Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
38 verses
1کله چې شور او غوغا پای ته ورسېدله، نو پولوس ایمانداران راوغوښتل، هغوی یې وهڅول او خدای پاماني یې ورسره وکړه او مقدونیې ته روان شو.
2هغه د مقدونیې د سیمو له لارې تېرېده او ایماندارانو ته یې ډاډګېرنه ورکوله او بیا یونان ته ورسېده.
3درې میاشتې هلته پاتې شو. هغه تیاری ونیوه چې په کشتۍ کې سوریې ته لاړ شي، خو کله چې پوه شو چې یهودیانو د هغه په خلاف دسیسه جوړه کړې ده، نو پرېکړه یې وکړه چې د مقدونیې په لاره بېرته ستون شي.
4د پیروس زوی سوپاتروس چې د بیریې څخه ؤ، ارسترخوس او سکندوس د تسالونیکې څخه، ګایوس له دربې څخه، تیخیکاس او تروفیموس چې د اسیا د ولایت څخه او تیموتاوس د هغه د سفر ملګري وو.
5هغوی مخکې لاړل او په ترواس کې یې زمونږ انتظار کاوه.
6کله چې د فطیرې ډوډۍ د اختر ورځې تېرې شوې، نو مونږ د فیلیپيې څخه په کشتۍ کې روان شولو او په پنځو ورځو کې د هغوی سره په ترواس کې یوځای شولو او یوه هفته هلته پاتې شولو.
7د شنبې ورځې په ماښام مونږ د غوره ماښامي د مراسمو د لمانځلو دپاره سره راټول شولو. پولوس ایماندارانو ته خبرې وکړې، څرنګه چې هغه غوښتل بله ورځ په سفر لاړ شي، نو تر نیمې شپې پورې یې خپلو خبرو ته دوام ورکړ.
8پاس په بالاخانه کې چې مونږ په کې راټول شوي وو، ډېر څراغونه لګېدلي وو.
9هلته په کړکۍ کې یو ځوان ناست ؤ چې افتیخوس نومېده. کله چې پولوس خبرې کولې، نو په هغه ځوان باندې خوب راغی او په درانه خوب ویده شو او د درېم منزل څخه لاندې ځمکې ته راولوېد. کله یې چې راپورته کړ، نو هغه مړ شوی ؤ.
10پولوس لاندې ورښکته شو او خپل ځان یې په هغه ځوان باندې وروغورځاوه او هغه یې په غېږ کې ونیوه او هغوی ته یې وویل: «مه پرېشانه کېږئ، هغه ژوندی دی.»
11بیا پولوس بېرته بالاخانې ته وخوت، ډوډۍ یې ماته کړه او ویې خوړله. هغه تر لمرخاته پورې د هغوی سره خبرو ته دوام ورکړ او بیا روان شو.
12بیا خلکو هغه ځوان خپل کور ته ژوندی بوته او هغوی ډېر ارام شول.
13مونږ مخکې لاړو او په کشتۍ کې کښېناستو او د اسوس ښار ته روان شولو، چېرته چې مونږ غوښتل پولوس هم راسره په کشتۍ کې سپور شي. ځکه چې هغه نیت کړی ؤ چې د وچې لارې نه هغه ځای ته لاړ شي.
14کله چې پولوس په اسوس کې زمونږ سره مخامخ شو، نو هغه مو په کشتۍ کې سپور کړ او میتیلینې ته راغلو.
15د هغه ځای څخه په کشتۍ کې روان شو او په بله ورځ د خیوس جزیرې ته ورسېدلو. بله ورځ ساموس ته راغلو او د هغې ورځې په سبا میلیتوس ته ورسېدلو.
16ځکه چې پولوس پرېکړه کړې وه چې په کشتۍ کې د افسیس څخه تېر شي، ترڅو د اسیا په ولایت کې د وخت د ضایع کېدلو څخه مخنیوی وشي. هغه بیړه کوله چې که چېرې امکان ولري د پنتیکاست د ورځې نه مخکې اورشلیم ته ورسیږي.
17پولوس د میلیتوس څخه افسیس ته پیغام ولېږه او د کلیسا د مشرانو څخه یې وغوښتل چې راشي او د هغه سره وویني.
18کله چې هغوی راورسېدل، نو هغه ورته وویل: «تاسو ته معلومه ده چې د هماغې لومړۍ ورځې څخه چې زه د اسیا ولایت ته راورسېدم او څومره وخت چې ستاسو سره وم، نو تاسو سره مې څنګه ژوند تېر کړ.
19که څه هم د یهودیانو د دسیسو له امله په ما سختې ورځې راغلې، خو ما په پوره عاجزۍ او اوښکو تویولو سره د څښتن خدمت کړی دی.
20تاسو ته معلومه ده چې ما ستا��و د ښېګڼې دپاره د هېڅ شي څخه ډډه نه ده کړې او تاسو ته مې د خلکو په مخکې او کور په کور تعلیم درکړی دی.
21ما یهودیانو او غیریهودیانو دواړو ته په کلکه خبرداری ورکړ چې باید د خپلو ګناهونو څخه توبه وباسي او خدای ته رجوع وکړي او زمونږ په څښتن عیسی ایمان راوړي.
22زه اوس د روح القدس څخه په اطاعت کولو سره اورشلیم ته روان یم، خو نه پوهېږم چې هلته به زما سره څه کیږي.
23زه یوازې په دې پوهېږم چې روح القدس په هر ښار کې ما خبروي چې زندان او تکلیفونه زما په انتظار کې دي.
24زه د خپل ژوند هېڅ پروا نه لرم او هغه ماته کوم ارزښت نه لري. زه یوازې دا غواړم چې خپله وظیفه سرته ورسوم کومه چې څښتن عیسی راته سپارلې ده، هغه تر سره کړم چې هغه د خدای د فضل په هکله د خلکو خبرول دي.
25زه ستاسو ټولو په منځ کې ګرځېدلی یم او د خدای د پاچاهۍ په هکله مې وعظ کړی دی. اوس پوهېږم چې ستاسو څخه به یو کس هم نور زما مخ ونه ویني.
26نو له دې امله زه همدا نن تاسو خبروم چې که ستاسو څخه کوم څوک د تلپاتې ژوندون څخه بې برخې شي، نو زه به یې مسوول نه یم،
27ځکه چې ما تاسو ته هغه ټول شیان وویل چې خدای یې غواړي.
28په خپلو ځانونو او هغو ټولو خلکو باندې پام کوئ چې روح القدس تاسو د هغو د ساتنې دپاره ټاکلي یئ. د خدای په کلیسا باندې چې عیسی د خپلې وینې په بیه اخیستې ده، داسې پام کوئ لکه څنګه چې شپانه په خپلو رمو پام کوي.
29زه پوهېږم چې زما د تګ څخه وروسته به داړونکي لېوان ستاسو منځ ته درشي او رمه به په امان کې پرېنږدي.
30حتی ستاسو په منځ کې به داسې خلک پیدا شي چې د حقیقت په ځای به دروغ وایي، ترڅو ایمانداران خپل ځان ته راواړوي.
31نو بېداره اوسئ او دا خبره یاد ساتئ چې درې کاله مې شپه او ورځ تاسو هر یو ته نصیحت کاوه او ستاسو دپاره مې اوښکې تویې کړې.
32اوس زه تاسو خدای او د هغه د فضل نه ډک کلام ته سپارم، هغه کلام ته چې کولای شي تاسو ته قوت درکړي او هغه برکتونه درکړي چې خدای یې خپلو ټولو سپېڅلو خلکو د میراث په توګه ورکوي.
33ما هېڅکله د چا نه د سپینو زرو، سرو زرو او کالیو تمه نه ده کړې.
34تاسو خپله پوهېږئ چې ما په خپلو لاسونو زیار ویستلی او د خپل ځان او خپلو ملګرو اړتیاوې مې پوره کړې دي.
35ما چې کوم کارونه کړي دي په هغو کې مې تاسو ته وښودل چې څنګه باید زیار وباسو او د غریبانو سره مرسته وکړو او باید د څښتن عیسی هغه خبرې په یاد وساتو چې ویلي یې دي: ‹د اخیستلو څخه په ورکولو کې برکتونه ډېر دي.›»
36کله چې پولوس خپلې خبرې پای ته ورسولې، نو د هغوی سره یوځای په ګونډو شو او د هغوی ټولو سره یې دعا وکړه.
37بیا هغوی ټولو وژړل، هغه یې په غېږ کې ونیوه، ښکل یې کړ او خدای پاماني یې ورسره وکړه.
38هغوی په دې ډېر زیات غمجن شول، ځکه چې پولوس ویلي وو چې دوی به نور هېڅکله د هغه مخ ونه ویني. نو هغوی ورسره تر کشتۍ پورې لاړل.