Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1کله چې مونږ روغ رمټ د بحیرې غاړې ته ورسېدلو، نو پوه شولو چې دا د مالتا په نوم جزیره ده.
2د هغه ځای خلکو په مونږ ډېره مهرباني وکړه او څرنګه چې هوا سړه وه او باران اورېده، نو اور یې راته بل کړ او مونږ ټولو ته یې تود هرکلی ووایه.
3پولوس یو څه لرګي راټول کړل او هغه یې اور ته واچول او د اور د ګرموالي له امله یو زهرجن مار راووت او د هغه د لاس پورې ونښته.
4کله چې د هغه ځای خلکو ولیدل چې د پولوس په لاس پورې مار ځوړند دی، نو یو بل ته یې سره وویل: «دا سړی به خامخا قاتل وي. که څه هم هغه له بحیرې څخه وژغورل شو، خو الهي عدالت به هغه ژوندی پرېنږدي.»
5خو پولوس هغه مار اور ته ورګوزار کړ او کوم زیان ورته ونه رسېده.
6هغوی په دې تمه وو چې پولوس به زر وپړسیږي او یا به ناڅاپه راولویږي او مړ به شي. خو کله چې هغوی ډېر انتظار وویست او ویې لیدل چې په هغه باندې هېڅ هم ونه شول، نو فکرونه یې بدل شول او ویې ویل: «دا هم یو خدای دی.»
7هغه ځای ته نژدې د هغې جزیرې د حاکم پوبلیوس ځمکې وې. هغه په مهربانۍ سره مونږ ته هرکلی ووایه او درې ورځې یې په خپل کور کې مېلمانه کړو.
8هغه وخت د پوبلیوس پلار ناروغه پروت ؤ. هغه تبه لرله او د پېچ په ناروغۍ اخته ؤ. پولوس د هغه کوټې ته ننوت، د هغه دپاره یې دعا وکړه، خپل لاس یې ورباندې کېښود او هغه ته یې شفا ورکړه.
9کله چې دا کار وشو، نو د جزیرې نور ناروغان هم راغلل او روغ شول.
10هغوی مونږ ته ډېر سوغاتونه راکړل او کله چې مونږ غوښتل لاړ شو، نو کومو شیانو ته چې په سفر کې مو ورته اړتیا لرله، هغه یې مونږ ته کشتۍ ته راوړل.
11درې میاشتې وروسته د سکندریې په یوه کشتۍ کې چې د دوه غبرګوني خدایانو کیستر او پولوکس توږل شوې مجسمې ورباندې لګېدلې وې او ژمی یې په هغې جزیرې کې تېر کړی ؤ، لاړو.
12مونږ د سراکیوس ښار ته ورسېدلو او درې ورځې هلته پاتې شولو.
13بیا د هغه ځای څخه په کشتۍ کې روان شولو او د ریغیون ښار ته ورسېدلو. بیا یوه ورځ وروسته جنوبي بادونه پیل شول او په دوو ورځو کې د پوتیولي بندر ته ورسېدلو.
14په هغه ځای کې مونږ ځینې ایمانداران ولیدل او هغوی زمونږ څخه وغوښتل چې د یوې هفتې دپاره ورسره پاتې شو. په دې ډول مونږ روم ته ورسېدلو.
15کله چې د روم ایمانداران زمونږ د راتللو څخه خبر شول، نو هغوی د آپیاس تر بازاره او هغه ځای پورې چې د درې مېلمستونونو په نوم یادېده، زمونږ لیدلو ته راغلل. کله چې پولوس هغوی ولیدل، نو د خدای شکر یې وویست او زړور شو.
16کله چې مونږ روم ته ورسېدلو، نو پولوس ته اجازه ورکړل شوه چې د یو رومي عسکر سره چې د هغه ساتنه یې کوله، په یو شخصي کور کې واوسیږي.
17درې ورځې وروسته پولوس د هغه ځای د یهودیانو مشران غونډې ته راوغوښتل. کله چې هغوی سره راټول شول، نو ورته ویې ویل: «ای زما ورونو، که څه هم ما د خپلو خلکو او د خپلو نیکونو د دودونو او دستورونو په خلاف کوم کار نه دی کړی، خو بیاهم زه په اورشلیم کې بندي شوم او رومیانو ته وسپارل شوم.
18کله چې رومیانو زما څخه څېړنې وکړې نو غوښتل یې چې ما ازاد کړي، ځکه هغوی پوه شول چې ما داسې کوم کار نه دی کړی چې د مرګ سزا دې راته راکړل شي.
19خو کله چې د یهودیانو مشرانو مخالفت وکړ، نو زه دې ته مجبور شوم چې امپراتور ته عرض وکړم. البته ما سره ه��څ داسې څه نشته چې د خپل قوم په خلاف یې ووایم.
20نو له دې امله مې راوغوښتلئ چې تاسو ووینم او خبرې درسره وکړم چې زه د هغه چا په خاطر په زولنو تړل شوی یم چې د اسراییلو خلک ورته هیله مند دي.»
21یهودي مشرانو ځواب ورکړ: «مونږ ته ستا په هکله له یهودیې څخه کوم لیک نه دی رارسېدلی او نه زمونږ د یهودي ورونو څخه کوم څوک دلته راغلی دی چې ستا په هکله یې مونږ ته خبر راوړی وي او یا یې ستا په هکله کومه بده خبره کړې وي.
22خو مونږ غواړو چې ستا نظر واورو، ځکه مونږ پوهېږو چې خلک په هرځای کې د دې ډلې په خلاف خبرې کوي.»
23نو هغوی د پولوس سره یوه ورځ وټاکله او ډېر خلک د هغه کور ته راغلل. د سهار نه تر ماښامه پورې پولوس د هغوی سره د خدای د پاچاهۍ په هکله خپل پیغام یې بیان کړ او شاهدي یې ورکړه او کوښښ یې وکړ چې د موسی د شریعت او د پیغمبرانو له کتابونو څخه په کار اخیستلو سره هغوی د عیسی په هکله قانع کړي.
24ځینې د هغه په خبرو قانع شول، خو نورو ورباندې باور ونه کړ.
25هغوی په خپل منځ کې سره بې اتفاقه شول او روان شول. خو له تګ څخه مخکې پولوس دا خبره وکړه: «روح القدس د اشعیا نبي په وسیله ستاسو نیکونو ته څنګه ښه ویلي دي:
26دې قوم ته ورشه او ورته ووایه:‹تاسو به بیا بیا اورئ، خو پوه به نه شئتاسو به ګورئ، خو وبه نه وینئ څه
27ځکه چې زړونه د دې خلکو دي سخت شوياو په غوږونو دي درانهاو پټې شوې یې دي سترګېکه نه، نو سترګو به یې لیدلغوږونو به یې اورېدلپه زړونو کې به پوهېدلاو ماته به بېرته راګرځېدلي وایاو ما به شفا ورکړې وای›
28نو بیا پوه شئ چې دغه د خلاصون پیغام د خدای له خوا غیریهودیانو ته لېږل شوی دی او هغوی به یې مني.» [
29کله چې پولوس خپلې خبرې پای ته ورسولې، نو یهودیان لاړل او په خپل منځ کې یې سره بحث وکړ.]
30پولوس دوه کاله په یو کرایي کور کې اوسېده او هرڅوک چې به د هغه د لیدلو دپاره راتللو، نو هرکلی به یې ورته ویل.
31هغه د خدای د پاچاهۍ په هکله وعظ کاوه او د څښتن عیسی مسیح په هکله یې په زړورتیا او په ازادانه توګه تعلیم ورکاوه.