Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1ای خویندو او ورونو، تاسو چې د شریعت څخه خبر یئ، ایا تاسو نه پوهېږئ چې شریعت په هغو ټولو کسانو باندې عملي کیږي چې ترڅو پورې هغوی ژوندي وي؟
2د مثال په ډول د شریعت له مخې یوه ښځه تر هغه وخته پورې د خپل مېړه سره تړاو لري چې مېړه یې ژوندی وي، خو که چېرې مېړه یې مړ شي، نو هغه د واده د قانون د قید نه ازاده ده.
3نو له دې امله که چېرې هغه ښځه په داسې حال کې چې مېړه یې ژوندی وي او هغه د بل چا سره اړیکې ولري، نو هغه زناکاره ګڼل کیږي. خو که چېرې د هغې مېړه مړ شي، نو هغه د شریعت له مخې ازاده ده او که چېرې هغه د بل چا سره واده وکړي، نو زناکاره نه ده.
4ای خویندو او ورونو، نو په همدې ډول تاسو هم چې د مسیح د بدن غړي یئ، د شریعت په وړاندې مړه شوي یئ او اوس د هغه چا سره تړاو لرئ چې د مړو نه بیا راژوندی شوی دی، ترڅو وکولای شئ چې خدای ته په خدمت کولو کې ګټور تمام شئ.
5کله چې مونږ د خپل انساني فطرت له مخې ژوند کاوه، نو شریعت مونږ نفساني غوښتنو ته هڅولو او په مونږ کې یې کار کاوه چې پایله یې مرګ دی.
6اوس مونږ د شریعت نه ازاد شوي یو او د هغه څه په وړاندې چې مونږ یې بندیان ساتلو، مړه شوي یو. نو مونږ نور په هغې زړې طریقې نه چې په شریعت کې لیکل شوي دي، بلکې په نوې طریقې د روح القدس په مرسته د خدای خدمت کوو.
7نو مونږ بیا څه ووایو؟ ایا په خپله شریعت ګناه ده؟ هېڅکله نه! که چېرې شریعت نه وای نو ما به ګناه نه وای پېژندلې. که چېرې شریعت نه وای ویلي: «د نورو څخه د کوم شي تمه مه کوه،» نو زه به هېڅکله په دې نه وای پوه شوی چې تمه څه شی دی.
8خو ګناه د همدې حکم په وسیله دا موقعه تر لاسه کړه چې په ما کې هر ډول تمه کول پیدا کړي. ځکه پرته له شریعت نه ګناه مړه ده.
9یو وخت زه بې له شریعته ژوندی وم، خو کله چې د شریعت حکم راغی، نو ګناه ژوندۍ شوه او زه مړ شوم.
10هماغه حکم چې باید ماته یې ژوند راکړی وای، ماته یې مرګ راوړ.
11ځکه د دې حکم په وسیله ګناه ته موقعه په لاس ورغله او زه یې وغولولم او مړ یې کړم.
12نو بیا شریعت سپېڅلی دی او حکمونه یې هم سپېڅلي، عادلانه او ښه دي.
13خو ایا یو ښه شی زما د مرګ سبب ګرځي؟ هېڅکله نه! بلکې دا ګناه وه چې د هغه ښه شي په وسیله یې زه ووژلم، د دې دپاره چې زه پوه شم چې ګناه څه شی دی. خو د شریعت حکم د ګناه بې حده بدي ښکاره کړه.
14ځکه چې مونږ پوهېږو چې شریعت روحاني دی، خو زه جسماني یم او لکه د یو غلام په شان په ګناه باندې خرڅ شوی یم.
15زه نه پوهېږم چې څه کوم، ځکه زه چې څه غواړم چې ویې کړم هغه نه کوم، خو هماغه کار کوم چې کرکه ترې لرم.
16اوس چې زه هغه کار کوم چې نه غواړم ویې کړم، نو دا د دې څرګندونه کوي چې زه دا منم چې شریعت ښه دی.
17نو اوس زه هغه څوک نه یم چې دا کار کوم، بلکې دا ګناه ده چې په ما کې اوسیږي او دا کار کوي.
18زه پوهېږم چې زما په انساني فطرت کې نېکي نشته، ځکه زه غواړم چې ښه کار وکړم خو کولای یې نه شم.
19ځکه کوم ښه کار چې زه غواړم ویې کړم، هغه نه کوم، خو کوم بد کار چې زه یې نه غواړم، هغه کوم.
20نو اوس چې زه کوم کار چې نه غواړم ویې کړم، هغه کوم، نو زه د هغه کار سرته رسوونکی نه یم، بلکې دا ګناه ده چې په ما کې اوسیږي.
21نو زه په دې قانون پوه شوم هرکله چې زه وغواړم کوم ښه کار وکړم، نو بدي مې له لاسه وشي.
22ځکه چې زه په باطن کې د خدای په شریعت باندې خوشحاله یم.
23خو زه وینم چې په ما کې یو بل قانون کار کوي چې زما د ذهن د قانون سره په جنګ کې دی او ما د هغې ګناه د قانون بندي کوي چې په ما کې کار ��وي.
24زه څومره بدبخته انسان یم. څوک کولای شي چې ما د دې بدن نه چې ما مرګ ته سپاري، خلاص کړي؟
25د خدای شکر کوم چې ماته زمونږ د څښتن عیسی مسیح په وسیله خلاصون راکوي. نو بیا زه په خپل ذهن سره د خدای د شریعت غلامي کوم، خو په نفساني توګه زه د ګناه د قانون غلامي کوم.