Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1نو له دې امله ای انسانه، ته څوک یې چې د نورو په هکله قضاوت کوې؟ ته چې هرڅوک یې، تا سره هېڅ عذر نشته، ځکه کله چې ته د نورو په هکله قضاوت کوې او بیا په خپله هماغه کار کوې چې هغوی یې کوي، نو په خپله خپل ځان ملامتوې.
2مونږ پوهېږو کله چې خدای د هغو خلکو په هکله چې داسې کارونه کوي، قضاوت کوي، نو هغه په حقه دی.
3خو ای انسانه، ته چې د نورو په هکله قضاوت کوې او په خپله هماغه کارونه کوې، ایا ګومان کوې چې د خدای د قضاوت نه به وتښتې؟
4یا دا چې د خدای ډېرې زیاتې مهربانۍ، زغم او صبر ته په سپکه سترګه ګورې؟ ایا په دې نه پوهېږې چې د خدای د مهربانۍ مقصد دا دی چې هغه تاته وښايي چې ته توبه وباسې؟
5خو دا چې ته سرزوری یې او د خپلو ګناهونو نه لاس نه اخلې، نو ته خپله سزا په هغه ورځ چې کله د خدای غضب او عادلانه قضاوت ښکاره شي، نوره هم زیاتوې.
6خدای به هرچا ته د هغه د عملونو له مخې چې کړي یې دي، بدل ورکړي.
7کوم خلک چې په صبر او زغم سره ښه کارونه کوي او د جلال، عزت او نه فناکېدونکي ژوند په لټه کې دي، نو هغوی ته به خدای تلپاتې ژوندون ورکړي.
8خو کوم خلک چې ځان خوښوونکي دي، حقیقت نه مني او بدو کارونو پسې ګرځي، نو په هغوی باندې به خدای خپل قهر او غضب نازل کړي.
9د هغو خلکو دپاره به چې بد کارونه کوي، مصیبت او کړاوونه وي، لومړی د یهودیانو دپاره او بیا د غیریهودیانو دپاره.
10خو خدای به هغو ټولو خلکو ته چې ښه کارونه کوي، جلال، عزت او سوله ورکړي، لومړی یهودیانو ته او بیا غیریهودیانو ته.
11ځکه چې خدای د هېچا طرفداري نه کوي.
12هغه ټول خلک چې د موسی شریعت نه لري او ګناه کوي، نو هغوی به بې له شریعته له منځه ځي او د یهودیانو سره چې شریعت شته او ګناه کوي، نو د هغوی سره به د شریعت له مخې قضاوت کیږي.
13ځکه چې یوازې د شریعت په اورېدلو سره هېڅوک د خدای په نظر کې عادل نه ګڼل کیږي، بلکې د شریعت په حکمونو باندې په عمل کولو سره عادل ګڼل کیږي.
14کله چې غیریهودیان چې شریعت نه لري په طبیعي توګه د شریعت په حکمونو باندې عمل کوي، نو د هغوی شریعت په خپله هغوی دي، که څه هم هغوی د موسی شریعت نه لري.
15د هغوی عملونه دا ښکاره کوي چې د شریعت حکمونه د هغوی په زړونو کې لیکل شوي دي. د هغوی وجدان د دې شاهدي ورکوي، ځکه چې د هغوی خیالونه یا هغوی ملامتوي او یا د هغوی څخه دفاع کوي.
16نو د هغه زېري له مخې چې زه یې ورکوم، دا کار به په هغه ورځ وشي کله چې خدای د عیسی مسیح په وسیله د ټولو انسانانو د پټو خیالونو په هکله قضاوت کوي.
17خو ته خپل ځان ته یهودي وایې او په شریعت باندې ولاړ یې او د خدای سره په اړیکو لرلو باندې فخر کوې.
18ته د خدای په ارادې باندې پوهېږې او د شریعت څخه دې دا زده کړي دي چې هر څه چې ښه دي غوره کړې،
19او په دې یقین لرې چې د ړندو دپاره لارښوونکی یې او د هغو خلکو دپاره رڼا یې کوم چې په تیاره کې دي،
20د ناپوهه خلکو استاذ او د ماشومانو ښوونکی یې. ته د شریعت خاوند یې چې په هغه کې په پوره توګه پوهه او حقیقت شته.
21نو بیا ته چې نورو ته تعلیم ورکوې، ولې خپل ځان ته تعلیم نه ورکوې؟ ته نورو ته وعظ کوې چې غلا مه کوئ، ایا ته په خپله غلا نه کوې؟
22ته وایې چې زنا مه کوئ، ایا ته په خپله زنا نه کوې؟ ته چې د بتانو څخه بد وړې، ایا ته بتخانې نه لوټ کوې؟
23ته چې په شریعت فخر کوې، ایا ته د شریعت په ماتولو سره د خدای بې عزتي نه کوې؟
24لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «ستاسو یهودیانو له امله غیریهودیان د خدای په هکله سپکې خبرې کوي.»
25که چېرې ته په شریعت باندې عمل وکړې، نو سنت کېدل ارزښت لري، خو که ته د شریعت نه سرغړونه کوې، نو هغه به داسې وي لکه چې ته بالکل سنت شوی نه یې.
26نو که چېرې یو غیریهودي چې سنت شوی نه دی او د شریعت په حکمونو باندې عمل کوي، ایا خدای به هغه سنت شوی ونه ګڼي؟
27او یو څوک چې په جسماني توګه سنت شوی نه دی خو د خدای په حکمونو باندې عمل کوي، نو هغه به تا خپله په هغه شریعت باندې چې درسره موجود دی او سنت شوی هم یې خو په شریعت باندې عمل نه کوې، ملامته کړي.
28ځکه چې رښتینی یهودي هغه نه دی چې یوازې په ظاهره یهودي وي او که چېرې څوک سنت شوی وي، نو معنی یې دا نه ده چې هغه رښتینی یهودي دی.
29بلکې رښتینی یهودي هغه دی چې په باطن کې یهودي وي، او رښتینی سنت کېدل د زړه سنت کېدل دي. دا د خدای د روح کار دی، نه د لیکل شوي شریعت کار. د داسې کس صفت د خدای له خوا کیږي، نه د انسان له خوا.