Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1نو بیا یهودیان په غیریهودیانو باندې څه غوره والی لري؟ یا سنت کېدل څه ارزښت لري؟
2په هر لحاظ ډېر ارزښت لري! د هرڅه نه لومړی دا چې خدای خپل کلام یهودیانو ته وسپاره.
3دا رښتیا ده چې په هغوی کې ځینې یې وفادار نه وو. خو په دې خاطر چې هغوی وفادار نه وو، نو ایا د دې معنی دا ده چې خدای به وفادار نه وي؟
4هېڅکله نه! حتی که ټول انسانان دروغجن وي، خو خدای به تل رښتینی وي. لکه څنګه چې د خدای په هکله لیکل شوي دي: کله چې ته خبرې کوې نو ټول به په یقین سره پوه شي چې ته رښتیا وایې او په محکمه کې باید خپله دعوه وګټې.
5-
6خو که چېرې زمونږ بدکاري د دې سبب کیږي چې د خدای عدالت نور هم ښکاره شي، نو په دې کې مونږ څه ویلی شو؟ ایا مونږ ویلی شو کله چې خدای مونږ ته سزا راکوي نو بې انصافي کوي؟ هېڅکله نه! دا یوازې انساني نظر دی. که چېرې خدای عادل نه وي، نو هغه څنګه کولای شي چې د نړۍ په هکله قضاوت وکړي؟
7خو که ځینې خلک وایي که چېرې زما دروغ د دې سبب شي چې د خدای رښتینولي ښکاره شي او د هغه جلال ډېر شي، نو بیاهم ولې زه د یو ګناهکار په توګه ملامته کېږم؟
8نو بیا ولې ونه وایو: «راځئ چې بدي وکړو چې نېکي ورڅخه پیدا شي؟» ځینې خلک په مونږ باندې دا تور هم لګوي چې مونږ داسې وایو. خو هغوی د سزا لایق دي.
9نو بیا څنګه؟ ایا مونږ یهودیان د خدای په نظر کې د غیریهودیانو څخه ښه یو؟ نه، بالکل نه، ځکه چې مونږ مخکې دې ته اشاره وکړه چې یهودیان او غیریهودیان دواړه یوشان د ګناه په واک کې دي.
10لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:هېڅوک عادل نه دی، حتی یو هم نشته
11هېڅ داسې څوک نشتهچې په دې پوه شي چې رښتیا څه ديهېڅوک نشته چې رجوع وکاندي خدای ته
12ټولو د خدای نه اړولی دی مخاو فاسد شوي دي ټولداسې هېڅوک نشته چې وکړي نېک کارنشته دی یو هم
13ستوني یې خلاص دي لکه د قبر په شاند خپلو ژبو نه کار اخلي د فریب دپارهاو وژونکې خبرې یې له خولې راوځيلکه د مار د زهرو په شان
14د هغوی خولې دي ډکېله لعنتونو او ترخو خبرو
15دي په منډه د دوی پښېچې توی کړي وینه
16هغوی چې هر چېرته ځيپیدا کوي هلته ورانۍ او بدبختي
17هغوی نه ده پېژندلې لاره د سلامتۍ او سولې
18هغوی له خدایه نه وېریږي هېڅ.
19نو بیا مونږ پوهېږو چې هرڅه چې شریعت وایي هغه په هغه چا باندې عملي کیږي چې د شریعت پیروان وي، ترڅو د ټولو خولې بندې شي او ټوله نړۍ خپل ځان د خدای په وړاندې محکومه وګڼي.
20ځکه چې هېڅوک به هم د شریعت په حکمونو باندې په عمل کولو سره د خدای په نظر کې عادل ونه ګڼل شي. د شریعت کار دا دی چې مونږ ته خپله ګناه راپېژني.
21اوس خدای مونږ ته هغه لاره ښکاره کړې ده چې د هغې په وسیله بې له دې چې په حکمونو باندې عمل وکړو، د هغه په نظر کې عادل شو لکه څنګه چې شریعت او پیغمبرانو د هغې شاهدي ورکړې ده.
22دا عدالت په عیسی مسیح باندې د ایمان درلودلو له لارې تر لاسه کیږي. خدای ټول په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره عادل ګڼي، ځکه چې د یهودیانو او غیریهودیانو ترمنځ هېڅ فرق نشته.
23ځکه چې ټولو ګناه کړې ده او د خدای د جلال نه بې برخې دي.
24خو ټول د خدای په وړیا فضل سره د عیسی مسیح په وسیله چې هغوی یې د خپلو ګناهونو نه خلاص کړي دي، عادل ګڼل کیږي.
25خدای مسیح د دې دپاره وټاکه، ترڅو خپله وینه د خلکو د ګناهونو د بخښنې په خاطر چې په هغه باندې په ایمان راوړلو سره ترلاسه کیږي، یوه وسیله شي. خدای دا کار د دې دپاره وکړ چې خپل عدالت ښکاره کړي، ځکه چې خدای صابر دی او په تېرو ګناهونو باندې سترګې پټوي.
26دا د دې دپاره ؤ چې په دې زمانه کې خپل عدالت ښکاره کړي او دا ثابته کړي چې هغه په خپله عادل دی او هغه څوک عادل جوړوي چې په عیسی مسیح باندې ایمان راوړي.
27نو بیا مونږ په څه باندې فخر وکړو؟ په هېڅ شي باندې نه. ایا په دې دلیل چې په شریعت باندې عمل کوو؟ نه، بلکې د ایمان په وسیله.
28ځکه مونږ پوهېږو چې د ایمان په وسیله عادل ګڼل کېږو، نه په شریعت باندې په عمل کولو سره.
29ایا خدای یوازې د یهودیانو خدای دی؟ ایا هغه د غیریهودیانو خدای هم نه دی؟ بې له شکه چې دی.
30خدای یو دی او هغه خلک یوازې د ایمان په وسیله عادل جوړوي، که هغه یهودیان دي یا غیریهودیان.
31ایا د دې معنی دا ده چې مونږ په دې ایمان باندې شریعت ایسته غورځوو؟ نه، هېڅکله نه، بلکې نور هم په هغه باندې ټینګ ودرېږو.