Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1پولوس او سیلاس د امفیپولیس او اپولونیا د ښارونو څخه تېر شول او تسالونیکیې ته چې د یهودیانو کنیسه په کې وه، ورسېدل.
2پولوس د خپل عادت له مخې کنیسې ته لاړ او درې هفتې یې د هر سبت په ورځ د خدای د کلام په هکله د هغوی سره بحثونه وکړل.
3او دا یې ورته بیان او ثابت کړل چې مسیح باید تکلیفونه وزغمي او د مړینې څخه وروسته به بیا راژوندی شي. پولوس وویل: «همدا عیسی چې زه د هغه په هکله ستاسو سره خبرې کوم، هماغه مسیح دی.»
4ځینې یهودیان او زیات شمېر دینداره یونانیان او نامتو ښځې قانع شوې او پولوس او سیلاس سره یوځای شول.
5خو په دې کار د ځینو یهودیانو سره بخیلي راپیدا شوه. هغوی څو بېکاره او لوچک خلک د کوڅو څخه راټول کړل او یوه ډله یې جوړه کړه او په ښار کې یې شور او غوغا جوړه کړه. هغوی د یاسون په کور حمله وکړه او کوښښ یې کاوه چې پولوس او سیلاس پیدا کړي او خلکو ته یې راولي.
6خو چې کله یې هغوی پیدا نه کړل، نو یاسون او ځینې نور ایمانداران یې د ښار واکمنانو ته په راښکلو راوستل او چیغې یې وهلې: «دې خلکو نړۍ په بل مخ اړولې ده او اوس دلته راغلي
7او یاسون هغوی په خپل کور کې مېلمانه کړي دي. دوی ټولو د امپراتور قانون مات کړی او وایي چې دلته یو بل پاچا دی چې عیسی نومیږي.»
8کله چې خلکو او د ښار واکمنانو دا خبرې واورېدلې، نو ډېر ناارامه شول.
9نو هغوی د یاسون او نورو ایماندارانو څخه ضمانت واخیست او هغوی یې پرېښودل چې لاړ شي.
10څنګه چې شپه شوه، نو ایماندارانو پولوس او سیلاس بیریې ته ولېږل. کله چې هلته ورسېدل، نو د یهودیانو کنیسې ته لاړل.
11د بیریې یهودیان د تسالونیکې د یهودیانو څخه د روښانه فکر خاوندان وو. ځکه چې هغوی په ډېر شوق سره پیغام ومنلو او هره ورځ به یې په غور سره د خدای کلام لوسته، ترڅو په دې پوه شي چې کوم څه چې پولوس وایي هغه رښتیا دي که نه.
12نو له همدې امله په هغوی کې ډېرو خلکو ایمان راوړ او همدارنګه ډېرو نامتو یوناني ښځو او سړیو هم ایمان راوړ.
13خو کله چې د تسالونیکیې یهودیان خبر شول چې پولوس په بیریه کې هم د خدای کلام بیانوي، نو هلته راغلل چې خلک ولمسوي او د پولوس په خلاف یې راپورته کړي.
14نو ایماندارانو سمدلاسه پولوس د بحیرې غاړې ته ولېږه، خو سیلاس او تیموتاوس په بیریه کې پاتې شول.
15کومو خلکو چې پولوس یې بدرګه کاوه، د هغه سره د آتن تر ښاره پورې لاړل. بیا پولوس هغوی ته لارښوونه وکړه چې کله بېرته خپل کور ته ورسېدلئ، نو سیلاس او تیموتاوس ته ووایئ چې زر تر ژره آتن ته راشي.
16په هغه وخت کې چې پولوس په آتن کې د سیلاس او تیموتاوس دپاره انتظار کاوه، نو کله چې هغه ولیدل چې هغه ښار د بتانو څخه ډک دی، ډېر خفه شو.
17هغه به په کنیسه کې د یهودیانو او دینداره غیریهودیانو سره بحثونه کول او هره ورځ به یې د ښار په بازارونو کې د هغو خلکو سره چې هلته ورسره مخامخ کېدل، هم بحثونه کول.
18ځینو اپیکوري او رواقي فیلسوفانو هم د هغه سره بحث کاوه. ځینو خلکو به پوښتنه کوله: «دا جاهل غواړي څه ووایي؟» نورو به ویل: «داسې ښکاري چې هغه د نورو خدایانو په هکله خبرې کوي.» دا یې ځکه وویل چې پولوس د عیسی او د قیامت په هکله زېری ورکاوه.
19نو هغوی پولوس شورا ته چې د مریخ په غونډۍ کې وه، راوست او ویې ویل: «مونږ غواړو پوه شو چې دا نوی تعلیم چې ته یې ورکوې هغه د څه شي په هکله دی؟
20ځینې خبرې چې ته یې کوې هغه مونږ ته حیرانوونکې ښکاري. مونږ غواړو چې د هغو په معنی پوه شو.»
21(ځکه چې د آتن خلکو او هغو پردیو خلکو چې هلته اوسېدل، دا خوښول چې خپل ټول وخت د نویو نظرونو په هکله په خبرو کولو او اورېدلو تېر کړي.)
22پولوس د مریخ د غونډۍ د شورا په مخکې ودرېده او ویې ویل: «ای د آتن خلکو! زه پوه شوم چې تاسو ډېر مذهبي خلک یئ.
23ځکه کله چې زه ستاسو په ښار کې ګرځېدم او ستاسو د عبادت شیانو ته مې کتل، نو د قربانۍ یو ځای مې ولید چې پرې لیکل شوي وو: ‹د یو نامعلوم خدای دپاره.› تاسو چې د کوم شي عبادت کوئ او نه یې پېژنئ، د هغه په هکله تاسو ته خبرې کوم.
24هغه خدای چې نړۍ او هرڅه چې په هغې کې دي، پیدا کړي دي، هغه د ځمکې او اسمان څښتن دی او د انسانانو په لاس جوړ شویو عبادتځایونو کې نه اوسیږي.
25همدارنګه نه هغو شیانو ته کومه اړتیا لري چې انسانان یې په خپلو لاسونو هغه ته تیاروي، ځکه چې خدای په خپله انسانانو ته ژوند، ساه او هرڅه ورکوي.
26هغه ټول قومونه د یو انسان د نسل څخه پیدا کړل چې د ټولې نړۍ په بېلو بېلو ځایونو کې واوسیږي. د هغوی دپاره یې وختونه او د ځایونو حدونه وټاکل چې چېرته به اوسیږي.
27د هغه مقصد دا ؤ چې هغوی د خدای په لټه کې اوسي، هغه ته ځانونه ورسوي او پیدا یې کړي، که څه هم هغه زمونږ هر یو څخه لېرې نه دی.
28لکه څنګه چې یو چا ویلي دي:‹په هغه کې زمونږ ژوند، زمونږ حرکت او زمونږ موجودیت دی.›لکه څنګه چې ستاسو ځینو شاعرانو ویلي دي:‹مونږ هم د هغه اولادونه یو.›
29نو څرنګه چې مونږ د خدای اولادونه یو، نو باید داسې فکر ونه کړو چې د خدای ذات د یوې مجسمې په شان دی چې د انسان په هنر او مهارت د سرو زرو، سپینو زرو یا تیږو څخه جوړه شوې وي.
30په هغه وخت کې چې خلکو خدای نه پېژانده، خدای په دې شیانو سترګې پټولې. خو اوس هغه په هرځای کې ټولو خلکو ته حکم کوي چې توبه وباسي.
31ځکه چې خدای یوه ورځ ټاکلې ده چې هغه به د عدالت له مخې د نړۍ قضاوت د هغه چا په وسیله کوي چې هغه غوره کړی دی. او د هغه کس په بیا راژوندي کولو سره یې دا خبره ټولو خلکو ته ثابته کړې ده.»
32کله چې هغوی د پولوس څخه د مړو نه د راژوندي کېدلو خبره واورېدله، نو ځینو ورباندې ملنډې ووهلې، خو نورو وویل: «مونږ به په دې هکله په کوم بل وخت کې ستا خبرې بیا واورو.»
33نو په دې ډول پولوس د هغوی څخه لاړ.
34خو یو څو تنه د پولوس سره یوځای شول او ایمان یې راوړ، چې دیونیسوس چې د مریخ د غونډۍ د شورا غړی ؤ او همدارنګه یوه ښځه چې دامریس نومېدله او ځینې نور خلک هم ورسره وو.