Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1نو اوس مونږ د خپل بنیاد ايښودونکي نیکه ابراهیم د تجربې په هکله څه ووایو؟
2که چېرې ابراهیم په خپلو نېکو عملونو د خدای په نظر کې عادل ګڼل شوی ؤ، نو د هغه سره یو دلیل ؤ چې فخر یې ورباندې کړی وای، خو د خدای په مخکې نه.
3ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «ابراهیم په خدای ایمان راوړ او د هغه ایمان له امله خدای هغه عادل وګڼلو.»
4نو څوک چې کار کوي نو مزدوري یې اخلي، خو دا مزدوري په سوغات کې نه حسابیږي، بلکې د هغه حق دی.
5خو څوک چې په عمل تکیه نه کوي او په هغه خدای باندې ایمان راوړي چې ګناه کار خلک عادل جوړوي، نو د هغه ایمان په عدالت کې حسابیږي.
6همدارنګه داود د هغه خوشبخته سړي په هکله چې خدای بې له دې چې د هغه عملونه په پام کې ونیسي، هغه عادل ګڼي، داسې وایي:
7دي بختور هغه خلکچې بخښل شوې یې ده سرغړونهاو اچول شوې یې پرده په ګناهونو باندې
8بختور دی هغه څوک چېڅښتن ورسره نه کوي حساب د ګناهونو
9ایا دا خوشبختي یوازې د هغو خلکو دپاره ده چې سنت شوي دي یا د ناسنتو دپاره هم ده؟ ځکه چې مونږ ته ویل شوي دي چې ابراهیم د خپل ایمان له امله عادل وګڼل شو.
10خو دا کار څه وخت وشو؟ ایا د سنت کېدلو نه مخکې وشو یا وروسته له سنت کېدلو؟ په یقین سره چې د سنت کېدلو نه مخکې وشو، وروسته نه.
11د هغه سنت کېدل یوه نښه وه چې دا ثابته کړي چې مخکې له دې چې هغه سنت شي، خدای هغه د خپل ایمان په وسیله عادل وګڼلو. نو ابراهیم د هغو ټولو خلکو پلار دی چې په خدای باندې ایمان راوړي او عادل ګڼل کیږي، که هغوی سنت شوي هم نه وي.
12همدارنګه هغه د سنت شویو خلکو پلار هم دی، یوازې په دې خاطر نه چې هغوی سنت شوي دي، بلکې دا چې هغوی د هغه ایمان د مثال څخه پیروي کوي چې زمونږ نیکه ابراهیم د سنت کېدلو نه مخکې درلود.
13خدای د ابراهیم او د هغه د اولادې سره وعده وکړه چې هغوی به د ټولې نړۍ وارثان وي. دا وعده په دې خاطر نه وه چې ابراهیم په شریعت باندې عمل وکړ، بلکې د دې په خاطر وه چې هغه ایمان راوړ او د ایمان په وسیله عادل وګڼل شو.
14ځکه که چېرې د خدای وعدې هغو خلکو ته ورکړل شي چې د شریعت پیروي کوي، نو بیا ایمان هېڅ معنی نه لري او د خدای وعده بې ارزښته ده.
15ځکه چې شریعت د خدای د غضب سبب کیږي، خو چېرته چې شریعت نشته، نو هلته د شریعت ماتول هم نشته.
16نو دا وعده په ایمان باندې ولاړه ده، ترڅو دا وعده د فضل په وسیله وي او د ابراهیم د ټولې اولادې دپاره اعتبار ولري، یوازې د هغو خلکو دپاره نه چې په شریعت باندې عمل کوي، بلکې د هغو خلکو دپاره هم چې د ابراهیم په شان ایمان لري، ځکه چې ابراهیم زمونږ د ټولو نیکه دی.
17لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «ته مې د ډېرو قومونو پلار کړی یې.» نو ابراهیم د خدای په نظر کې زمونږ پلار دی چې هغه ورباندې ایمان درلود، یعنې هغه خدای چې مړي راژوندي کوي او د نشت څخه شته جوړوي.
18ابراهیم ایمان راوړ او باور یې وکړ او حتی په ناامیدۍ کې یې هیله وساتله، نو له دې امله هغه د ډېرو قومونو پلار شو. لکه څنګه چې خدای هغه ته ویلي وو: «ستا نسل به بې اندازې زیات شي.»
19کله چې ابراهیم شاوخوا سل کلن ؤ، که څه هم هغه پوه شو چې بدن یې نژدې مړ دی او ښځه یې ساره هم نه شي کولای اولاد راوړي، خو ایمان یې کمزوری نه شو.
20ابراهیم هېڅکله هم د خدای په وعده باندې شک ونه کړ، بلکې ایمان یې هغه ته قوت ورکاوه او د خدای ثنا یې ویله.
21ځکه چې هغه پوره یقین درلود چې خدای په دې قادر دی چې خپله وعده پوره کړي.
22نو له دې امله ابراهیم د ایمان په وسیله عادل وګڼل شو.
23دا خبره چې «هغه عادل وګڼل شو» یوازې د هغه په خاطر ونه لیکل شوه،
24بلکې زمونږ دپاره هم ولیکل شوه چې عادل وګڼل شو او په هغه باندې ایمان ولرو چې زمونږ څښتن عیسی یې د مړو نه راژوندی کړی دی.
25هغه زمونږ د سرغړونو په خاطر مرګ ته وسپارل شو او بېرته راژوندی شو، ترڅو مونږ د خدای په حضور کې عادل وګڼل شو.