Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1له دې امله چې مونږ د ایمان په وسیله عادل ګڼل شوي یو، نو زمونږ د څښتن عیسی مسیح په وسیله د خدای سره زمونږ روغه جوړه وشوه.
2د هغه په وسیله او د خپل ایمان له لارې د خدای په دې تجربه شوي فضل هغه ځای مونږ ته راکړل شو چې اوس په کې اوسېږو او په دې هیله خوشحالي کوو چې د خدای په جلال کې به شریک شو.
3یوازې په دې شیانو نه، بلکې په خپلو کړاوونو او تکلیفونو باندې هم خوشحالي کوو، ځکه مونږ پوهېږو چې تکلیفونه صبر او زغم راپیدا کوي.
4صبر او زغم د دې سبب ګرځي چې مونږ خدای ته د قبلېدلو وړ وګرځو او دا کار هیله راپیدا کوي.
5دا هیله مونږ هېڅکله شرمېدلو ته نه پرېږدي، ځکه چې د خدای مینه د روح القدس په وسیله چې مونږ ته راکړل شوی ده، زمونږ په زړونو کې اچول شوې ده.
6کله چې هغه وخت مونږ لا بې وسه وو، نو مسیح په ټاکل شوي وخت کې د ګناهکارانو دپاره مړ شو.
7داسې یو څوک به ډېر کم پیدا شي چې حتی د یو عادل سړي دپاره خپل ځان له لاسه ورکړي. خو کېدای شي چې یو څوک جرات وکړي چې د یو مهربانه سړي دپاره خپل ځان قربان کړي.
8خو خدای خپله مینه مونږ ته داسې وښودله چې هغه وخت چې مونږ لا ګناهکاران وو، مسیح زمونږ دپاره مړ شو.
9اوس چې مونږ د هغه د وینې په وسیله عادل ګڼل شوي یو، نو مونږ به څومره نور هم د هغه په وسیله د خدای د غضب څخه وژغورل شو.
10ځکه کله چې مونږ د خدای دښمنان وو، نو د هغه د زوی د مرګ په وسیله ورسره پخلا شو، نو اوس چې مونږ سره پخلا شوي یو، نو څومره زیات به د مسیح ژوند زمونږ د خلاصون سبب وګرځي.
11خو یوازې دا نه، بلکې مونږ د خپل څښتن عیسی مسیح په وسیله چې اوس یې مونږ د خدای سره پخلا کړي یو، په خدای کې خوشحالي کوو.
12لکه څنګه چې ګناه د یو انسان په وسیله دنیا ته راغله او د ګناه په وسیله مرګ راغی، نو په دې ډول مرګ ټولو انسانانو ته راغی، ځکه چې ټولو ګناه وکړه.
13ګناه د شریعت نه مخکې په دنیا کې موجوده وه، خو چېرته چې شریعت نه وي، نو څوک ګناهکار نه ګڼل کیږي.
14خو سره له دې مرګ په هغو خلکو باندې هم چې د ادم د زمانې نه د موسی تر زمانې پورې يې ژوند کړی دی، حتی په هغو خلکو باندې هم چې د ادم په شان یې د خدای د حکم نه سرغړونه نه وه کړې، حاکم ؤ. ادم د هغه چا یو مثال او نښه ؤ چې راتلونکی ؤ.
15خو د ادم د سرغړونې او د خدای د وړیا فضل تر منځ زیات فرق دی. ځکه د یو انسان یعنې د ادم د سرغړونې له امله ډېر خلک مړه شول، خو د خدای فضل او بخښنه څومره لویه ده او د هغه وړیا نعمت چې د یو بل انسان یعنې عیسی مسیح د فضل په وسیله ډېرو ته ورکړ شو.
16د ادم د ګناه د نتیجې او د خدای د نعمت تر منځ زیات فرق دی. ځکه چې د هغې ګناه په هکله قضاوت د محکوم کېدلو سبب کیږي، خو د خدای نعمت زمونږ دپاره دا امکان برابروي چې د هغه دپاره عادل وګڼل شو، که څه هم مونږ ډېر ځلې سرغړونې کړې دي.
17که چېرې د یو انسان د سرغړونې له امله مرګ په انسان باندې حاکم شو، نو د هغه کار پایله به څومره لویه وي چې هغه بل انسان یعنې عیسی مسیح سرته ورساوه. هغو ټولو خلکو چې د عیسی پرېمانه فضل او د عدالت وړیا نعمت یې تر لاسه کړ، د مسیح په وسیله به په ژوند کې لکه د پاچاهانو په شان حکومت کوي.
18نو لکه څنګه چې یوه سرغړونه د ټولو خلکو د محکوم کېدلو سبب شوې ده، نو په همدې ډول یو نېک عمل ټول عادلان ګڼلي دي او ژوند یې ورکړی دی.
19لکه څنګه چې د یو سړي د نافرمانۍ له امله ډېر خلک ګناهکار شول، نو په همدې ډول به ډېر خلک د یو سړي د فرمانبردارۍ په وسیله عادلان وګڼل شي.
20د خدای شریعت د دې دپاره ورکړل شو ترڅو ټول خلک وویني چې هغوی څومره ګناهکاران وو. خو څن��ه چې د خلکو ګناهونه زیاتیږي، نو د خدای حیرانوونکی فضل نور هم زیاتیږي.
21نو لکه څنګه چې ګناه د مرګ په وسیله حکومت وکړ، نو په همدې ډول د خدای فضل هم باید د عدالت په وسیله حکومت وکړي او د خپل څښتن عیسی مسیح په وسیله تلپاتې ژوند ورکړي.