلام په وسیله اورېدل کیږي.
18خو زه پوښتنه کوم چې ایا هغوی پیغام نه دی اورېدلی؟ بې له شکه چې اورېدلی یې دی، ځکه لکه څنګه چې د خدای کلام وایي: د هغوی اواز په ټوله دنیا کې اورېدل کیږي او د هغوی خبرې د دنیا تر بل سره پورې رسیږي.
19خو زه یوځل بیا پوښتنه کوم چې ایا د اسراییلو خلک په دې پوه نه شول؟ موسی لومړنی کس دی چې وایي: زه به په تاسو کې د هغو خلکو په وسیله بخیلي پیدا کړم چې په قوم کې نه شمېرل کیږي او د یو نا پوهه قوم په وسیله به ستاسو قهر راوپاروم.
20بیا اشعیا په ډېرې زړورتیا سره وایي: زه هغو خلکو پیدا کړم چې زما په لټه کې نه وو او خپل ځان مې هغو خلکو ته ښکاره کړ چې زه یې نه غوښتلم.
21خو د اسراییلو د قوم په هکله خدای وایي: ټوله ورځ مې هغو خلکو ته د پخلاینې دپاره غېږه خلاصه کړې وه چې نافرمانه او سرکښه وو.