Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
40 verses
1مونږ د افسیسانو د مشرانو سره خدای پاماني وکړه او له هغه ځای څخه روان شولو او په کشتۍ کې مخامخ د کاس جزیرې ته لاړو. په بله ورځ د رودوس جزیرې ته ورسېدلو او له هغه ځای څخه د پاترا د ښار بندر ته لاړو.
2په هغه ځای کې مونږ یوه کشتۍ پیدا کړه چې فنیقیې ته روانه وه، نو مونږ په کې سپاره شولو او لاړو.
3کله چې قبرس د لېرې نه ښکاره شو، نو مونږ د هغه د جنوب خوا څخه تېر شولو او د سوریې خواته روان شولو او د صور د ښار په بندر کې ښکته شولو، ځکه چې هلته یې د کشتۍ څخه بار ښکته کاوه.
4په هغه ځای کې مو ایمانداران پیدا کړل او یوه هفته د هغوی سره پاتې شولو. هغوی د روح القدس په لارښوونه پولوس ته وویل چې اورشلیم ته لاړ نه شي.
5خو کله چې هفته پوره شوه، نو مونږ بیا په سفر روان شولو. هغوی ټول د خپلو ښځو او ماشومانو سره زمونږ سره ملګري شول او د ښار څخه ووتلو او د بحیرې په غاړه په ګونډو شولو او دعا مو وکړه.
6بیا مو یو د بل سره خدای پاماني وکړه. مونږ په کشتۍ کې سپاره شو او هغوی بېرته خپلو کورونو ته لاړل.
7مونږ په بحیره کې د صور څخه خپل سفر ته دوام ورکړ او د پتولاماییس ښار ته ورسېدلو. هلته مو د ایماندارانو سره ستړي مشي وکړه او د یوې ورځې دپاره د هغوی سره پاتې شولو.
8په بله ورځ له هغه ځای څخه روان شولو او قیصریې ته ورسېدلو او هلته د فیلیپوس په کور کې چې زېری رسوونکی ؤ، پاتې شولو. هغه د هغو اووه کسانو څخه ؤ چې په اورشلیم کې د خوړو د وېشلو دپاره ټاکل شوي وو.
9فیلیپوس څلور پېغلې لورګانې لرلې چې نبوت به یې کاوه.
10کله چې مونږ څو ورځې هلته وو، نو د یهودیې څخه د اګابوس په نوم یو پیغمبر راغی.
11هغه مونږ ته راغی، د پولوس کمربند یې واخیست او په هغه باندې یې خپل لاسونه او پښې وتړلې او ویې ویل: «روح القدس داسې وایي: ‹په اورشلیم کې به یهودیان د دې کمربند خاوند همدا شان وتړي او غیریهودیانو ته به یې وسپاري.›»
12کله چې مو دا خبرې واورېدلې، نو مونږ او د هغه ځای خلکو پولوس ته زارۍ وکړې چې اورشلیم ته لاړ نه شي.
13خو پولوس په ځواب کې وویل: «تاسو څه کوئ؟ تاسو ولې ژاړئ او زما زړه ماتوئ؟ زه نه یوازې دې ته تیار یم چې بندي شم، بلکې دې ته هم تیار یم چې د څښتن عیسی په خاطر په اورشلیم کې مړ شم.»
14مونږ ونه شو کولای چې هغه ته قناعت ورکړو، نو غلي شولو او ومو ویل: «څه چې د څښتن رضا وي هماغسې دې وشي.»
15څو ورځې وروسته مونږ سفر ته تیاری ونیوه او اورشلیم ته روان شولو.
16د قیصریې څو شاګردان زمونږ سره ملګري شول او مونږ یې د مناسون کور ته چې د قبرس څخه ؤ او د لومړنیو ایماندارانو څخه ؤ، د اوسېدلو دپاره بوتلو.
17کله چې مونږ اورشلیم ته ورسېدلو، نو ایماندارانو راته تود هرکلی ووایه.
18بله ورځ پولوس زمونږ سره د یعقوب د لیدلو دپاره لاړ او د کلیسا ټول مشران هم په هغه ځای کې حاضر وو.
19پولوس په هغوی باندې سلام واچاوه او هغوی ته یې د هغو کارونو په هکله پوره راپور ورکړ چې خدای د هغه په وسیله په غیریهودیانو کې کړي وو.
20کله چې هغوی دا واورېدل، نو د خدای ثنا یې وویله. بیا هغوی پولوس ته وویل: «ای وروره، ته وینې چې په یهودیانو کې په زرګونو خلکو ایمان راوړی دی او هغوی د موسی په شریعت باندې ټینګ ولاړ دي.
21ه��وی ته ستا په هکله ویل شوي دي چې ته هغو یهودیانو ته چې د غیریهودیانو په هېوادونو کې اوسیږي، تعلیم ورکوې چې د موسی شریعت پرېږدي. همدارنګه هغوی ته وایې چې خپل اولادونه مه سنتوئ او د یهودیانو د رواجونو څخه پیروي مه کوئ.
22هغوی خامخا ستاسو د راتللو څخه خبریږي، نو بیا څه وکړو؟
23بیا هرڅه چې مونږ درته وایو هماغسې وکړه. دلته څلور کسان دي چې نذر یې منلی دی.
24د هغوی سره لاړ شه او په ګډه ورسره د پاکوالي مراسم په ځای کړه او هغوی ته پیسې ورکړه چې خپل سرونه وخرایي. نو په دې ډول به هغوی ټول په دې پوه شي څه چې ستا په هکله ویل شوي وو هغه رښتیا نه دي، بلکې ته په خپله هم د موسی د شریعت سره سم خپل ژوند تېروې.
25خو د هغو غیریهودیانو په هکله چې ایمانداران شوي دي، مونږ هغوی ته خپله پرېکړه په لیکلې توګه لېږلې ده چې هغوی باید د هغو خوړو څخه چې بتانو ته وړاندې کیږي، د وینې د خوړلو څخه، د هغه حیوان د غوښې د خوړلو څخه چې زندۍ شوی وي او د جنسي بدو اړیکو څخه خپل ځانونه وساتي.»
26نو بله ورځ پولوس هغه څلور تنه د ځان سره بوتلل او د هغوی سره یې د پاکوالي مراسم سرته ورسول. بیا هغه د خدای کور ته لاړ چې هغوی ته خبر ورکړي چې په څو ورځو کې به د پاکوالي مراسم پوره کیږي او له هغې وروسته به د هر یو دپاره قرباني وړاندې کړای شي.
27د پاکوالي د مراسمو اووه ورځنۍ دوره لا پای ته نه وه رسېدلې چې د اسیا د ولایت ځینو یهودیانو پولوس د خدای په کور کې ولیده. هغوی خلک ولمسول او پولوس یې ونیوه
28او چیغې یې ووهلې: «ای د اسراییلو خلکو، مرسته وکړئ او د دې سړي په خلاف زمونږ سره یوځای شئ. دا هغه سړی دی چې هر چېرته ځي او زمونږ د قوم، د موسی د شریعت او د خدای د کور په ضد هرچا ته تعلیم ورکوي. برسېره پر دې هغه یونانیان هم د خدای کور ته راوستلي دي او دا سپېڅلی ځای یې ورباندې ناپاکه کړی دی.»
29هغوی د دې دپاره دا خبرې وکړې چې له مخکې څخه یې تروفیموس چې د افسیس څخه ؤ، په ښار کې د پولوس سره لیدلی ؤ او فکر یې کاوه چې پولوس هغه د خدای کور ته راوستلی دی.
30په ټول ښار کې ګډوډي رامنځته شوه او خلکو د هرې خوا څخه رامنډې کړې، پولوس یې ونیو او په راښکلو یې د خدای د کور څخه دباندې راوویست او سمدلاسه د خدای د کور دروازې بندې شوې.
31کله چې خلکو هڅه کوله پولوس ووژني، په دې وخت کې د رومي لښکرو قوماندان ته خبر ورسېده چې په ټول اورشلیم کې غوغا جوړه شوې ده.
32قوماندان سمدلاسه خپل عسکر او منصبداران د ځان سره واخیستل او د ګڼې ګوڼې خواته یې ورمنډې کړې. کله چې خلکو قوماندان او عسکر ولیدل، نو د پولوس د وهلو نه یې لاس واخیست.
33بیا قوماندان پولوس ته نژدې ورغی او هغه یې ونیو او امر یې وکړ چې هغه په دوو زنځیرونو باندې وتړئ. بیا هغه پوښتنه وکړه: «دا سړی څوک دی او څه یې کړي دي؟»
34ځینو خلکو به په چیغو کې یو څه ویل او ځینو به بل څه. هلته دومره شور او غوغا وه چې قوماندان پوه نه شو چې حقیقت څه دی. نو امر یې وکړ چې هغه نظامي قلعه ته بوځي.
35کله چې هغوی د نظامي قلعه زینو ته ورسېدل، نو خلکو دومره زور راوړ چې عسکر مجبور شول پولوس په خپلو اوږو باندې یوسي،
36ځکه چې خلک ورپسې وو او چیغې یې وهلې: «هغه ووژنئ.»
37عسکرو لا پولوس نظامي قلعه ته نه ؤ رسولی چې قوماندان ته یې وویل: «ایا زه کولای شم تاته یو څه ووایم؟» قوماندان ورته وویل: «نو ته په یوناني ژبه هم خبرې کولای شې؟
38نو بیا ته هغه مصری نه یې چې څه موده مخکې یې اله ګوله جوړه کړې وه او څلور زره قاتلان یې د ځان سره دښتې ته بیولي وو؟»
39پولوس ځواب ورکړ: «زه یهودي یم او په قیلیقیه کې د ترسوس د ښار څخه یم چې یو مهم ښار دی. مهرباني وکړه اجازه راکړه چې د خلکو سره خبرې وکړم.»
40قوماندان ورته اجازه ورکړه، نو پولوس په زینې باندې ودرېده او د لاس په پورته کولو سره یې خلکو ته اشاره وکړه چې غلي شي. کله چې هغوی غلي شول، نو په آرامي یعنې د هغوی په ژبه یې د هغوی سره خبرې پیل کړې.