Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1پولوس هغوی ته وویل: «ای زما یهودي ورونو او پلرونو! زه چې اوس تاسو ته د خپل ځان څخه د دفاع دپاره څه وایم، ورته غوږ ونیسئ.»
2کله چې هغوی واورېدل پولوس په آرامي ژبه خبرې کوي، نو هغوی نور هم غلي شول. بیا پولوس وویل:
3«زه یهودي یم او د قیلیقیې په ترسوس کې پیدا شوی یم، خو دلته په اورشلیم کې لوی شوی یم او د غمالاییل شاګرد وم. د هغه څخه مې په ډېرې سختې طریقې سره زده کړل چې څنګه د خپلو نیکونو د شریعت څخه پیروي وکړم او په غیرت او شوق سره مې د خدای خدمت وکړ لکه څنګه چې تاسو یې کوئ.
4ما د مرګ تر حده د څښتن عیسی مسیح د لارې پیروان ځورول. ښځې او نران دواړه به مې نیول او په زندان کې به مې اچول.
5لوی کاهن او د یهودیانو د شورا ټول غړي کولای شي شاهدي ورکړي چې زه رښتیا وایم. هغوی ماته په دمشق کې د یهودي ورونو دپاره رسمي لیکونه راکړي وو. نو زه دمشق ته لاړم چې هغه خلک لاس تړلي اورشلیم ته راولم چې سزا ورته ورکړل شي.
6کله چې زه په سفر روان وم او دمشق ته نژدې شوم او د غرمې وخت نژدې ؤ، نو ناڅاپه د اسمان څخه یوه لویه رڼا زما شاوخوا وځلېدله.
7زه په ځمکه راولوېدم او یو اواز مې واورېد چې ویل یې: ‹شاووله، شاووله! ته ولې ما ځوروې؟›
8ما پوښتنه وکړه: ‹ای څښتنه، ته څوک یې؟› هغه ځواب راکړ: ‹زه عیسی ناصري یم، یعنې هغه څوک چې ته یې ځوروې.›
9زما ملګرو رڼا ولیدله، خو چا چې زما سره خبرې کولې د هغه اواز یې نه اورېدلو.
10ما پوښتنه وکړه: ‹څښتنه، زه څه وکړم؟› څښتن راته وویل: ‹پاڅېږه او دمشق ته لاړ شه. کله چې هلته ورسېدلې، نو په هغه ځای کې به د هغو ټولو کارونو په هکله چې ستا دپاره ټاکل شوي دي، درته وویل شي.›
11زه د هغې سختې رڼا له لاسه ړوند شوی وم، نو ملګرو مې له لاسه ونیولم او دمشق ته یې بوتلم.
12په هغه ښار کې یو سړی اوسېده چې حنانیا نومېده چې یو پرهېزګاره او په شریعت باندې ټینګ ولاړ ؤ او د هغه ځای ټولو یهودیانو د هغه ډېر درناوی کاوه.
13هغه راغی، زما په څنګ کې ودرېده او ویې ویل: ‹ای شاووله وروره، سترګې وغړوه.› په هماغه شېبه زه بینا شوم او هغه مې ولیده.
14هغه وویل: ‹زمونږ د نیکونو خدای ته د دې دپاره غوره کړی یې چې د هغه رضا وپېژنې، د هغه نېک خدمتګار ووینې او د هغه اواز د هغه د خپلې خولې څخه واورې.
15ځکه چې ته به د ټولو خلکو دپاره د هغه شاهد اوسې او څه چې دې لیدلي او اورېدلي دي، د هغو شاهدي به ورکوې.
16اوس څه شي ته انتظار کوې؟ پاڅېږه، د تعمید غسل واخله او څښتن ته دعا وکړه چې ګناهونه دې وبخښل شي.›
17کله چې زه بېرته اورشلیم ته راغلم او د خدای په کور کې مې دعا کوله، نو رویا مې ولیدله.
18په دې رویا کې مې څښتن ولیده چې راته ویل یې: ‹زر شه او سمدلاسه د اورشلیم څخه لاړ شه، ځکه چې د دې ښار خلک به زما په هکله ستا شاهدي ونه مني.›
19ما وویل: ‹څښتنه، هغوی په دې ښه پوهیږي چې زه هغه سړی یم چې ستا ایمانداران به مې زندان ته اچول او په هرې کنیسه کې به مې وهل.
20کله چې ستا شاهد استیفان ووژل شو، نو زه هلته ولاړ وم او په دې کار کې ورسره زما رضا وه او د هغه د قاتلانو د چپنو ساتنه مې کوله.›
21نو څښتن راته وویل: ‹لاړ شه، ځکه چې زه تا د لېرې ځایونو غیریهودیانو ته لېږم.›»
22خلکو تر دې ځای پورې د پولوس خبرو ته غوږ ونیوه، خو هغوی چیغې پیل کړې: «داسې سړی د دې نړۍ څخه ورک کړئ! هغه د دې لایق نه دی چې ژوندی پاتې شي.»
23هغوی چیغې وهلې، خپل څادرونه یې له ځمکې وهل او خاورې یې پورته بادولې.
24رومي قوماندان امر وکړ چې پولوس دننه نظامي قلعه ته بوځئ او په دورو یې ووهئ او پوښتنه ترې وکړئ، ترڅو دا معلومه شي چې خلک ولې د هغه په خلاف داسې چیغې وهي.
25خو کله چې هغوی پولوس وتړلو چې په دورو یې ووهي، نو پولوس د هغه منصبدار څخه چې په هغه ځای کې ولاړ ؤ، پوښتنه وکړه: «ایا تاسو ته قانون دا اجازه درکوي چې یو رومي سړی چې جرم هم ورباندې ثابت شوی نه وي، ووهئ؟»
26کله چې هغه منصبدار دا خبره واورېدله، نو قوماندان ته ورغی او پوښتنه یې ترې وکړه: «ته پوهېږې چې څه کوې؟ دا سړی خو رومي دی.»
27نو قوماندان پولوس ته ورغی او پوښتنه یې ترې وکړه: «ماته ووایه چې ته رومي یې؟» پولوس ځواب ورکړ: «هو.»
28قوماندان وویل: «ما په ډېره لوړه بیه دا تابعیت حاصل کړی دی.» پولوس ورته وویل: «خو زه رومي یم، ځکه چې مور او پلار مې رومیان دي.»
29نو کومو عسکرو چې غوښتل د پولوس څخه پوښتنې وکړي، هغه یې زر پرېښود او قوماندان هم ووېرېده، ځکه هغه پوه شو چې پولوس یو رومي سړی دی او د هغه په امر تړل شوی ؤ.
30په بله ورځ قوماندان وغوښتل په دې پوه شي چې په کوم معقول دلیل یهودیان په پولوس تور لګوي، نو پولوس یې ازاد کړ او مشرانو کاهنانو او ټولې شورا ته یې امر وکړ چې سره راټول شي. بیا هغه پولوس راوست او د هغوی په مخکې یې ودراوه.