Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1نو بیا مونږ څه ووایو؟ ایا باید خپل ژوند ته په ګناهونو کې دوام ورکړو، ترڅو د خدای فضل زیات شي؟
2هېڅکله نه! مونږ چې د ګناه په وړاندې مړه یو، نو بیا څنګه کولای شو چې په ګناه کې خپل ژوند ته دوام ورکړو؟
3ایا تاسو نه پوهېږئ کله چې مونږ ټولو په عیسی مسیح کې د تعمید غسل واخیست، نو د هغه په مرګ کې ورسره شریک شولو.
4نو مونږ د خپل تعمید په وسیله د هغه سره ښخ شولو او ورسره مړه شولو. لکه څنګه چې مسیح د پلار په جلال کې د مړو نه راژوندی شو نو مونږ به هم نوی ژوند ولرو.
5ځکه که چېرې مونږ د مسیح په مرګ کې ورسره شریک شولو، نو په هماغه ډول به د هغه په بیا راژوندي کېدلو کې هم د هغه سره شریک شو.
6مونږ پوهېږو چې زمونږ زوړ فطرت د مسیح سره په صلیب کې مړ شو، ترڅو ګناه زمونږ په ژوند باندې خپل قدرت له لاسه ورکړي او مونږ نور د ګناه غلامان نه اوسو.
7ځکه څوک چې مړ شي، نو هغه د ګناه نه خلاص شوی دی.
8که چېرې مونږ د مسیح سره مړه شوي یو، نو په دې ایمان لرو چې د هغه سره به ژوند هم کوو.
9ځکه مونږ پوهېږو چې مسیح د مړو نه راژوندی شوی دی او بیا به هېڅکله مړ نه شي، یعنې مرګ نور په هغه باندې واک او اختیار نه لري.
10کله چې مسیح مړ شو، نو هغه یو ځل او د تل دپاره د ګناهونو په خاطر مړ شو. خو اوس چې هغه ژوندی دی، نو هغه یوازې د خدای دپاره ژوند کوي.
11نو تاسو هم خپل ځانونه د ګناه په وړاندې مړه وګڼئ، خو د خدای په وړاندې د عیسی مسیح سره په یووالي کې خپل ځانونه ژوندي وګڼئ.
12نو مه پرېږدئ چې ګناه نور ستاسو په فاني بدن باندې حکومت وکړي او تاسو د خپلو نفساني غوښتنو تابع کړي.
13د خپل بدن یو غړی هم د یوې وسیلې په توګه د بدۍ په اختیار کې مه ورکوئ، بلکې خپل ځانونه خدای ته وسپارئ او د هغو کسانو په شان چې د مرګ نه را ژوندي شوي دي، د خپل بدن غړي خدای ته د عدالت او رښیتنولۍ دپاره د یوې وسیلې په توګه وړاندې کړئ.
14ځکه چې ګناه به نور په تاسو باندې حاکمه نه وي، له دې امله چې تاسو نور د شریعت تابع نه یئ، بلکې د خدای د فضل لاندې یئ.
15نو بیا څه ووایو؟ ایا مونږ باید ګناه وکړو، ځکه چې د شریعت تابع نه یو، بلکې د خدای د فضل لاندې یو؟ نه، هېڅکله نه!
16ایا تاسو نه پوهېږئ چې که چېرې تاسو خپل ځانونه د غلامانو په توګه د کوم چا په اختیار کې ورکړئ او د هغه تابع اوسئ، نو په حقیقت کې تاسو د هغه چا غلامان یئ چې اطاعت یې کوئ، که هغه د ګناه غلامي وي چې پای یې مرګ دی او یا د خدای تابعداري ده چې پایله یې عدالت دی.
17نو د خدای شکر دی چې تاسو یو وخت د ګناه غلامان وئ، خو اوس تاسو د زړه له اخلاصه د هغه تعلیم اطاعت کوئ چې تاسو ته درکړل شوی دی.
18اوس تاسو د ګناه نه ازاد او د عدالت غلامان شوي یئ.
19زه ستاسو د انساني فطرت د کمزورۍ له امله ساده خبرې کوم. لکه څنګه چې تاسو یو وخت خپل ځانونه د ناپاکۍ او د ټولو بدو کارونو غلامان کړي وو، نو اوس خپل د بدن ټول غړي د عدالت غلامان کړئ چې پاک او سپېڅلي شئ.
20کله چې تاسو د ګناه غلامان وئ، نو مجبوره نه وئ چې عدالت او رښتینولي وکړئ.
21د هغو کارونو په کولو سره چې اوس ورباندې شرمېږئ تاسو کومه ګټه تر لاسه کړه؟ ځکه چې د هغو کارونو پای مرګ دی.
22خو اوس تاسو د ګناه نه ازاد شوي یئ او د خدای غلامان یئ. د دې ګټه دا ده چې تاسو پاک او سپېڅلي شوي یئ او د دې پایله تلپاتې ژوندون دی.
23ځکه چې د ګناه پایله مرګ دی، خو د خدای نعمت زمونږ په څښتن عیسی مسیح کې تلپاتې ژوندون دی.