Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
40 verses
1پولوس دربې او لسترې ته ورسېده او په لستره کې یې ولیدل چې د تیموتاوس په نوم یو ایماندار اوسېده چې مور یې یهودۍ ایمانداره وه، خو پلار یې یوناني ؤ.
2د لسترې او قونیې ایماندارانو د هغه صفت کاوه.
3پولوس غوښتل چې تیموتاوس د ځان سره بوځي، نو هغه یې د هغو ځایونو د یهودیانو په خاطر سنت کړ. هغه ځکه داسې وکړل چې ټولو ته معلومه وه چې د تیموتاوس پلار یوناني ؤ.
4کله چې هغوی د یو ښار نه بل ښار ته سفر کاوه، نو کومې پرېکړې چې رسولانو او مشرانو په اورشلیم کې کړې وې، هغه یې ایماندارانو ته رسولې، ترڅو عمل ورباندې وکړي.
5نو کلیساګانې په ایمان کې قوي کېدلې او د ایماندارانو شمېر ورځ په ورځ زیاتېده.
6هغوی د فریجیې او غلاتیې د سیمو څخه تېر شول، ځکه چې روح القدس هغوی د اسیا په ولایت کې د څښتن عیسی د پیغام ورکولو څخه منع کړي وو.
7کله چې هغوی د میسیه سرحد ته ورسېدل، نو کوښښ یې وکړ چې د بتونیې ولایت ته لاړ شي، خو د عیسی روح یعنې روح القدس هغوی ته اجازه ورنه کړه.
8نو هغوی د میسیه څخه تېر شول او د ترواس ښار ته لاړل.
9په هماغه شپه پولوس رویا ولیدله چې یو مقدونی سړی ولاړ دی او هغه ته زاري کوي او وایي: «مقدونیې ته راپورې وځه او زمونږ سره مرسته وکړه.»
10څنګه چې پولوس دا رویا ولیدله، نو مونږ سمدلاسه تیار شولو چې مقدونیې ته لاړ شو. ځکه مونږ دې نتیجې ته ورسېدلو چې خدای مونږ رابللي یو چې د هغه ځای خلکو ته زېری ورسوو.
11په ترواس کې په کشتۍ کې سپاره شو او سیده د ساموتراکې جزیرې ته لاړو او په بله ورځ د نیاپولیس ښار ته لاړو.
12له هغه ځای څخه فیلیپي ته چې د مقدونیې د لومړۍ ناحیې یو ښار ؤ او د رومیانو مستعمره وه، لاړو او د یو څو ورځو دپاره په هغه ښار کې پاتې شو.
13د سبت په ورځ مونږ د ښار له دروازې نه ووتلو او د سیند غاړې ته چې مونږ فکر کاوه د یهودیانو د دعا کولو ځای به وي، لاړو. هلته کښېناستلو او په هغه ځای کې مو د راټولو شویو ښځو سره خبرې وکړې.
14په هغو ښځو کې چې زمونږ خبرو ته یې غوږ ایښی ؤ د یوې نوم لیدیه ؤ چې د ارغواني قیمتي ټوټو سوداګره او د تیاتیرا د ښار اوسېدونکې وه. هغه داسې ښځه وه چې د خدای عبادت یې کاوه او څښتن د هغې ذهن جوړ کړ چې څه چې پولوس وایي هغه ومني.
15بیا هغې او د هغې کورنۍ ته د تعمید غسل ورکړل شو او هغې مونږ خپل کور ته راوبللو او ویې ویل: «که چېرې تاسو ما د څښتن عیسی رښتینې ایمانداره ګڼئ، نو راشئ او زمونږ په کور کې پاتې شئ.» هغې ټینګار وکړ چې ورسره لاړ شو.
16یوه ورځ مونږ د دعا کولو ځای ته تللو چې د یوې وینځې سره مخامخ شولو چې داسې پېریان یې لرل چې د هغو په مرسته به یې فال کتلو. هغې به له دې لارې خپلو بادارانو ته ډېرې پیسې ګټلې.
17هغه پولوس او مونږ پسې راروانه وه او چیغې به یې وهلې: «دا د خدای تعالی خدمتګاران دي. هغوی تاسو ته د خلاصون لاره ښایي.»
18هغې هره ورځ دا کار کاوه، تر هغې چې پولوس دومره تنګ شو چې مخ یې راواړاوه او هغو پېریانو ته یې وویل: «زه درته د عیسی مسیح په نوم امر کوم چې د هغې نه راووځه.» نو په هماغه ساعت پېری د هغې څخه راووت.
19کله چې د هغې وینځې باداران پوه شول چې د هغوی د پ��سو ګټلو هیله له منځه لاړه، نو هغوی پولوس او سیلاس ونیول او په راښکلو یې حاکمانو ته د محاکمې دپاره د بازار چوک ته راوستل.
20هغوی یې رومي لوړ رتبه مامورانو ته راوستل او ویې ویل: «دا خلک یهودیان دي او دوی زمونږ په ښار کې ګډوډي جوړوي.
21دوی د هغو دودونو او دستورونو په هکله تعلیم ورکوي چې منل او په هغو باندې عمل کول یې مونږ رومیانو دپاره روا نه دي.»
22خلک د هغې وینځې د بادارانو سره یوځای شول او په پولوس او سیلاس باندې یې حمله وکړه او مامورانو امر وکړ چې د دوی کالي وباسي او په کوتکونو یې ووهي.
23د سختو وهلو او ټکولو څخه وروسته یې پولوس او سیلاس په زندان کې واچول او د زندان مشر ته یې وویل چې د هغوی کلکه څارنه وکړي.
24د دې امر له مخې د زندان مشر هغوی په یوې ډېرې خوندي کوټه کې واچول او پښې یې ورته د لرګیو په کوندو پورې په زنځیرونو وتړلې.
25نژدې نیمه شپه وه چې پولوس او سیلاس دعا کوله او خدای ته یې روحاني سندرې ویلې او نورو بندیانو ورته غوږ نیولی ؤ
26چې ناڅاپه یوه سخته زلزله وشوه چې د زندان بنیادونه یې ولړزول. سمدلاسه د زندان ټولې دروازې خلاصې شوې او د ټولو بندیانو زنځیرونه مات شول.
27کله چې د زندان مشر راویښ شو او ویې لیدل چې د زندان دروازې خلاصې دي، نو فکر یې وکړ چې بندیان به تښتېدلي وي، نو خپله توره یې راوویستله او نژدې ؤ چې خپل ځان ووژني.
28خو پولوس په زوره چیغې ووهلې: «خپل ځان ته دې زیان ونه رسوې، ځکه چې مونږ ټول دلته یو.»
29د زندان مشر څراغ راوغوښت او دننه یې منډه کړه او په داسې حال کې چې له وېرې رپېده، هغه د پولوس او سیلاس په پښو کې پرېوت.
30بیا یې هغوی دباندې راوویستل او پوښتنه یې ترې وکړه: «ای ښاغلو! زه باید څه وکړم چې خلاصون ومومم؟»
31هغوی ځواب ورکړ: «په څښتن عیسی باندې ایمان راوړه چې ته او ستا کورنۍ خلاصون ومومئ.»
32بیا هغوی د څښتن عیسی پیغام هغه او د هغه د کورنۍ ټولو خلکو ته بیان کړ.
33د شپې په هماغه ساعت د زندان مشر هغوی بوتلل او د هغوی زخمونه یې ووینځل او سمدلاسه هغه او د هغه ټولې کورنۍ ته د تعمید غسل ورکړل شو.
34بیا هغه پولوس او سیلاس خپل کور ته راوستل او هغوی ته یې ډوډۍ راوړه. په دې خاطر چې هغه او ټولې کورنۍ یې په خدای باندې ایمان راوړ، نو ډېر خوشحاله شول.
35کله چې سهار شو نو رومي مامورانو خپل د پولیسو منصبداران د زندان مشر ته ورولېږل او امر یې ورته وکړ: «هغه سړي پرېږدئ چې لاړ شي.»
36نو د زندان مشر پولوس ته وویل: «رومي مامورانو امر کړی چې ته او سیلاس به ازاد شئ. نو اوس تاسو کولای شئ چې راووځئ او په خیر لاړ شئ.»
37خو پولوس د پولیسو منصبدارانو ته وویل: «سره له دې چې مونږ رومي تابعیت لرو، خو بیاهم هغو خلکو مونږ بې له کومې محاکمې څخه د ټولو خلکو په مخکې ووهلو او په زندان کې یې واچولو او اوس غواړي مونږ په پټه وباسي؟ نه، پرېږده چې هغوی خپله راشي او مونږ وباسي.»
38د پولیسو منصبدارانو دا خبرې رومي مامورانو ته ورسولې او کله چې هغوی خبر شول چې پولوس او سیلاس رومیان دي، نو ووېرېدل
39او راغلل او د هغوی څخه یې بخښنه وغوښتله او هغوی یې د زندان څخه راوویستل او غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې د ښار نه لاړ شي.
40نو پولوس او سیلاس د زندان څخه ووتل او د لیدیه کور ته لاړل او هلته یې د ایماندارانو سره ولیدل او یوځل بیا یې هغوی ته تسلي ورکړه او بیا لاړل.