Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1له هغې وروسته پولوس له آتن څخه روان شو او قرنتوس ته لاړ.
2په هغه ځای کې هغه د یو یهودي سره چې اکیلا نومېده او په اصل کې د پونتوس څخه ؤ، مخامخ شو. اکیلا د خپلې ښځې پریسکیلا سره نوی له ایټالیا څخه راغلی ؤ، ځکه چې کلودیوس امپراتور امر کړی ؤ چې ټول یهودیان دې له روم څخه ووځي. پولوس لاړ چې د هغوی سره وګوري
3او په دې خاطر چې هغه هم د هغوی په شان خېمه جوړوونکی ؤ، نو د هغوی سره پاتې شو او یوځای یې ورسره کار کاوه.
4د هر سبت په ورځ هغه په کنیسه کې بحث کاوه او کوښښ یې کاوه چې یهودیانو او یونانیانو ته قناعت ورکړي.
5کله چې سیلاس او تیموتاوس د مقدونیې څخه راغلل، نو پولوس خپل ټول وخت د کلام په بیانولو تېر کړ. هغه یهودیانو ته دا شاهدي ورکوله چې عیسی هماغه مسیح دی.
6خو کله چې یهودیانو د هغه سره مخالفت وکړ او هغه ته یې بد رد وویل، نو پولوس خپل کالي وڅنډل او هغوی ته یې وویل: «ستاسو خون ستاسو په خپله غاړه دی. زه یې د مسوولیت څخه خلاص یم. زه به له دې وروسته غیریهودیانو ته ورځم.»
7نو پولوس له هغه ځای څخه لاړ او د تیتیوس یوستوس په نوم د یو غیریهودي کور ته چې د خدای عبادت به یې کاوه، لاړ. د هغه کور د کنیسې په څنګ کې ؤ.
8کرسپوس چې د کنیسې مشر ؤ، د خپلې ټولې کورنۍ سره په څښتن عیسی باندې ایمان راوړ. همدارنګه د قرنتوس ډېرو خلکو چې د پولوس پیغام یې اورېده، نو ایمان یې راوړ او د تعمید غسل ورته ورکړل شو.
9یوه شپه څښتن په رویا کې د پولوس سره خبرې وکړې او ورته ویې ویل: «مه وېرېږه، بلکې خپل تبلیغ کوه او غلی مه پاتې کېږه،
10ځکه چې زه درسره مل یم او هېڅوک به ونه شي کولای چې په تا باندې حمله وکړي او زیان درته ورسوي، ځکه چې په دې ښار کې ډېر داسې خلک شته چې زما دي.»
11نو پولوس د یو کال او شپږو میاشتو دپاره هلته پاتې شو او خلکو ته یې د خدای د کلام تعلیم ورکاوه.
12خو کله چې ګالیون د جنوبي یونان د اخیې د ولایت والي وټاکل شو، نو یهودیان سره راټول شول او پولوس یې ونیوه او محکمې ته یې راوست
13او ویې ویل: «دا سړی خلک په داسې ډول د خدای عبادت ته هڅوي چې د قانون خلاف دی.»
14څنګه چې پولوس خبرې پیل کړلې، نو ګالیون یهودیانو ته وویل: «ای یهودیانو، که چېرې په دې خبره کې کومه غلطي او یا کوم سخت جرم وای چې هغه کړی وي، نو ما به ستاسو دعوه اورېدلې وای.
15خو څرنګه چې دا ستاسو د بحثونو موضوع، اصطلاحګانو او ستاسو د خپل شریعت خبره ده، نو تاسو خپله یې باید حل کړئ. زه نه غواړم چې د دې شیانو په هکله قضاوت وکړم.»
16نو هغوی یې له محکمې څخه وویستل.
17خلکو سوستینیس چې د کنیسې مشر ؤ، راونیوه او د محکمې په مخکې یې وواهه. خو ګالیون یې کومه پروا ونه کړه.
18پولوس د څه وخت دپاره د ایماندارانو سره په قرنتوس کې پاتې شو او بیا یې د هغوی سره خدای پاماني وکړه او په کشتۍ کې د پریسکیلا او اکیلا سره سوریې ته لاړ. د کينخریې په ښار کې هغه خپل سر وخرایه، ځکه چې نذر یې ایښی ؤ.
19کله چې هغوی افسیس ته ورسېدل، نو پولوس پرسکیلا او اکیلا هلته پرېښودل. بیا یوازې کنیسې ته لاړ او هلته یې د یهودیانو سره بحث وکړ.
20هغوی ورڅخه وغوښتل چې د ډېر وخت دپاره پاتې شي، خو هغه ونه منله.
21نو د هغوی سره یې خدای پاماني وکړه او ویې ویل: «که د خدای رضا وي، نو بېرته به راشم.» نو هغه د افسیس څخه په کشتۍ کې روان شو.
22کله چې هغه په قیصریه کې د کشتۍ څخه راښکته شو نو اورشلیم ته لاړ او د کلیسا د خلکو سره د سلام او احوال اخیستنې څخه وروسته انطاکیې ته لاړ.
23په انطاکیه کې د څه مودې تېرولو څخه وروسته پولوس بیا په سفر روان شو او د غلاتیې او فریجیې په ټوله سیمه کې یې د یو ځای څخه بل ځای ته سفر کاوه او د ټولو ایماندارانو زړونه یې غښتلي کول.
24په دې وخت کې یو یهودي چې اپولوس نومېده او په اصل کې د سکندریې څخه ؤ، افسیس ته راغی. هغه یو ښه ویاند ؤ او د خدای په کلام ډېر ښه پوهېده.
25هغه ته د څښتن د لارې تعلیم ورکړل شوی ؤ او په زیات شور او شوق سره یې خبرې کولې او په سمه توګه یې د عیسی په هکله تعلیم ورکاوه، که څه هم هغه یوازې د یحیی د تعمید د غسل څخه خبر ؤ.
26هغه په کنیسه کې په زړورتیا سره خبرې پیل کړې. کله چې پریسکیلا او اکیلا د هغه خبرې واورېدلې، نو هغه یې ګوښه کړ او په سمه توګه یې ورته د خدای لاره بیان کړه.
27اپولوس جنوبي یونان ته د تګ په هکله فکر کاوه، نو د افسیس ایماندارانو هغه وهڅاوه چې لاړ شي. هغوی د اخیې ایماندارانو ته لیک ولېږه چې هغه ته تود هرکلی ووایي. کله چې هغه هلته ورسېده، نو د هغو خلکو سره یې ډېره مرسته وکړه چې د خدای په فضل سره یې ایمان راوړی ؤ.
28هغه د یهودیانو سره سخت بحث وکړ او د خلکو په مخکې یې د خدای د کلام څخه دا ثابته کړه چې عیسی هماغه مسیح دی.