Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
41 verses
1کوم وخت چې اپولوس په قرنتوس کې ؤ، نو پولوس د هغه ولایت له داخلي سیمو څخه تېر شو او افسیس ته ورسېده او هلته د څو ایماندارانو سره مخامخ شو.
2د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: «کله چې تاسو ایمان راوړ، نو روح القدس مو تر لاسه کړ؟» هغوی ځواب ورکړ: «نه، مونږ لا خبر هم نه یو چې روح القدس شته.»
3پولوس پوښتنه وکړه: «بیا تاسو ته د تعمید کوم ډول غسل درکړل شو؟» هغوی په ځواب کې وویل: «د یحیی د تعمید غسل.»
4پولوس وویل: «یحیی چې د تعمید کوم غسل ورکاوه، هغه د ګناهونو څخه د توبې ویستلو نښه وه او خلکو ته به یې ویل چې په هغه چا باندې ایمان راوړئ چې د هغه څخه وروسته راروان دی یعنې په عیسی باندې ایمان راوړئ.»
5کله چې هغوی دا واورېدل، نو د څښتن عیسی مسیح په نوم ورته د تعمید غسل ورکړل شو.
6کله چې پولوس د هغوی په سر باندې خپل لاس کېښود، نو روح القدس ورباندې نازل شو او هغوی په نورو ژبو خبرې پیل کړلې او د خدای پیغام یې رساوه.
7هغوی ټول شاوخوا دولس تنه وو.
8پولوس تر درې میاشتو پورې کنیسې ته تللو او په زړورتیا سره به یې د خلکو سره خبرې کولې او د خدای د پاچاهۍ په هکله به یې هغوی ته دلیل ویلو او بحث به یې کاوه چې هغوی قانع کړي.
9خو د هغوی څخه ځینې سرزورو خلکو ایمان نه راوړلو او د کنیسې د خلکو په مخکې به یې د څښتن عیسی مسیح لارې ته بد ویل. نو پولوس له هغوی څخه لاړ او شاګردان یې له ځان سره بوتلل او هره ورځ به یې د تیرانوس د غونډو په تالار کې بحثونه کول.
10دا کار تر دوو کالو پورې روان ؤ، ترڅو د اسیا د ولایت ټولو اوسېدونکو یعنې یهودیانو او یونانیانو دواړو د څښتن عیسی پیغام واورېد.
11خدای به د پولوس په وسیله لویې لویې معجزې ښودلې.
12خلکو به هغه دستمالونه او پېشبندونه چې د پولوس په بدن باندې وهل شوي وو، وړل او هغه به یې د ناروغانو په بدن باندې وهل او هغوی به روغېدل او پېریان به ورڅخه وتل.
13ځینو یهودیانو چې یوځای او بل ځای به ګرځېدل، کوښښ کاوه چې د څښتن عیسی په نوم پېریان وباسي. هغوی به پېریانو ته ویل: «زه د هغه عیسی په نوم چې پولوس یې وعظ کوي، امر کوم چې راووځه.»
14د یهودي لوی کاهن اسکیوا اووه زامنو به دا کار کاوه.
15خو یوه ورځ پېري هغوی ته ځواب ورکړ: «زه عیسی پېژنم او د پولوس په هکله مې هم اورېدلي دي، خو تاسو څوک یئ؟»
16نو بیا هغه پېریانو نیولي سړي په هغوی ورټوپ کړ او هغوی ټول یې تر پښو لاندې کړل او دومره یې ووهل چې د هغه کور څخه لوڅ او ژوبل شوي وتښتېدل.
17کله چې د افسیس ټول اوسېدونکي یهودیان او یونانیان د دې پېښې څخه خبر شول، نو په هغوی ټولو باندې وېره راغله او د څښتن عیسی نوم نور هم سرلوړی شو.
18ډېرو خلکو چې ایمان یې راوړی ؤ، راغلل او دا اقرار یې وکړ چې هغوی جادوګري کوله.
19ډېرو جادوګرانو خپل د جادوګرۍ کتابونه راټول کړل او د خلکو په مخکې یې وسوځول. کله چې هغوی د کتابونو قیمتونه حساب کړل، نو د هغو بیه پنځوس زره د سپینو زرو سکې شوې.
20په دې ډول د څښتن عیسی پیغام خپرېده او په خلکو یې ډېره اغېزه کوله.
21د دې ټولو پېښو نه وروسته پولوس د روح القدس په لارښوونه پرېکړه وکړه چې مقدونیې او جنوبي یونان ته سفر وکړي او وروسته بیا اورشلیم ته لاړ شي. هغه وویل: «هغه ځای ته �� تللو نه وروسته باید د روم ښار هم ووینم.»
22هغه خپل دوه ملګري یعنې تیموتاوس او اراستوس مقدونیې ته ولېږل او په خپله د یو څه وخت دپاره د اسیا په ولایت کې پاتې شو.
23په دې وخت کې د څښتن عیسی د لارې له امله سخت شور او غوغا پیدا شوه.
24هلته د دیمیتریوس په نوم یو زرګر ؤ چې د ارتیمیس د بت د عبادت ځای د سپینو زرو نمونې به یې جوړولې او په دې ډول یې د کسبګرو دپاره یو ښه او ګټور کاروبار برابر کړی ؤ.
25نو دیمیتریوس هغوی او د هغوی په شان نور کسبګر سره راټول کړل او ورته یې وویل: «ای ملګرو، تاسو پوهېږئ چې مونږ له همدې کاروبار څخه ښه ګټه تر لاسه کوو.
26لکه څنګه چې تاسو وینئ او اورئ چې دې پولوس یوازې په افسیس کې نه، بلکې د اسیا په ټول ولایت کې ګڼ شمېر خلک په خپلو خبرو ځان ته رااړولي او بې لارې کړي دي. هغه وایي چې د انسان په لاس جوړ شوي خدایان بالکل خدایان نه دي.
27نو دا خطر شته چې نه یوازې دا چې زمونږ کاروبار به بدنام شي، بلکې د دې خطر هم شته چې د لوی خدای ارتیمیس د عبادت ځای به هم بې اعتباره شي او د هغې شان او شوکت چې په اسیا او ټوله نړۍ کې ورته عبادت کیږي، هم له منځه لاړ شي.»
28کله چې هغوی دا خبرې واورېدلې، نو ډېر په قهر شول او چیغې یې ووهلې: «لویه ده د افسیسیانو ارتیمیس!»
29په ټول ښار کې شور او غوغا پیدا شوه. خلکو ګایوس او ارسترخوس چې د مقدونیې څخه وو او د پولوس د سفر ملګري وو، ونیول او په راښکلو راښکلو یې د ښار د غونډې ځای ته یووړل.
30پولوس غوښتل چې دننه ورشي او د خلکو سره خبرې وکړي، خو ایماندارانو هغه پرېنښود.
31د ولایت ځینو واکمنانو چې د پولوس ملګري وو هم هغه ته پیغام ورولېږه او هغه ته یې زاري وکړه چې د غونډې ځای ته لاړ نه شي.
32په دې وخت کې غونډه ګډه وډه شوه او ځینو به په چیغو چیغو کې یو څه او ځینو به بل څه ویل، ځکه چې په هغوی کې ډېر خلک په دې هم نه پوهېدل چې د څه دپاره دلته راټول شوي دي.
33ځینو یهودي مشرانو د سکندر په نوم سړی د خلکو د ګڼې ګوڼې مخې ته ورټېله کړ او هغه ته یې وویل چې یو څه باید ووایي. هغه په خپل لاس اشاره وکړه چې خلک غلي شي او کوښښ یې وکړ چې کوم څه چې شوي وو، هغه بیان کړي.
34خو کله چې خلک پوه شول چې سکندر یهودي دی، نو ټولو په یو اواز دوه ساعته چیغې ووهلې: «لوی دی د افسیسیانو خدای ارتیمیس!»
35په پای کې ښاروال خلک غلي کړل او ویې ویل: «ای د افسیس خلکو، ټولو ته معلومه ده چې د افسیس ښار د لویې ارتیمیسې د عبادتځای او د هغې سپېڅلې تیږې ساتونکی دی چې د اسمان څخه راغورځېدلې ده.
36نو څرنګه چې هېڅوک هم د دې حقیقتونو څخه انکار نه شي کولای، تاسو باید غلي شئ او بې سنجشه کار ونه کړئ.
37دا خلک چې تاسو دلته راوستلي دي هغوی نه د عبادتځای څخه غلا کړې ده او نه یې زمونږ خدای ارتیمیسې ته کفر ویلی دی.
38که چېرې دیمیتریوس او د هغه نور کسبګران د هغوی په خلاف دعوه چلول غواړي، نو د محکمو دروازې خلاصې دي او قاضیان هم شته، نو هغوی کولای شي چې په یو بل باندې دعوه وکړي.
39که تاسو نور څه غواړئ، نو د هغې په هکله دې په یوه رسمي غونډه کې پرېکړه وشي.
40ځکه چې دا خطر شته چې مونږ د نن ورځې د شور او غوغا په خاطر تورن شو او د دې ګډوډۍ دپاره کومه بهانه نشته او مونږ به ونه شو کولای چې د دې دپاره کوم سم دلیل وړاندې کړو.»
41کله چې هغه دا خبره وکړه نو د غونډې خلک یې رخصت کړل.