Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1اګریپاس پولوس ته وویل: «تاته اجازه درکول کیږي چې د خپل ځان څخه دفاع وکړې.» نو پولوس خپل لاس پورته کړ او د خپل ځان څخه یې داسې دفاع وکړه:
2«ای پاچا، زه خپل ځان بختور ګڼم چې نن ستاسو په حضور کې ولاړ یم او د هغو ټولو تورونو په خلاف چې د یهودیانو له خوا په ما لګېدلي دي، د خپل ځان څخه دفاع کوم.
3په ځانګړې توګه څرنګه چې تاسو د یهودیانو د ټولو دودونو او د هغوی ترمنځ چې کوم اختلافات موجود دي، د هغو ټولو سره بلد یئ. نو تاسو ته سوال کوم چې په پوره صبر او حوصلې سره زما خبرو ته غوږ ونیسئ.
4ټول یهودیان پوهیږي چې ما د ځوانۍ د وخت نه د خپلو خلکو سره او په اورشلیم کې څنګه ژوند تېر کړی دی.
5هغوی ما له پخوا څخه پېژني او که چېرې هغوی وغواړي نو کولای شي تصدیق کړي چې زه د فریسیانو د ډلې غړی وم چې دا زمونږه یوه ډېره سرسخته مذهبي ډله ده.
6اوس د دې دپاره چې د خدای د هغې وعدې په هیله یم چې زمونږ د نیکونو سره یې کړې ده، محاکمه کېږم.
7دا هغه وعده ده چې زمونږ د خلکو دولس قبیلې د هغې د پوره کېدلو په هیله شپه او ورځ عبادت کوي. ای پاچا! د همدې هیلې په خاطر یهودیان په ما باندې تورونه لګوي.
8تاسو هر یو ته دا ولې ناشونې ښکاري چې خدای مړي راژوندي کولای شي؟
9یو وخت ما خپله داسې فکر کاوه هرڅه چې کولای شم باید د عیسی ناصري د نوم سره د مخالفت کولو دپاره یې وکړم.
10ما په اورشلیم کې همداسې وکړل. د مشرانو کاهنانو څخه مې واک او اختیار تر لاسه کړ او ډېر ایمانداران مې زندان ته واچول او کله به چې هغوی ته د مرګ سزا ورکول کېدله، نو ما به هم د هغوی په خلاف رایه ورکوله.
11څو څو ځلې مې هغوی ته په کنیسو کې سزا ورکړې ده او کوښښ مې کاوه چې هغوی دې ته مجبور کړم چې د خپلې عقیدې څخه منکر شي. زما قهر او غضب تر دې حده پورې ورسېده چې حتی هغوی پسې به د نورو هېوادونو ښارونو ته تلم چې هغوی وځوروم.
12یوه ورځ زه د هغه واک او حکم له مخې چې د مشرانو کاهنانو له خوا راکړل شوی ؤ، د یو کار پسې دمشق ته روان وم.
13ای پاچا! کله چې زه د غرمې په وخت کې په لاره روان وم، نو ما یوه رڼا ولیدله چې د لمر څخه هم زیاته روښانه وه او د اسمان څخه راروانه وه او په ما او زما د سفر په ملګرو باندې وځلېدله.
14مونږ ټول په ځمکه باندې راولوېدلو. بیا مې په آرامي ژبه کې یو اواز واورېد چې ماته یې وویل: ‹ای شاووله، ای شاووله، ته ولې ما ځوروې؟ دا یو بې ګټې کار دی چې د خپل بادار د ارادې په وړاندې ودرېږې.›
15ما پوښتنه وکړه: ‹ای څښتنه، ته څوک یې؟› او څښتن وویل: ‹زه عیسی یم، یعنې هغه څوک چې ته یې ځوروې.
16خو اوس پاڅېږه او په خپلو پښو ودرېږه. زه تاته د دې دپاره راښکاره شوم چې تا خپل خدمتګار وټاکم او څه چې دې زما څخه ولیدل او هغه څه چې په راتلونکي کې به یې درته وښایم د هغو په هکله به شاهدي ورکړې.
17زه به تا د اسراییلو د قوم او غیریهودیانو څخه وژغورم. زه تا هغوی ته لېږم
18چې د هغوی سترګې خلاصې کړې، ترڅو هغوی د تیارې څخه رڼا ته او د شیطان د واکمنۍ څخه یې د خدای خواته راواړوې، ترڅو په ما باندې د ایمان راوړلو په وسیله د هغوی ګناهونه وبخښل شي او د خدای په سپېڅلو خلکو کې شامل شي.›
19نو ای پاچا! ما د هغه حکم څخه چې په اسماني رویا کې راته وشو، سرغړونه نه ده کړې.
20ما لومړی په دمشق او اورشلیم کې او بیا په ټوله یهودیه کې او همدارنګه غیریهودیانو ته مې اعلان وکړ چې د خپلو ګناهونو څخه توبه وباسي، د خدای خواته راوګرځي او داسې کارونه وکړي چې ثابته کړي چې هغوی توبه ویستلې ده.
21له همدې امله ځینو یهودیانو زه د خدای په کور کې ونیولم او کوښښ یې کاوه چې ما ووژني.
22خو تر نن ورځې پورې خدای وساتلم او دلته ولاړ یم او ټولو لویو او وړو ته شاهدي ورکوم. زه یوازې هغه څه وایم چې پیغمبرانو او موسی ویلي دي چې پېښ به شي،
23یعنې دا چې مسیح باید کړاوونه وزغمي او لومړنی کس به وي چې د مړو څخه به راژوندی شي او یهودیانو او غیریهودیانو دواړو ته به د خلاصون د رڼا اعلان وکړي.»
24پولوس لا د خپل ځان څخه د دفاع په خاطر خبرې کولې چې فستوس چیغې کړې: «ای پولوسه، ته لېونی یې! په ډېرو لوستلو لېونی شوی یې.»
25پولوس په ځواب کې وویل: «نه ښاغلیه! زه لېونی نه یم. زه په هوش یم او رښتیا او معقولې خبرې کوم.
26پاچا په دې ښه خبر دی او زه د هغه سره په زړورتیا سره خبرې کوم. زه په دې باندې ډاډه یم چې دا ټولې پېښې تاسو ته معلومې دي، ځکه چې هغه په کوم پټ ځای کې نه دي شوې.
27ای پاچا! تاسو په پیغمبرانو باندې عقیده لرئ؟ زه پوهېږم چې تاسو ورباندې عقیده لرئ.»
28اګریپاس پولوس ته وویل: «ته فکر کوې چې دومره زر به ما عیسوي کړې؟»
29پولوس وویل: «که لږ وخت ونیسي یا ډېر، خو زه خدای ته دعا کوم چې یوازې تاسو نه بلکې هغه ټول خلک چې نن زما خبرې اوري، زما په شان شي، البته زما په شان په زولنو کې نه.»
30بیا پاچا پاڅېد او والي، برنیکۍ او نور خلک چې د هغوی سره ناست وو، هم پاڅېدل.
31کله چې هغوی ووتل، نو یو بل ته یې سره وویل: «دې سړي داسې کوم کار نه دی کړی چې د مرګ یا زندان ته د اچولو وړ وي.»
32اګریپاس فستوس ته وویل: «که چېرې دې سړي امپراتور ته عرض نه وای کړی، نو ازادېدلی شو.»