Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1په همدې ډول په قونیه کې پولوس او برنابا د یهودیانو کنیسې ته ورغلل او داسې خبرې یې وکړې چې زیات شمېر یهودیانو او غیریهودیانو ایمان راوړ.
2خو هغو یهودیانو چې ایمان یې نه ؤ راوړی، غیریهودیان ولمسول او د هغوی ذهنونه یې د ایماندارانو په وړاندې خراب کړل.
3نو پولوس او برنابا د اوږدې مودې دپاره هلته پاتې شول او په زړورتیا سره یې د څښتن عیسی په هکله خبرې کولې. څښتن عیسی هغوی ته د حیرانوونکو کارونو او معجزو د ښودلو قدرت ورکړ او ثابته یې کړه چې د هغوی پیغام د هغه د فضل په هکله رښتیا ؤ.
4خو د ښار خلک په دوو ډلو ووېشل شول: ځینې د یهودیانو په خوا او ځینې د رسولانو په خوا شول.
5بیا ځینو غیریهودیانو او یهودیانو د خپلو مشرانو سره یوځای دا پرېکړه وکړه چې رسولان وځوروي او سنګسار یې کړي.
6کله چې رسولان له دې څخه خبر شول، نو د لیکاونیا د لستره او دربې ښارونو او شاوخوا سیمو ته وتښتېدل.
7هلته هغوی د زېري رسولو ته دوام ورکړ.
8په لستره کې یو سړی ؤ چې له مور نه شل پیدا شوی ؤ او هېڅکله په خپلو پښو نه ؤ ګرځېدلی.
9هغه هلته ناست ؤ او د پولوس خبرو ته یې غوږ نیولی ؤ. پولوس هغه ته په ځیر سره کتل او ویې لیدل چې هغه په دې ایمان لري چې روغ به شي،
10نو په لوړ اواز یې هغه ته وویل: «په خپلو پښو باندې سم ودرېږه.» هغه سړی زر پاڅېده او په ګرځېدلو یې پیل وکړ.
11کله چې خلکو د پولوس دا کار ولیده، نو په خپله لیکاونیایي ژبه یې چیغې ووهلې: «خدایان د انسانانو په څېره کې مونږ ته راښکته شوي دي.»
12هغوی برنابا د مشتري او پولوس یې د عطارد په نوم یاد کړ، ځکه چې پولوس د هغوی مشر ویاند ؤ.
13د مشتري کاهن چې د عبادت ځای یې ښار ته مخامخ ؤ، د ښار دروازې ته غویان راوستل او د ګلانو امېلونه یې راوړل، ځکه چې هغه او د ښار خلکو غوښتل چې برنابا او پولوس ته قربانۍ وړاندې کړي.
14کله چې رسولان یعنې برنابا او پولوس له دې نه خبر شول، نو خپل کالي یې وشکول او د خلکو منځ ته یې منډې کړې او چیغې یې ووهلې:
15«ای خلکو! تاسو ولې داسې کار کوئ؟ مونږ هم ستاسو په شان انسانان یو. مونږ ستاسو دپاره یو زېری لرو، ترڅو د دې بې ګټې شیانو څخه لاس واخلئ او ژوندي خدای ته راوګرځئ چې اسمان، ځمکه، دریابونه او هرڅه چې په هغو کې دي پیدا کړي دي.
16په تېرو زمانو کې خدای ټول قومونه پرېښودل چې څه ورته ښه ښکاري هماغه کار وکړي.
17خو بیاهم هغه تل په خپلو نېکو کارونو سره خپل شتون ثابت کړی دی، یعنې هغه په تاسو باندې د اسمان څخه باران وروي او په خپل موسم کې فصلونه درکوي. هغه تاسو ته پرېمانه خواړه هم درکوي او ستاسو زړونه د خوشحالۍ څخه ډکوي.»
18په دې خبرو رسولانو په سختۍ سره وکولای شول چې خلک د قربانۍ کولو څخه منع کړي.
19بیا له انطاکیې او قونیې څخه ځینې یهودیان راغلل او خلک یې خپل طرفداران کړل او پولوس یې سنګسار کړ. هغوی فکر کاوه چې مړ دی، نو په راښکلو یې له ښاره دباندې وویست.
20خو کله چې ایمانداران د پولوس په شاوخوا راټول شول، نو هغه راپاڅېده او بېرته ښار ته لاړ او بله ورځ هغه د برنابا سره دربې ته لاړ.
21کله چې پولوس او برنابا په دربه کې زېری واوراوه، نو ډېر خلک یې د عیسی پیروان کړل. بیا هغوی بېرته لسترې، قونیې او ان��اکیې ته لاړل.
22هغوی د ایماندارانو زړونه کلکول او هغوی یې هڅول چې په خپل ایمان کې ټینګ پاتې شي او هغوی ته به یې ویل چې د خدای پاچاهۍ ته د ورننوتلو دپاره باید ډېر تکلیفونه وزغمو.
23پولوس او برنابا په هره کلیسا کې مشران وټاکل او په دعا کولو او روژې نیولو یې هغوی هغه څښتن عیسی ته وسپارل چې ایمان یې ورباندې راوړی ؤ.
24بیا هغوی د پیسیدیې څخه تېر شول او پمفیلیې ته راغلل.
25کله چې هغوی په پرجه کې د خدای کلام واوراوه، نو بیا اتالیې ته لاړل.
26له هغه ځای څخه په کشتۍ کې بېرته انطاکیې ته لاړل یعنې هماغه ځای ته چې هغوی په کې د هغې وظیفې د سرته رسولو دپاره د خدای فضل ته وسپارل شول چې اوس یې سرته ورسوله.
27کله چې هغوی انطاکیې ته ورسېدل، نو د کلیسا خلک یې راټول کړل او هغوی یې د هغو کارونو څخه خبر کړل چې خدای د هغوی په وسیله سرته رسولي وو او دا چې خدای څنګه غیریهودیانو ته د ایمان راوړلو دپاره لاره خلاصه کړې وه.
28برنابا او پولوس هلته د ډېر وخت دپاره د ایماندارانو سره پاتې شول.