Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1دا لیک د پولوس له خوا دی چې د عیسی مسیح خدمتګار او د خدای له خوا غوره شوی رسول او د خدای د زېري د خپرولو دپاره ټاکل شوی دی.
2خدای د پخوا نه په سپېڅلو لیکنو کې د خپلو پیغمبرانو په وسیله د دې زېري وعده کړې وه.
3دا زېری د هغه د زوی په هکله دی چې په جسماني توګه د داود د نسل نه پیدا شوی دی
4او د هغه سپېڅلي روح په وسیله چې په هغه کې ؤ او د مرګ نه د بیا راژوندي کېدلو په وسیله خدای په خپل لوی قدرت سره وښودل چې هغه د خدای زوی دی. هغه زمونږ څښتن عیسی مسیح دی.
5خدای د هغه په وسیله او د هغه د نوم په خاطر په ما باندې فضل وکړ چې د هغه رسول شم او ټولو قومونو ته بلنه ورکړم چې ایمان راوړي او د مسیح اطاعت وکړي.
6په هغوی کې تاسو رومیان هم شامل یئ چې خدای رابللي یئ چې د عیسی مسیح اوسئ.
7زه دا سلامونه تاسو ټولو ته چې په روم کې یئ او په خدای باندې ګران یئ او د دې دپاره رابلل شوي یئ چې د خدای خلک اوسئ، وایم. زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.
8د هرڅه نه مخکې زه د عیسی مسیح په نوم ستاسو ټولو دپاره د خدای شکر کوم، ځکه چې په ټوله نړۍ کې خلک ستاسو د ایمان په هکله خبرې کوي.
9هغه خدای چې د زړه له کومي یې خدمت کوم او د هغه د زوی په هکله زېری خپروم، هغه زما شاهد دی چې زه په دوامداره توګه تل تاسو په خپلو دعاګانو کې یادوم.
10زه تل دا سوال کوم چې که د خدای رضا وي او ماته یوه لاره برابره شي چې څه موده وروسته تاسو ووینم.
11ځکه چې دا زما ارمان دی چې تاسو ووینم او د روحاني برکت څخه مو برخمن کړم، ترڅو ستاسو روح ورباندې قوي شي.
12زما مقصد دا دی چې مونږ د یو بل سره د خپل ایمان په وسیله مرسته وکړو ترڅو زمونږ د دواړو ایمان قوي شي، یعنې تاسو زما د ایمان په وسیله او زه ستاسو د ایمان په وسیله.
13زما خویندو او ورونو، زه نه غواړم چې تاسو بې خبره پاتې شئ چې ما څو څو ځلې نیت کړی دی چې ستاسو خواته درشم، خو تل زما مخنیوی شوی دی. زه غواړم چې ستاسو په منځ کې کار وکړم او روحاني حاصل یې ووینم لکه څنګه چې مې په نورو غیریهودي قومونو کې ولیدل.
14زه د ټولو خلکو په وړاندې مسوولیت لرم که هغه پرمختللي خلک دي او که وروسته پاتې خلک، که هغه پوه خلک دي یا ناپوهه.
15نو له دې امله زه دې ته هیله من یم چې تاسو ته هم چې په روم کې یئ زېری واوروم.
16زه په دې زېري نه شرمېږم، ځکه چې دا د خلاصون دپاره د خدای قدرت دی، د هر چا دپاره چې ایمان راوړي، لومړی د یهودیانو دپاره او بیا د غیریهودیانو دپاره.
17ځکه چې دا زېری مونږ ته دا ښکاره کوي چې خدای څنګه انسانان عادلان جوړوي او دا د ایمان څخه شروع کیږي او په ایمان باندې پای ته رسیږي. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «عادل انسان به د ایمان په وسیله ژوند کوي.»
18د خدای غضب له اسمانه په هغو ټولو نازلیږي چې بې دینه او بد کاره دي او د هغوی دا بد کارونه د خدای په هکله د حقیقت پېژندنې مخه نیسي.
19ځکه چې هغوی د خدای په هکله په حقیقت باندې پوهیږي، له همدې امله خدای په خپله دا هرڅه هغوی ته ښکاره کړي دي.
20ځکه چې د نړۍ د پیدایښت نه د هغه نه لیدونکي صفتونه یعنې د هغه تلپاتې قدرت او الهي ذات په هغو شیانو کې چې هغه پیدا کړي دي، په روښانه توګه لیدل کیږي. نو له دې امله د دې خلکو دپاره هېڅ عذر نشته.
21سره له دې چې هغوی خدای پېژانده، خو هغه ته یې د خدای په توګه عزت ورنه کړ او نه یې ترې شکرګزاري وکړه، بلکې د هغوی خیالونه باطل شول او پوچ مغزونه یې تیاره شول.
22هغوی دا دعوه کوي چې پوه دي، خو هغوی کم عقل دي.
23هغوی د نه فنا کېدونکي او د جلال نه ډک خدای عبادت کول پریښی دی او د هغو بتانو عبادت کوي چې د فاني انسانانو، مرغانو، حیواناتو او خزندو ته ورته جوړ شوي دي.
24له دې امله خدای هغوی د خپلو زړونو د نفساني غوښتنو پوره کولو ته پرېښودل، ترڅو خپل بدنونه یو د بله سره ناپاک او فاسد کړي.
25هغوی د خدای په هکله حقیقت په دروغو بدل کړ او د خالق په ځای یې د هغه د مخلوق عبادت او خدمت وکړ یعنې هغه خالق چې تل ترتله د ثنا او صفت لایق دی. امین.
26نو ځکه خدای هغوی خپل د شرم نه ډکو نفساني غوښتنو ته پرېښودل. حتی د هغوی ښځو عادي جنسي اړیکې پرېښودلې او د هغې په ځای یې په خپل منځ کې سره جنسي اړیکې خپلې کړې.
27په همدې ډول سړیو هم د ښځو سره عادي جنسي اړیکې پرېښودلې او د خپل همجنس سره یې د جنسي اړیکو سخت خواهشات پیدا کړل. یو سړي به د بل سړي سره له شرمه ډک کارونه کول او په نتیجه کې هغوی په خپلو ځانونو باندې هغه سزا راوستله چې د خپلو بې لاریو له امله د هغې لایق وو.
28څرنګه چې هغوی د دې نه انکار وکړ چې حتی د خدای په هکله فکر وکړي، نو هغه هم هغوی خپلو فاسدو خیالونو ته پرېښودل، ترڅو داسې کارونه وکړي چې باید ونه شي.
29هغوی د هر ډول بدو کارونو، بدیو، حرص، کینې، بخیلتوب، قتل، جګړو، غولونې او بدو نیتونو څخه ډک دي. هغوی د یو بل پسې اوازې خپروي
30او خبرې کوي، د خدای څخه کرکه کوي او د یو بل سپکاوی کوي. هغوی مغرور او لافې وهونکي خلک دي. هغوی د بدیو دپاره نوې لارې چارې جوړوي او د خپل مور او پلار د امر نه سرغړونه کوي.
31هغوی ناپوهه، بې وفا، بې مینې او بې رحمه خلک دي.
32هغوی د خدای د دې عادلانه حکم څخه ښه خبر دي چې څوک چې داسې کارونه کوي هغوی د مرګ لایق دي، خو هغوی نه یوازې دا چې خپله داسې کارونه کوي، بلکې نور هم دې ته هڅوي چې داسې کارونه وکړي.