Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
44 verses
1کله چې دا پرېکړه وشوه چې مونږ به په کشتۍ کې ایټالیا ته ځو، نو هغوی پولوس او ځینې نور بندیان یولیوس ته چې د روم د امپراتور د لښکرو د کنډک یو منصبدار ؤ، وسپارل شول.
2بیا مونږ د ادرامیتیني په کشتۍ کې چې د اسیا د ولایت بندرونو ته روانه وه، سپاره شولو. زمونږ سره یو مقدوني سړی چې ارسترخوس نومېده او د تسالونیکیې څخه ؤ، هم ملګری ؤ.
3په بله ورځ مونږ د صیدون د ښار بندر ته ورسېدلو. یولیوس په پولوس مهربانه شو او هغه ته یې اجازه ورکړه چې خپلو ملګرو ته ورشي او چې کوم شي ته اړتیا ولري، هغوی یې ورته ورکړي.
4مونږ د صیدون څخه روان شولو، خو له دې امله چې باد مونږ ته مخامخ لګېده، نو د قبرس د جزیرې په بلې خوا لاړو، ځکه چې هلته باد نه لګېده.
5کله چې مونږ د قیلیقیې او پمفیلیې د بحیرو څخه تېر شولو، نو د میرا ښار ته چې د لیکیا په ولایت کې دی، ورسېدلو.
6په هغه ځای کې هغه منصبدار د سکندریې یوه کشتۍ پیدا کړه چې ایټالیا ته روانه وه او مونږ یې په هغې کې سپاره کړو.
7تر ډېرو ورځو پورې مونږ ورو ورو تللو او په ډېر تکلیف سره قنیدوس ته ورسېدلو. څرنګه چې باد مونږ ته مخامخ لګېده، نو بلې خواته مو حرکت وکړ او د کریت د جزیرې په هغې خوا چې د باد څخه پناه وه، روان شولو او د سلمونې د سیمې څخه تېر شولو.
8په سختۍ سره د بحیرې په غاړه تللو او یو ځای ته ورسېدلو چې د «خوندي بندر» په نوم یادېده او د لسیه ښار ته نژدې ؤ.
9هلته مونږ زیات وخت له لاسه ورکړ او زمونږ دپاره نور سفر کول خطرناک ؤ، ځکه چې د کفارې ورځ تېره شوې وه. نو پولوس هغوی ته دا مشوره ورکړه:
10«ای ملګرو، ماته ښکاري چې د دې ځای نه وروسته به زمونږ سفر خطرناک وي. یوازې کشتۍ او د هغې بار ته به لوی تاوان ونه رسیږي بلکې زمونږ ژوند ته به هم خطر وي.»
11خو هغه منصبدار د پولوس په ځای د کشتۍ د مشر او د کشتۍ د خاوند خبرو ته زیات غوږ نیوه.
12څرنګه چې هغه بندر د ژمي تېرولو دپاره مناسب نه ؤ، نو د هغوی څخه زیاتو یې دا پرېکړه وکړه چې له هغه ځای څخه حرکت وکړي او کوښښ وکړي چې فینکاس ته ورسیږي او ژمی هلته تېر کړي. فینکاس په کریت کې یو بندر دی چې جنوب غرب او شمال غرب خواته مخامخ دی.
13کله چې د جنوب له خوا نری نری باد راوالوت، نو هغوی فکر وکړ چې خپل مقصد ته ورسېدل. نو هغوی د کشتۍ لنګر راکش کړ او د کریت په غاړه روان شول.
14خو ډېر وخت نه ؤ تېر شوی چې یو توفاني باد چې د «شمال ختیځ» د باد په نوم یادیږي، د جزیرې څخه زمونږ خواته راوالوت.
15کشتۍ په توفان کې راګېره شوه او د دې امکان نه ؤ چې د باد مخالف طرف ته لاړه شي، نو مونږ نوره هڅه ونه کړه او پرې مو ښودله چې کوم طرف ته چې باد لګیږي هماغې خواته کشتۍ بوځي.
16مونږ د کاودا په نوم د یوې کوچنۍ جزیرې طرف ته چې د باد څخه پناه وه، روان شولو. په ډېرې سختۍ سره مو وکولای شول چې هغه کوچنۍ کشتۍ خوندي وساتو.
17هغه کوچنۍ کشتۍ یې لویې کشتۍ ته وخېژوله او لویه کشتۍ یې ګردچاپېره په رسیو باندې وتړله. هغوی وېرېدل چې د سیرتیس په شګو کې به ونښلي. هغوی د کشتۍ لنګر راښکته کړ او کشتۍ یې پرېښودله چې باد یې بوځي.
18په بله ورځ چې ډېر سخت توفان ؤ، نو هغوی د کشتۍ یو څه بار اوبو ته وغورځاوه.
19خو په درېمه ورځ یې د کشتۍ سامان په خپلو لاسونو بحیرې ته وغورځاوه.
20تر ډېرو ورځو پورې مونږ نه لمر ولیده او نه ستوري او سخت باد لګېده او نور زمونږ د خلاصون هېڅ هیله نه وه.
21په کشتۍ کې ناستو خلکو تر ډېره وخته پورې هېڅ شی نه وو خوړلي، نو پولوس د هغوی په مخکې ودرېده او ویې ویل: «ای ملګرو، تاسو باید زما خبره منلې وای او د کریت څخه مو حرکت نه وای کړی، نو د دې زیان او تاوان څخه به ساتل شوي وای.
22خو اوس تاسو ته مشوره درکوم چې زړور اوسئ! په تاسو کې به هېڅوک هم خپل ژوند له لاسه ورنه کړي، خو کشتۍ به ټوټې ټوټې شي،
23ځکه چې پرون شپه د هغه خدای چې زه د هغه یم او د هغه عبادت کوم، د هغه فرښته ماته راغله او زما په څنګ کې ودرېدله
24او ویې ویل: ‹پولوسه! مه وېرېږه، ځکه چې ته باید د امپراتور په مخکې ودرېږې. او ستا په خاطر به خدای د هغو ټولو کسانو ژوند چې تا سره په کشتۍ کې دي، وژغوري.›
25نو ای خلکو، زړور اوسئ! ځکه چې زه په خدای ایمان لرم. لکه څنګه چې ماته ویل شوي دي، همداسې به وشي.
26خو مونږ به د جزیرې په غاړه وغورځول شو.»
27دا څوارلسمه شپه وه چې مونږ د مدیترانې په بحیره کې د توفان له امله یوې خوا او بلې خواته وړل کېدلو. خو نژدې نیمه شپه وه چې کشتیوانانو دا ګومان وکړ چې وچې ته ورنژدې کیږي.
28هغوی د اوبو ژوروالی اندازه کړ او ویې لیدل چې څلوېښت متره ؤ او د لږې مسافې څخه وروسته یې چې بیا اندازه واخیستله، نو دېرش متره وه.
29هغوی وېرېدل هسې نه چې د ګټانو سره ولګیږي، نو د کشتۍ له شا نه یې څلور لنګرونه واچول او دعا یې وکړه چې زر سبا شي.
30کشتیوانانو کوښښ کاوه چې د کشتۍ څخه وتښتي او هغوی په دې بهانه چې غواړي د کشتۍ د مخکېنۍ برخې یو څو لنګرونه واچوي، کوچنۍ کشتۍ یې بحیرې ته ښکته کړه.
31خو پولوس هغه منصبدار او عسکرو ته وویل: «که چېرې کشتیوانان په کشتۍ کې پاتې نه شي، نو ستاسو څخه به هېڅوک هم ونه ژغورل شي.»
32نو عسکرو د کوچنۍ کشتۍ طنابونه پرې کړل او هغه یې پرېښودله چې په بحیره کې لاړه شي.
33د لمرخاته څخه مخکې پولوس د ټولو څخه وغوښتل چې یو څه شی وخوري. هغه وویل: «نن څوارلسمه ورځ ده چې تاسو دومره پرېشانه یئ چې هېڅ شی مو نه دي خوړلي.
34نو له دې امله تاسو ته سوال کوم چې لږ خواړه وخورئ، ځکه چې تاسو ورته اړتیا لرئ د دې دپاره چې ژوندي پاتې شئ. په تاسو کې به د هېچا د سر یو ویښته هم کم نه شي.»
35کله چې پولوس دا خبره وکړه، بیا یې لږه ډوډۍ راواخیستله، د ټولو په مخکې یې د خدای شکر وکړ، هغه یې ماته کړه او په خوړلو یې پیل وکړ.
36هغوی ټولو همت پیدا کړ او خواړه یې وخوړل.
37په کشتۍ کې مونږ ټول دوه سوه او شپږ اویا تنه وو.
38کله چې هغوی ټول ماړه شول، نو ټول غنم یې بحیرې ته ورګوزار کړل چې کشتۍ سپکه شي.
39کله چې سهار شو، نو کشتیوانانو وچه ځمکه ونه پېژندله، خو هغوی د خلیج غاړه ولیدله او پرېکړه یې وکړه چې که کېدای شي نو کشتۍ به په هغه ځای باندې وخېژوو.
40نو هغوی هغه طنابونه چې لنګرونه پرې تړل شوي وو، پرېکړل او هغه یې په بحیره کې پرېښودل او په هماغه وخت کې یې د کشتۍ د راشپېلونو طنابونه سست کړل. بیا هغوی د کشتۍ د مخکېنۍ برخې بادوان د باد خواته پورته کش کړ او کشتۍ د بحیرې غاړې ته روانه شوه.
41خو کشتۍ د اوبو لاندې د شګو د غونډۍ سره ولګېدله او هلته ونښتله. د کشتۍ مخکېنۍ برخه ډېره سخته ولګېدله او حرکت یې نه شو کولای، خو وروستنۍ برخه یې د سختو څپو له امله ټوټې ټوټې شوه.
42عسکرو پرېکړه وکړه چې ټول بندیان به ووژنو، هسې نه چې په لامبو وهلو وتښتي.
43خو هغه منصبدار غوښتل چې پولوس وژغوري، نو هغوی یې د دې کار څخه منع کړل. هغه امر وکړ چې اول دې هغه کسان چې لامبو وهلی شي، ځانونه اوبو ته وغورځوي او وچې ته دې ځانونه ورسوي.
44او نورو ته یې وویل چې په تختو او یا د کشتۍ په ټوټو باندې دې هغوی پسې ورشي. په دې ډول مونږ ټول روغ رمټ وچې ته ورسېدلو.