Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1دا چې زه وایم چې د مسیح سره تړاو لرم نو رښتیا وایم او دروغ نه وایم. زما وجدان چې د روح القدس تابعداري کوي، د دې شاهد دی
2چې زما په زړه کې د خپل قوم یعنې یهودیانو په خاطر چې زما خپلوان دي ډېر لوی غم او نه ختمېدونکی خفګان دی.
3د هغوی دپاره زه په دې هیله وم چې لعنتي شم او د مسیح نه جدا شم.
4هغوی اسراییلیان دي او هغوی ته د خدای اولادونه ویل شوي دي او جلال، لوظونه، شریعت، د عبادت مراسم او وعدې ورکړل شوي دي.
5زمونږ نیکونه یعنې ابراهیم، اسحاق او یعقوب هم د هغوی سره تړاو لري او مسیح په انساني لحاظ د هغوی د نسل څخه دی. خدای چې په ټولو باندې حکومت کوي، هغه ته دې تل ترتله ثنا وي. امین.
6دا په دې معنی نه ده چې خدای د خپلو وعدو په پوره کولو کې ناکام شوی دی. ځکه چې ټول اسراییلیان د خدای غوره شوي خلک نه دي.
7او نه هم د ابراهیم ټول نسل د خدای اولادونه دي. ځکه چې خدای ابراهیم ته وویل: «ستا نسل به د اسحاق څخه حساب شي.»
8مقصد دا چې هغه ټول اولادونه چې په جسماني لحاظ د ابراهیم د نسل څخه پیدا شوي دي، د خدای اولادونه نه ګڼل کیږي، بلکې یوازې هغوی د خدای په اولادونو کې حسابیږي چې د خدای د وعدې له مخې پیدا شوي دي.
9ځکه چې د خدای وعده داسې وه: «کله چې زه په راتلونکي کال کې په همدې وخت بېرته راشم نو ساره به زوی ولري.»
10یوازې دا نه، بلکې ربکا د یو کس نه چې هغه زمونږ نیکه اسحاق دی، امیدواره شوه.
11-
12خو د دې دپاره چې د خدای مقصد د دې غبرګونکو څخه د یو په غوره کولو کې پوره شي، نو خدای ربکې ته وویل: «مشر زوی به د کشر خدمت کوي.» هغه دا خبره د هغوی د زېږېدلو نه مخکې وکړه او مخکې له دې چې هغوی کوم ښه یا بد کار وکړي. ترڅو دا وښایي چې د خدای غوره کېدل د هغه د بلنې له مخې وو، نه د هغوی د عملونو له مخې.
13لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «یعقوب راباندې ګران ؤ، خو د عیسو نه مې کرکه کوله.»
14نو بیا مونږ څه ووایو؟ ووایو چې خدای بې انصافه دی؟ هېڅکله نه!
15ځکه چې خدای موسی ته وویل: «زه چې په هرچا باندې وغواړم رحم وکړم، نو رحم ورباندې کوم او په هر چا باندې چې وغواړم زړه وسوځوم، نو زړه ورباندې سوځوم.»
16نو دا د انسان د خوښې او کوښښ پورې اړه نه لري، بلکې یوازې د خدای د رحم پورې اړه لري.
17ځکه چې د خدای کلام فرعون ته وایي: «ته ما د دې دپاره پاچا کړې چې ستا په وسیله خپل قدرت وښایم او زما نوم په ټوله دنیا کې مشهور شي.»
18نو هغه چې وغواړي په چا باندې رحم وکړي، نو رحم ورباندې کوي او که وغواړي چې د چا زړونه سخت کړي، نو د هغوی زړونه سختوي.
19نو تاسو به ماته ووایئ: «نو بیا ولې خدای مونږ ملامتوي؟ ځکه څوک کولای شي چې د هغه د ارادې په وړاندې ودریږي؟»
20ای انسانه، ته څوک یې چې بېرته خدای ته ځواب ورکوې؟ ایا یو لوښی کلال ته ویلی شي چې زه دې ولې داسې جوړ کړی یم؟
21ایا یو کلال دا حق نه لري چې د هماغې یو موټي خاورې نه یو لوښی د ځانګړې کارونې دپاره او بل د عادي کارونې دپاره جوړ کړي؟
22خدای هم همداسې کړي وو. هغه غوښتل چې خپل قهر وښایي او خپل قدرت ښکاره کړي. خو هغه د هغو کسانو په اړه د ډېر صبر او زغم څخه کار واخیست چې باید تباه شي.
23هغه داسې وکړل ترڅو خپل لوی جلال هغو خلکو ته ښکاره کړي چې رحم ورباندې وشي، یعنې هغه خلک چې د مخکې نه یې دې ته تیار کړي وو چې د هغه جلال تر لاسه کړي.
24ځکه چې مونږ هغه خلک یو چې هغه رابللي یو، یعنې یوازې هغه خلک نه چې یهودیان دي، بلکې د غیریهودیانو له منځ نه هم رابلل شوي دي.
25لکه څنګه چې خدای د هوشع نبي په کتاب کې وایي:هغه خلک چې زما نه ووزه به ووایم هغوی ته خپل خلکاو چې په ما باندې ګران نه وو هغه خلکهغوی ته وبه وایم «خپل ګران»
26او چې ویل شوي وو هغوی تهپه هماغه ځای کې:«تاسو نه یئ زما خلک»نو په هماغه ځای کې به هغوی تهوویل شي: «اولادونه د خدای»
27او اشعیا نبي هم په لوړ اواز د اسراییلو په هکله داسې وایي:که څه هم اسراییلیان به وي بې شمېره لکه شګې د دریابخو د هغوی څخه به ومومي خلاصون لږ شمېر یې
28ځکه څښتن به په پوره توګه او زر په مخ د ځمکېکړي به ترسره قضاوت خپل د ټولو خلکو په باره کې
29او لکه څنګه چې اشعیا مخکې پېشګویي کړې وه:که پريښي یې نسلونه نه وای مونږ تهمطلق قادر څښتننو تباه شوي به وای مونږد سدوم او عمورې په شان.
30نو بیا مونږ څه ووایو؟ که څه هم غیریهودیانو کوښښ نه کاوه چې د خدای په نظر کې عادلان وګڼل شي، خو هغه یې د ایمان په وسیله تر لاسه کړ.
31خو اسراییلیانو چې کوښښ کاوه د شریعت په وسیله عادلان وګڼل شي، نو هغه یې تر لاسه نه کړ.
32ځکه چې د هغوی کوښښ د ایمان له لارې نه، بلکې د هغوی د خپلو عملونو په بنیاد ؤ. نو هغوی په هغې ښویېدونکې تیږې باندې وښویېدل.
33لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:ګورئ، زه په صهیون کې ږدم یو داسې تیږهچې سبب د ښوییلو شي د خلکویو داسې ګټ چې پرې ولویږي هغویاو هرڅوک چې ایمان راوړي په هغه باندېنو هېڅکله به ونه شرمیږي.