Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
41 verses
1ځینې خلک د یهودیې څخه انطاکیې ته راغلل او ایماندارانو ته یې تعلیم ورکاوه: «که تاسو د موسی د شریعت له مخې سنت نه شئ، نو خلاصون نه شئ موندلی.»
2پولوس او برنابا د هغوی سره موافق نه وو او ډېر سخت بحث یې ورسره وکړ او پرېکړه یې وکړه چې پولوس او برنابا دې د نورو ایماندارانو سره اورشلیم ته لاړ شي او د دې موضوع په هکله دې د رسولانو او نورو مشرانو سره خبرې وکړي.
3هغوی د انطاکیې د کلیسا له خوا ولېږل شول او په داسې حال کې چې هغوی د فنیقیې او سامریې نه تېرېدل، ایمانداران یې خبرول چې څنګه غیریهودیانو ایمان راوړ. نو د دې خبر په اورېدلو ټول ایمانداران ډېر خوشحاله شول.
4کله چې پولوس او برنابا اورشلیم ته ورسېدل، نو د کلیسا د غړو، رسولانو او مشرانو له خوا ورته تود هرکلی وویل شو او بیا یې هغوی د هغو ټولو کارونو څخه خبر کړل چې خدای د هغوی په وسیله سرته رسولي وو.
5خو د فریسیانو د ډلې ځینې ایمانداران راپاڅېدل او ویې ویل: «غیریهودیان باید سنت کړای شي او هغوی ته دې امر وشي چې د موسی په شریعت باندې عمل وکړي.»
6رسولان او مشران سره راټول شول چې د دې موضوع په هکله خبرې وکړي.
7د یو اوږد بحث څخه وروسته پطروس پاڅېده او هغوی ته یې وویل: «ای ورونو، تاسو پوهېږئ چې څه موده مخکې زه خدای ستاسو له منځ څخه غوره کړم چې غیریهودیان زما د خولې نه د عیسی مسیح په هکله زېری واوري او ایمان راوړي.
8خدای چې د هر چا د زړه څخه خبر دی، هغوی ته یې د روح القدس د ورکولو په وسیله دا ثابته کړه چې خدای هغوی هم منلي دي لکه څنګه یې چې مونږ منلي یو.
9خدای زمونږ او د غیریهودیانو ترمنځ هېڅ فرق ونه کړ او د ایمان د راوړلو په وسیله یې د هغوی زړونه پاک کړل.
10نو بیا ولې تاسو اوس خدای ازمایئ او د دې ایماندارانو په اوږو باندې داسې بار ږدئ چې نه مونږ او نه زمونږ نیکونو وړلی شو؟
11خو مونږ په دې عقیده یو چې مونږ یهودیانو د څښتن عیسی په فضل خلاصون موندلی دی، همدا ډول غیریهودیانو هم خلاصون موندلی دی.»
12د غونډې ټول خلک غلي پاتې شول او د برنابا او پولوس خبرو ته یې غوږ ونیوه چې د هغو ټولو معجزو او حیرانوونکي کارونو په هکله یې کولې چې خدای د هغوی په وسیله په غیریهودیانو کې ښودلي وو.
13کله چې د برنابا او پولوس خبرې پای ته ورسېدلې، یعقوب وویل: «ای ورونو، زما خبرو ته غوږ ونیسئ.
14شمعون مونږ ته ویلي وو چې خدای څنګه د لومړي ځل دپاره د غیریهودیانو سره علاقه وښودله او د هغوی له منځ نه یې د خپل ځان دپاره یو قوم غوره کړ.
15دا د پیغمبرانو د خبرو سره سمون خوري، لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:
16‹له هغې وروسته به راستون شم بېرتهزه به آباد کړم بېرته د داود وران شوی کوراو قوي به یې کړم
17ترڅو چې نور انسانان وکړي رجوع څښتن تهیعنې ټول غیریهودیان چې خپل کړي دي مادا هغه څه دي چې څښتن یې وایي
18هغه چې ښکاره کړي یې دا شیان دي له پخوا نه›»
19یعقوب زیاته کړه: «دا زما پرېکړه ده چې مونږ باید هغه غیریهودیان په تکلیف نه کړو چې د خدای خواته راګرځي،
20بلکې د دې په ځای هغوی ته خط ولیکو او ورته ووایو چې داسې خواړه ونه خوري چې په مذهبي توګه ناپاک وي، ځکه چې هغه بتانو ته وړاندې شوې دي او خپل ځانونه د جنسي بدو اړیکو څخه وساتي او د داسې حیواناتو غوښه ونه خوري چې زندۍ شوي وي او همدارنګه وینه ونه خوري.
21ځکه چې د پخوا زمانې راهیسې په هر ښار کې د موسی د قانون په هکله وعظ کیږي او هغه په کنیسو کې د هر سبت په ورځ لوستل کیږي.»
22بیا رسولانو، مشرانو او د کلیسا ټولو غړو دا پرېکړه وکړه چې د خپل منځ نه یو څو کسان غوره کړي او هغوی د پولوس او برنابا سره انطاکیې ته ولېږي. نو هغوی دوه کسان یعنې یهودا چې د برسابا په نوم یادېده او سیلاس چې د ایماندارانو له خوا یې ډېر درناوی کېده، غوره کړل
23او د هغوی په لاس یې دغه لیک ولېږه:«مونږ رسولان او مشران تاسو ټولو غیریهودي ایماندارانو ته چې په انطاکیه، سوریه او قیلیقیه کې اوسېږئ، خپل سلامونه وایو.
24مونږ اورېدلي چې ځینو خلکو چې زمونږ د ډلې څخه تللي دي، تاسو په خپلو خبرو پرېشانه کړي یئ او ستاسو فکرونه یې ګډوډ کړي دي، خو هغوی مونږ نه دي درلېږلي.
25نو مونږ ټولو په ګډه پرېکړه وکړه چې یو څو کسان غوره کړو او د خپلو ګرانو ملګرو برنابا او پولوس سره یې تاسو ته درولېږو،
26یعنې هغه خلک چې خپل ځانونه یې زمونږ د څښتن عیسی مسیح ته د خدمت دپاره په خطر کې اچولي دي.
27نو له دې امله مونږ یهودا او سیلاس تاسو ته درولېږل چې هغوی په خپله خوله باندې تاسو ته هغه څه ووایي چې مونږ لیکلي دي.
28دا د روح القدس او زمونږ په نظر کې ښه ښکاره شوه چې پرته له دې لاندېنیو ضروري شیانو په تاسو باندې نور بار وانه چوو:
29تاسو باید هغه خواړه چې بتانو ته وړاندې کیږي ونه خورئ، وینه ونه خورئ او د هغو حیواناتو غوښه ونه خورئ چې زندۍ شوي وي او خپل ځانونه د جنسي بدو اړیکو څخه وساتئ. که تاسو خپل ځانونه د دې شیانو څخه وساتئ نو دا به ښه کوئ. د خدای پامان.»
30نو کله چې یهودا او سیلاس رخصت کړای شول، انطاکیې ته لاړل او د کلیسا ټول غړي یې سره راټول کړل او هغه لیک یې ورته ورکړ.
31کله چې خلکو هغه ولوست، نو هغوی په دې تشویق کوونکي پیغام باندې ډېر خوشحاله شول.
32یهودا او سیلاس چې په خپله پیغمبران وو، په خپلو زیاتو خبرو هغوی تشویق او تکړه کړل.
33هلته د څه وخت تېرولو نه وروسته هغوی د ایماندارانو له خوا په خیریت سره رخصت شول او بېرته هغو خلکو ته ورغلل چې دوی یې لېږلي وو.
34-
35خو پولوس او برنابا په انطاکیه کې پاتې شول او هلته یې د ډېرو نورو سره یوځای تعلیم ورکاوه او د څښتن عیسی پیغام یې اوراوه.
36څه موده وروسته پولوس برنابا ته وویل: «راځئ چې بېرته لاړ شو او په هغو ټولو ښارونو کې چې مونږ په کې د څښتن عیسی پیغام اورولی ؤ، د ایماندارانو سره لیدنه کتنه وکړو او وګورو چې هغوی څنګه دي.»
37برنابا غوښتل چې یوحنا چې د مرقوس په نوم یادېده هم د ځان سره بوځي.
38خو پولوس دا مناسبه نه ګڼله چې مرقوس د ځان سره بوځي، ځکه چې هغوی یې په پمفیلیا کې پریښي وو او د کار تر پایه پورې د هغوی سره پاتې نه شو.
39د پولوس او برنابا ترمنځ یوه داسې سخته شخړه راپیدا شوه چې د یو بل نه بېل شول. برنابا مرقوس د ځان سره واخیست او په کشتۍ کې قبرس ته روان شول.
40خو پولوس سیلاس خوښ کړ او وروسته له هغې چې ایماندارانو هغوی د څښتن فضل ته وسپارل، هغوی روان شول.
41کله چې پولوس د سوریې او قیلیقیې له لارې تېرېده، نو کلیساګانو ته یې ډاډګیرنه ورکړله.