Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1پولوس په ځیر سره د شورا غړو ته وکتل او ویې ویل: «ای ورونو! ما تر نن ورځې پورې په پاک وجدان سره د خدای په حضور کې ژوند تېر کړی دی.»
2په دې خبره لوی کاهن حنانیا هغو خلکو ته چې د پولوس په خوا کې ولاړ وو، امر وکړ چې په خوله یې ووهئ.
3بیا پولوس هغه ته وویل: «خدای به دې ووهي، ای په چونه باندې سپین شوی دېواله. ته ناست یې چې د شریعت له مخې زما په هکله قضاوت وکړې، خو اوس د شریعت خلاف امر کوې چې ما ووهي.»
4نو هغو خلکو چې د پولوس په خوا کې ولاړ وو، وویل: «ته د خدای لوی کاهن ته سپکاوی کوې؟»
5پولوس ځواب ورکړ: «ای ورونو، زه نه پوهېدم چې هغه لوی کاهن دی. ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي چې د خپل قوم مشر ته بدې خبرې مه کوئ.»
6کله چې پولوس پوه شو چې د شورا ځینې غړي صدوقیان او ځینې یې فریسیان دي، نو په لوړ اواز یې وویل: «ای ورونو! زه فریسي یم او پلار مې هم فریسي ؤ. زه په دې خاطر محاکمه کېږم چې په دې هیله یم چې مړي به بیا راژوندي کیږي.»
7څنګه چې هغه دا خبره وکړه، نو د فریسیانو او صدوقیانو ترمنځ مخالفت پیدا شو او غونډه په دوو ډلو ووېشل شوه.
8(ځکه چې صدوقیان د قیامت د ورځې، فرښتو او پېریانو څخه منکر دي، خو فریسیان دا ټول مني.)
9په غونډه کې ډېر شورماشور او غوغا پیدا شوه او د فریسیانو د ډلې څخه د شریعت یو څو عالمان راپاڅېدل او په کلکه یې وویل: «مونږ په دې سړي کې هېڅ غلطي نه وینو. کېدای شي چې کوم روح یا فرښتې ورسره خبرې کړې وي.»
10دا مخالفت دومره سخت شو چې قوماندان ووېرېده چې هسې نه هغوی پولوس ټوټې ټوټې کړي، نو عسکرو ته یې امر وکړ چې غونډې ته ورننوځي او پولوس په زوره د هغوی له منځ نه راوباسي او نظامي قلعه ته یې بوځي.
11په هماغه شپه څښتن د پولوس په خوا کې ودرېده او ویې ویل: «زړور اوسه! لکه څنګه چې تا په اورشلیم کې زما په هکله شاهدي ورکړه، نو په روم کې هم باید شاهدي ورکړې.»
12کله چې ورځ شوه، نو ځینې یهودیان سره راټول شول او یوه دسیسه یې جوړه کړه او قسم یې وخوړ چې ترڅو پورې مو پولوس نه وي وژلی، نو نه به څه خورو او نه به څه څښو.
13کومو خلکو چې دا دسیسه جوړه کړې وه، شمېر یې د څلوېښتو تنو څخه زیات ؤ.
14بیا هغوی مشرانو کاهنانو او د قوم مشرانو ته ورغلل او ویې ویل: «مونږ قسم خوړلی دی تر هغې پورې چې پولوس مو نه وي وژلی، نو مونږ به هېڅ شی ونه خورو.
15نو اوس تاسو او د شورا غړي په دې بهانه چې غواړئ د هغه په هکله سم معلومات تر لاسه کړئ، د قوماندان څخه وغواړئ چې پولوس تاسو ته راولي. مونږ دې ته تیار یو چې دلته د رارسېدلو څخه مخکې هغه مړ کړو.»
16خو د پولوس د خور زوی د دې دسیسې څخه خبر شو او نظامي قلعه ته لاړ او پولوس یې خبر کړ.
17بیا پولوس یو منصبدار راوغوښت او ورته ویې ویل: «دا ځوان سړی قوماندان ته بوځه، ځکه هغه غواړي چې قوماندان ته کوم څه ووایي.»
18نو منصبدار هغه ځوان سړی قوماندان ته بوته او ورته ویې ویل: «زنداني شوي پولوس زه راوغوښتلم او زما څخه یې وغوښتل چې دا ځوان تاسو ته راولم، ځکه چې هغه غواړي تاسو ته څه ووایي.»
19قوماندان هغه له لاسه ونیو او یو ګوښه ځای ته یې بوته او پوښتنه یې ترې وکړه: «ته څه غواړې چې ماته یې ووایې؟»
20هغه وویل: «ځینو یهودیانو دسیسه جوړه کړې چې ستاسو څخه وغواړ�� چې پولوس سبا شورا ته بوځئ. هغوی به داسې یوه بهانه وکړي چې غواړي د هغه په هکله سم معلومات تر لاسه کړي.
21خو د هغوی خبرو ته غوږ مه نیسه، ځکه چې تر څلوېښتو زیات کسان هغه ته په کمین کې ناست دي او قسم یې خوړلی، ترڅو پورې یې چې پولوس مړ کړی نه وي، نو هغوی به نه څه خوري او نه به څه څښي. هغوی همدا اوس دې کار ته تیار دي او ستا ځواب ته انتظار وباسي.»
22نو قوماندان هغه ځوان رخصت کړ او هغه ته یې حکم وکړ: «څه چې دې ماته وویل هغه هېچا ته ونه وایې.»
23بیا قوماندان خپل دوه تنه منصبداران راوغوښتل او هغوی ته یې وویل: «دوه سوه پیاده او اویا تنه سپاره عسکر او دوه سوه نېزه لرونکي تیار کړئ چې نن شپه نهه بجې قیصریې ته لاړ شي.
24د پولوس دپاره هم یو څو اسونه تیار کړئ چې ورباندې سپور شي او روغ رمټ یې فیلیکس والي ته ورسوئ.»
25بیا قوماندان هغه ته یو خط ولیکه چې په کې داسې لیکل شوي وو:
26«د کلودیوس لیسیاس له خوا دې ښاغلي فیلیکس والي ته سلام وي.
27دا سړی یهودیانو نیولی ؤ او نژدې ؤ چې وژلی یې وای. خو کله چې زه خبر شوم هغه یو رومي دی، نو د خپلو عسکرو سره ورغلم او هغه مې ترې خلاص کړ.
28ما غوښتل په دې پوه شم چې هغوی پرې ولې تور لګولی دی، نو هغه مې د هغوی شورا ته بوته.
29زه پوه شوم چې هغه داسې کار نه دی کړی چې د مرګ لایق وي او یا دې په زندان کې واچول شي. کوم تور چې په هغه باندې لګېدلی دی هغه د هغوی د خپل شریعت پورې تړلې خبرې وې.
30خو کله چې زه خبر شوم چې د هغه د وژلو دپاره دسیسه جوړه شوې ده، نو سمدلاسه مې پرېکړه وکړه چې تاسو ته یې درولېږم او د هغه مدعیانو ته مې امر وکړ چې خپله دعوه دې تاسو ته وړاندې کړي.»
31نو عسکرو د حکم سره سم په هماغه شپه پولوس د انتیپاتریس ښار ته بوته.
32په بله ورځ پیاده عسکر بېرته خپلې نظامي قلعه ته راستانه شول او سپاره عسکر یې پرېښودل چې د پولوس سره لاړ شي.
33کله چې هغوی قیصریې ته ورسېدل، نو هغه لیک یې والي ته ورساوه او پولوس یې ورته وروسپاره.
34والي لیک ولوست او د پولوس څخه یې پوښتنه وکړه چې د کوم ولایت څخه دی. کله چې پوه شو چې هغه د قیلیقیې څخه دی،
35نو والي ورته وویل: «زه به هغه وخت ستا دعوه واورم چې کله ستا مدعیان راورسیږي.» بیا هغه امر وکړ چې پولوس دې د هیرودیس په ماڼۍ کې وساتل شي.