Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1پنځه ورځې وروسته لوی کاهن حنانیا د څو تنو مشرانو او د ترتولوس په نوم د یو وکیل سره قیصریې ته راورسېدل او د پولوس په ضد یې خپله دعوه والي ته وړاندې کړه.
2کله چې پولوس راوغوښتل شو، نو ترتولوس خپله دعوه داسې پیل کړه: «ښاغلیه، ستاسو د ښه مشرتوب له امله مونږ د دوامدارې سولې څخه برخمن شولو او زمونږ د وطن د ښېګڼې دپاره ډېر ضروري اصلاحات روان دي.
3مونږ په هرځای کې او په هر وخت کې ستاسو د دې کارونو دپاره د زړه له کومي ډېره مننه کوو.
4زه نه غواړم چې ستاسو ډېر وخت ونیسم، نو ستاسو څخه غوښتنه کوم چې د مهربانۍ له مخې زمونږ څو خبرو ته غوږ ونیسئ.
5مونږ ته معلومه شوې ده چې دا یو مصیبت جوړوونکی سړی دی او په ټوله نړۍ کې د یهودیانو په منځ کې شور او غوغا راپیدا کوي او د ناصریانو د مذهبي ډلې مشر دی.
6همدارنګه هغه کوښښ کاوه چې د خدای د کور بې عزتي وکړي، خو مونږ هغه ونیوه. [مونږ غوښتل چې د خپل شریعت له مخې هغه محاکمه کړو.
7خو لیسیاس قوماندان راغی او په زوره یې هغه زمونږ نه خلاص کړ
8او د هغه مدعیانو ته یې امر وکړ چې ستاسو حضور ته راشي.] که تاسو خپله د پولوس څخه پوښتنه وکړئ نو پوه به شئ چې زمونږ دعوه رښتیا ده.»
9بیا نورو حاضرو یهودیانو هم په پولوس باندې همدا تورونه ولګول او ویې ویل چې د ترتولوس ټولې خبرې رښتیا دي.
10والي پولوس ته اشاره وکړه چې خبرې وکړي او پولوس وویل: «زه خبر یم چې ډېر کلونه کیږي تاسو د دې قوم قاضي یئ، نو زه په خوشحالۍ سره ستاسو په مخکې د خپل ځان څخه دفاع کوم.
11تاسو ته به خپله معلومه شي چې د دولسو ورځو څخه زیات وخت نه کیږي چې زه اورشلیم ته د عبادت کولو دپاره تللی وم.
12هېچا زه نه یم لیدلی چې د خدای په کور کې مې د چا سره بحث کړی وي یا مې په کنیسې یا مې د ښار په کوم بل ځای کې خلک راپارولي وي.
13کوم تورونه چې هغوی په ما لګولي دي د هغو په هکله تاسو ته کوم ثبوت نه شي وړاندې کولای.
14خو زه ستاسو په حضور کې اقرار کوم چې زه د خپلو نیکونو د خدای په عبادت کولو کې د څښتن عیسی د لارې څخه پیروي کوم چې هغوی یې غلطه بولي. زه په هغو ټولو شیانو چې د موسی په شریعت او د پیغمبرانو په کتابونو کې لیکل شوي دي، عقیده لرم.
15زه خدای ته همداسې هیله لرم چې دوی یې لري او هغه دا چې نېک او بد خلک به دواړه د قیامت په ورځ له مړو نه راژوندي کیږي.
16نو زه تل کوښښ کوم چې د خدای او انسانانو په حضور کې پاک وجدان ولرم.
17وروسته له څو کلونو زه اورشلیم ته راغلم چې خپل قوم ته خیرات یوسم او قرباني وکړم.
18زه د خدای په کور کې د پاکوالي د مراسمو د سرته رسولو څخه وروسته هغوی ولیدم. هلته نه د خلکو ګڼه ګوڼه او نه کومه شور او غوغا وه.
19خو د اسیا د ولایت ځینې یهودیان چې هلته موجود وو، باید په خپله دلته حاضر شي او که زما په خلاف کوم څه لري، نو خپل تورونه دې وړاندې کړي.
20یا پرېږدئ چې په خپله دا خلک ووایي کله چې زه د شورا په مخکې ولاړ وم په ما کې کوم جرم پیدا کړی وي،
21بې له یو شي چې کله زه د هغوی په مخکې ولاړ وم او په لوړ اواز مې وویل: ‹زه نن له دې امله محاکمه کېږم چې په دې عقیده یم چې مړي به بیا راژوندي کیږي.›»
22خو فیلیکس چې د څښتن عیسی د لارې نه ښه خبر ؤ، نو محاکمه یې وځنډوله او ویې ویل: «کله چې لیسیاس قوماندان راورسېده، نو بیا به زه ستاسو د دعوې په هکله خپله پرېکړه وکړم.»
23هغه یو منصبدار ته امر وکړ چې پولوس تر نظارت لاندې ونیسي او هغه ته لږ څه ازادي ورکړي او د هغه ملګرو ته چې د هغه د اړتیاوو د پوره کولو دپاره ځي او راځي، اجازه ورکړي.
24څو ورځې وروسته فیلیکس د خپلې ښځې دروسیلې سره چې یهودۍ وه، راغی. هغه پولوس راوغوښت او د هغه خبرې یې چې په عیسی مسیح باندې د ایمان راوړلو په هکله کولې، واورېدلې.
25خو کله چې پولوس د عدالت، په خپل نفس باندې د واک لرلو او د قیامت د ورځې په هکله خبرې کولې، نو فیلیکس ووېرېده او ویې ویل: «د اوس دپاره همدومره بس دی. کله چې یو مناسب وخت پیدا شو بیا به دې راوغواړم.»
26په همدې وخت کې هغه په دې هیله ؤ چې پولوس به ورته رشوت ورکړي او له همدې امله به یې هغه هر وخت راغوښته او خبرې به یې ورسره کولې.
27کله چې دوه کاله تېر شول، نو پورکیوس فستوس د فیلیکس په ځای والي وټاکل شو. فیلیکس د یهودیانو د خوشحالولو دپاره پولوس په زندان کې پرېښود.