Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1کله چې فستوس قیصریې ته د والي په توګه راغی، نو درې ورځې وروسته اورشلیم ته لاړ.
2-
3هلته مشرانو کاهنانو او د یهودیانو مشرانو د پولوس په خلاف خپله دعوه هغه ته وړاندې کړه. هغوی د فستوس څخه غوښتنه وکړه چې ورباندې مهرباني وکړي او پولوس اورشلیم ته راوغواړي. ځکه چې هغوی ورته دسیسه جوړه کړې وه چې کمین ورته ونیسي او په لاره کې یې ووژني.
4فستوس ځواب ورکړ: «پولوس په قیصریه کې بندي ساتل شوی دی او زه په خپله ډېر زر بېرته هلته ورځم.
5نو ستاسو مشران دې زما سره قیصریې ته لاړ شي او که هغه کوم غلط کار کړی وي، نو دعوه دې پرې وکړي.»
6فستوس د اتو یا لسو ورځو دپاره په اورشلیم کې پاتې شو او بیا قیصریې ته لاړ. په بله ورځ هغه په محکمه کې په خپلې چوکۍ باندې کښېناست او امر یې وکړ چې پولوس راولي.
7کله چې پولوس راغی، نو هغه یهودیان چې د اورشلیم څخه راغلي وو د هغه څخه شاوخوا راتاو شول او په هغه باندې یې ډېر سخت تورونه ولګول چې ثابتولی یې نه شول.
8پولوس د خپل ځان څخه دفاع وکړه او ویې ویل: «ما نه د یهودیانو د شریعت په خلاف، نه مې د خدای د کور او نه مې د امپراتور په خلاف کوم غلط کار کړی دی.»
9خو فستوس غوښتل چې یهودیان خوشحاله کړي، نو د پولوس څخه یې پوښتنه وکړه: «ایا ته غواړې چې اورشلیم ته لاړ شې او د دې تورونو له امله چې درباندې لګېدلي دي په هغه ځای کې زما په حضور کې ستا محاکمه وشي؟»
10پولوس په ځواب کې وویل: «زه همدا اوس د امپراتور په محکمه کې یعنې هغه ځای کې چې باید زما قضیه په کې وچلیږي، ولاړ یم. تاسو ته ښه معلومه ده چې ما د یهودیانو په خلاف کوم جرم نه دی کړی.
11که چېرې زه مجرم یم او داسې کار مې کړی وي چې د مرګ د سزا لایق یم، نو د مرګ څخه نه تښتم. خو که چېرې هغه تورونه چې د دې یهودیانو له خوا په ما لګېدلي دي رښتیا نه وي، نو هېڅوک حق نه لري چې ما هغوی ته په لاس ورکړي. زه امپراتور ته عرض کوم چې خپله دې زما د قضیې په هکله پرېکړه وکړي.»
12بیا فستوس د خپلو مشاورانو سره د مشورې کولو نه وروسته په ځواب کې وویل: «دا چې تا امپراتور ته عرض کړی دی، نو امپراتور ته به لاړ شې.»
13څو ورځې وروسته اګریپاس پاچا او د هغه خور برنیکۍ قیصریې ته راغلل چې فستوس ته هرکلی ووایي.
14هغوی د څو ورځو دپاره هلته پاتې شول، نو فستوس د پولوس قضیه پاچا ته وړاندې کړه او ویې ویل: «دلته یو سړی دی چې فیلیکس په زندان کې پریښی دی.
15کله چې زه اورشلیم ته لاړم، نو د مشرانو کاهنانو او نورو یهودي مشرانو په هغه باندې تورونه ولګول او زما څخه یې وغوښتل چې هغه ته سزا ورکړم.
16خو ما هغوی ته ځواب ورکړ چې دا د رومیانو دود او دستور نه دی چې یو تورن سړی دې خپلو مدعیانو ته په لاس ورکړي، تر هغې چې هغه د خپلو مدعیانو سره مخامخ نه کړي او هغه ته دا موقع ورنه کړي چې د لګول شویو تورونو په وړاندې د خپل ځان څخه دفاع وکړي.
17کله چې هغوی دلته راغلل نو ځنډ مې ونه کړ او په بله ورځ په محکمه کې کښېناستم او امر مې وکړ چې هغه راولي.
18کله چې د هغه مدعیان پاڅېدل چې خبرې وکړي، هغوی ونه شو کولای چې هغه په هغو جرمونو باندې چې زما په خیال کې هم نه وو، ملامته کړي.
19هغوی د خپل دین او د یو سړي په هکله چې عیسی نومیږي او مړ شوی دی، د نظر اختلاف درلود او پولوس دعوه کوي چې هغه ژوندی دی.
20زه زړه نازړه وم چې څنګه د دې موضوع په هکله څېړنه وکړم، نو د پولوس څخه مې پوښتنه وکړه چې ایا ته غواړې چې اورشلیم ته لاړ شې او هلته دې قضیه وڅېړل شي.
21خو پولوس غوښتنه وکړه تر هغې پورې چې امپراتور د هغه د قضیې په هکله خپله پرېکړه نه وي کړې، هغه دې تر نظارت لاندې وساتل شي. نو ما امر وکړ، ترڅو پورې چې هغه امپراتور ته لېږم هغه دې بندي وساتل شي.»
22اګریپاس فستوس ته وویل: «زه غواړم چې په خپله د دې سړي خبرې واورم.» فستوس ځواب ورکړ: «سبا به د هغه خبرې واورې.»
23په بله ورځ اګریپاس او برنیکۍ په زیات شان او شوکت سره راغلل او د قوماندانانو او د ښار د مشرانو سره دربار ته ننوتل. بیا فستوس امر وکړ او پولوس یې حاضر کړ.
24بیا فستوس وویل: «ای اګریپاس پاچا او ټولو حاضرینو! تاسو دا سړی وینئ چې ټولو یهودیانو که دلته دي او که په اورشلیم کې دي، ورڅخه ماته شکایت کړی دی. هغوی چیغې وهلې چې دا سړی باید ژوندی پاتې نه شي.
25خو زما په نظر هغه کوم داسې کار نه دی کړی چې د مرګ سزا دې ورکړای شي. څرنګه چې هغه خپله عرض وکړ چې امپراتور دې د هغه د قضیې په هکله پرېکړه وکړي، نو ما پرېکړه وکړه چې هغه روم ته ولېږم.
26خو د هغه په هکله زما سره کوم ځانګړی څه شی نشته چې امپراتور ته یې ولیکم. نو هغه مې تاسو ټولو او په ځانګړې توګه ستاسې اګریپاس پاچا حضور ته راوست، ترڅو د هغه د قضیې تر څېړلو وروسته وکولای شم هغه ته یو څه ولیکم.
27ځکه چې زما په نظر دا خبره سمه نه ده چې یو بندي بې له کومو ښکاره تورونو امپراتور ته ولېږم.»