Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
39 verses
1نو اوس چې کوم خلک د عیسی مسیح سره په یووالي کې ژوند کوي، هغوی هېڅ محکوم کېدای نه شي.
2ځکه چې د خدای د روح قانون چې ماته په عیسی مسیح کې ژوندون راکوي، زه یې د ګناه او د مرګ د قانون نه خلاص کړی یم.
3هغه څه چې شریعت د انساني فطرت د کمزورۍ له امله ونه شو کولای چې سرته یې ورسوي، هغه خدای سرته ورسول. هغه خپل زوی د یو ګناهکار انساني جسم په شکل کې د ګناهونو د بخښنې دپاره راولېږه، ترڅو ګناه په انساني فطرت کې محکومه کړي.
4هغه داسې وکړل د دې دپاره چې د شریعت رښتینې غوښتنې په مونږ کې د نفساني غوښتنو له مخې نه، بلکې د خدای د روح په وسیله چې ژوند کوو، پوره شي.
5ځکه څوک چې د نفساني غوښتنو له مخې ژوند تېروي، نو تل د نفساني شیانو په فکر کې وي. خو څوک چې د روح القدس د غوښتنو له مخې ژوند کوي، نو هغوی د هغو شیانو په فکر کې وي چې روح القدس یې غواړي.
6که چېرې زمونږ په ذهنونو باندې نفساني غوښتنې حاکمې وي، نو پای یې مرګ دی. خو که چېرې زمونږ په ذهنونو باندې روح القدس حاکم وي، نو پایله یې ژوند او سوله ده.
7ځکه چې خپل ځان د نفساني شیانو پورې تړل د خدای سره دښمني ده، ځکه چې دا د خدای د قانون اطاعت کول نه دي او په حقیقت کې نه شي کولای چې اطاعت وکړي.
8څوک چې د خپلو نفساني غوښتنو له مخې ژوند تېروي، هغوی نه شي کولای چې خدای خوشحاله کړي.
9نو تاسو نور د خپلو نفساني غوښتنو له مخې نه، بلکې د روح القدس د لارښوونې له مخې ژوند کوئ، که په رښتیا سره روح القدس په تاسو کې اوسیږي. که چېرې په چا کې د مسیح روح نه وي، نو هغه د مسیح نه دی.
10خو که چېرې مسیح په تاسو کې اوسیږي، نو که څه هم ستاسو بدن د ګناه له امله مړ هم شي، خو روح القدس تاسو ته ژوند درکوي، ځکه چې تاسو د خدای په نظر کې عادلان ګڼل شوي یئ.
11که چېرې روح القدس چې مسیح یې بېرته د مړو نه راژوندی کړ په تاسو کې اوسي، نو لکه څنګه چې عیسی یې بېرته د مړو نه راژوندی کړ، نو ستاسو فاني وجود ته به هم ژوند ورکړي، ځکه چې دغه روح په تاسو کې هم اوسیږي.
12نو بیا ای خویندو او ورونو! مونږ مجبوره نه یو چې د انساني فطرت او د هغه د غوښتنو له مخې ژوند وکړو.
13ځکه که چېرې تاسو د خپلو نفساني غوښتنو له مخې ژوند وکړئ، نو مړه به شئ. خو که چېرې د خدای د روح په مرسته خپل د ګناه نه ډک عملونه له منځه یوسئ، نو تاسو به ژوند کوئ.
14ځکه ټول هغه کسان چې د روح په وسیله ورته لارښوونه کیږي، هغوی د خدای اولادونه دي.
15ځکه چې تاسو هغه روح نه دی تر لاسه کړی چې غلامان مو کړي او ستاسو د وېرې سبب شي، بلکې هغه روح مو تر لاسه کړ چې تاسو د خدای دپاره لکه د خپلو اولادونو په شان اوسئ او د هغه په وسیله مونږ نارې وهو: «ابا، یعنې ای زما پلار جانه.»
16روح القدس په خپله زمونږ د روح سره شاهدي ورکوي چې مونږ د خدای اولادونه یو.
17که چېرې مونږ د هغه اولادونه یو، نو بیا وارثان هم یو، یعنې د خدای وارثان یو او د مسیح په میراث کې هم شریک یو او که چېرې مونږ د هغه سره په کړاوونو کې شریک یو، نو د هغه سره په جلال کې هم شریک یو.
18زه فکر کوم چې هغه کړاوونه چې اوس یې مونږ تېروو، د هغه جلال سره د پرتله کولو وړ نه دي چې مونږ ته به وښودل شي.
19ځکه چې خلقت په شوق سره د خدای د اولادونو د ښکاره کېدلو په انتظار دی.
20ځکه چې خلقت بې معنی شو، خو په خپله رضا نه بلکې د خدای په رضا، په دې هیله چې
21یوه ورځ به په خپله خلقت د فساد د غلامۍ نه ازاد شي او د خدای د اولادونو د جلال نه په ډکې ازادۍ کې شامل شي.
22ځکه چې مونږ پوهېږو چې ټول خلقت یوځای د د��د له لاسه لکه د لنګون د درد په شان تر اوسه پورې زګېروي کوي.
23یوازې خلقت نه، بلکې مونږ هم سره له دې چې روح القدس د خدای د لومړني نعمت په توګه تر لاسه کړی دی، په خپل باطن کې زګېروي کوو لکه څنګه چې دې ته په شوق سره په انتظار یو چې خدای مونږ د خپلو اولادونو په توګه قبول کړي او زمونږ بدن ته خلاصون ورکړي.
24ځکه چې په همدې هیلې مونږ وژغورل شو. خو که چېرې زمونږ هغه هیله پوره شوې وي نو بیا د څه شي هیله ولرو؟
25خو که چېرې مونږ د هغه څه هیله ولرو چې تر اوسه یې نه لرو، نو مونږ په صبر او زغم سره د هغه انتظار کوو.
26په همدې ډول روح القدس زمونږ په کمزوریو کې زمونږ سره مرسته کوي. ځکه چې مونږ نه پوهېږو چې څنګه باید دعا وکړو. نو روح القدس زمونږ دپاره داسې په نارو شفاعت کوي چې په خبرو او لفظونو کې بیان کېدلی نه شي.
27خو خدای چې زمونږ د زړونو نه خبر دی، په دې پوهیږي چې د روح القدس اراده څه ده، ځکه چې روح القدس د خدای د ارادې له مخې د خپلو خلکو شفاعت کوي.
28مونږ پوهېږو چې هرڅه د هغو خلکو د ښېګڼې دپاره چې د خدای سره مینه کوي او د هغه په اراده ورته بلنه ورکړل شوې ده، په ګډه سره کار کوي.
29ځکه چې خدای هغوی له پخوا نه پېژندل او هغوی یې له مخکې نه غوره کړي وو چې د هغه د زوی په شان شي، ترڅو هغه په ټولو خویندو او ورونو کې لوړ مقام ولري.
30او هغه کسان چې هغه له مخکې نه غوره کړي وو، رابللي یې دي او هغه رابلل شوي یې عادلان وګڼل او کوم کسان چې هغه عادلان کړي دي، هغوی ته یې خپل جلال هم ورکړ.
31نو بیا مونږ د دې شیانو په هکله څه ویلی شو؟ که خدای زمونږ په خوا دی، نو بیا څوک کولای شي چې زمونږ په خلاف شي؟
32هغه خپل زوی هم زمونږ څخه درېغ نه کړ، بلکې هغه یې زمونږ د ټولو په خاطر د قربانۍ په توګه وړاندې کړ، نو همدارنګه ایا هغه به هرڅه مونږ ته وړیا رانه کړي؟
33څوک به د خدای په غوره شویو خلکو باندې تور ولګوي؟ ځکه چې خدای په خپله اعلانوي چې هغوی عادلان ګڼي.
34نو بیا څوک هغوی محکومولی شي؟ ځکه چې عیسی مسیح هغه څوک دی چې مړ شو خو بیا راژوندی شو او هغه د خدای ښي لاس ته ناست دی او په رښتیا سره زمونږ شفاعت کوي.
35نو بیا څوک به مونږ د مسیح د مینې نه جدا کړي؟ ایا مصیبت او کړاوونه، یا ځورونه یا لوږه، لوڅوالی یا خطر یا توره؟
36لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: مونږه د ستا په خاطر مخ یو هر وخت مرګ سره او ګڼل کېږو مونږ هغو پسونو په شان چې حلالیږي.
37خو نه، له دې هرڅه سره سره د عیسی مسیح په وسیله چې زمونږ سره یې مینه وکړه، پوره بری زمونږ په برخه دی.
38ځکه زه ډاډمن یم چې نه مرګ او نه ژوند، نه فرښتې، نه اسماني واکمنان، نه اوسني او نه راتلونکي شیان، نه قدرتونه،
39نه لوړې او ژورې او نه په ټول خلقت کې نور شیان کولای شي چې مونږ د خدای د هغې میني نه جدا کړي چې زمونږ په څښتن عیسی مسیح کې ده.