Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
52 verses
1د انطاکیې په کلیسا کې ځینې پیغمبران او استاذان وو لکه برنابا، شمعون (چې د تور په نوم یادېده)، لوکیوس قیرواني او مناحم (چې د هیرودیس پاچا سره لوی شوی ؤ) او شاوول هم د هغوی سره ؤ.
2یوه ورځ چې هغوی د څښتن عبادت کاوه او روژه یې نیولې وه، روح القدس ورته وویل: «برنابا او شاوول د هغه کار دپاره چې ما راغوښتي دي، وقف کړئ.»
3بیا هغوی د روژې نیولو او دعا کولو څخه وروسته د هغو دواړو په سرونو باندې لاس کېښود او هغوی یې د هغه کار دپاره ولېږل.
4نو برنابا او شاوول دواړه د روح القدس په وسیله ولېږل شول. هغوی سلوکیې ته لاړل او له هغه ځای څخه په کشتۍ کې قبرس ته لاړل.
5کله چې هغوی سلامیس ته ورسېدل، نو د یهودیانو په کنیسو کې یې د خدای د کلام وعظ کاوه. یوحنا د هغوی مرستیال ؤ.
6هغوی تر پافوس پورې په ټوله جزیره کې وګرځېدل او په هغه ځای کې هغوی د یو یهودي جادوګر سره مخامخ شول چې بریشوع نومېده او د پیغمبرۍ دعوه یې کوله.
7هغه د قبرس د والي سرګیوس پولوس ملګری ؤ چې یو هوښیار سړی ؤ. هغه برنابا او شاوول خپل حضور ته راوغوښتل، ځکه چې غوښتل یې د هغوی څخه د خدای کلام واوري.
8خو هغه جادوګر چې یوناني نوم یې الیما ؤ، د هغوی سره مخالفت وکړ او کوښښ یې کاوه چې والي ایمان رانه وړي.
9خو شاوول چې د پولوس په نوم هم مشهور ؤ او د روح القدس څخه ډک شو، جادوګر ته په ځیر سره وکتل
10او ویې ویل: «ای د شیطان زویه! ای د ټولو نېکیو دښمنه! ای ټګ انسانه او د هر ډول شرارت څخه ډکه! ایا ته به هېڅکله هم د څښتن د سمې لارې څخه د خلکو د بې لارې کولو څخه لاس وانه اخلې؟
11اوس ګوره، څښتن به تاته سزا درکړي او ته به ړوند شې او تر یو وخته پورې به د لمر رڼا نه وینې.» نو سمدلاسه د هغه په سترګو باندې خړه او تیاره راغله او لاس او پښې یې تپولې چې څوک راشي او له لاسه یې ونیسي او هغه بوځي.
12کله چې والي دا هرڅه ولیدل نو ایمان یې راوړ، ځکه چې هغه د څښتن په هکله په دې تعلیم ډېر حیران شو.
13پولوس او د هغه ملګري د پافوس څخه روان شول او په کشتۍ کې پرجې ته چې په پمفیلیا کې ده، لاړل. خو یوحنا د هغوی څخه بېل شو او بېرته اورشلیم ته ستون شو.
14پولوس او برنابا د پرجې څخه روان شول او انطاکیې ته چې په پیسیدیه کې ده، ورسېدل. د سبت په ورځ هغوی کنیسې ته لاړل او هلته کښېناستل.
15د تورات او پیغمبرانو د لیکنو د لوستلو څخه وروسته د کنیسې مشرانو هغوی ته دا پیغام ورولېږه: «ای ورونو، که چېرې تاسو د خلکو د هڅولو دپاره کوم پیغام لرئ، نو هغه ووایئ.»
16پولوس پاڅېده، په لاس یې اشاره وکړه او ویې ویل: «ای د اسراییلو خلکو او ای غیریهودیانو چې له خدایه وېرېږئ، زما خبرو ته غوږ ونیسئ.
17د اسراییلو د خلکو خدای زمونږ نیکونه غوره کړل او کوم وخت چې هغوی په مصر کې د پردیو په شان اوسېدل، نو د هغوی څخه یې یو لوی قوم جوړ کړ. بیا یې په خپل لوی قدرت سره هغوی د مصر څخه راوویستل
18او نژدې څلوېښت کاله یې په دښته کې د هغوی چلند وزغملو.
19هغه په کنعان کې اووه قومونه له منځه یووړل او د هغوی خاوره یې د میراث په توګه خپل قوم ته ورکړه.
20دا هرڅه نژدې څلور سوه او پنځوس کالو کې وشول. له هغې وروسته یې د سموییل پیغمبر تر زمانې پورې د هغوی دپاره قاضیان وټاکل.
21او ��له چې هغوی د خپل ځان دپاره پاچا وغوښت، نو خدای ورته د قیس زوی شاوول چې د بنیامین د قبیلې څخه ؤ، ورکړ او هغه څلوېښت کاله پاچاهي وکړه.
22کله چې خدای شاوول لېرې کړ، نو داود یې د اسراییلو پاچا کړ. خدای د داود په هکله داسې وویل: ‹ما ولیدل چې د یسي زوی داود داسې سړی دی چې زما د زړه نه خبر دی او هرڅه چې زه وغواړم هغه به یې سرته رسوي.›
23نو د همدې داود د اولادې څخه خدای د خپلې وعدې له مخې عیسی د اسراییلو د قوم د خلاصوونکي په توګه راولېږه.
24د عیسی د راتللو څخه مخکې یحیی د اسراییلو ټول قوم ته وعظ وکړ چې د خپلو ګناهونو څخه توبه وباسي او د تعمید غسل واخلي.
25کله چې یحیی خپله وظیفه سرته ورسوله، هغه وویل: ‹تاسو څه فکر کوئ چې زه څوک یم؟ زه هغه څوک نه یم چې تاسو یې انتظار کوئ. خو زما څخه وروسته هغه څوک راروان دی چې زه د هغه د څپلیو د تسمو د خلاصولو لیاقت هم نه لرم.›
26ای ورونو! ای د ابراهیم اولادې، او ای غیریهودیانو چې له خدایه وېرېږئ! مونږ هغه خلک یو چې د خلاصون دا پیغام راته رالېږل شوی دی.
27د اورشلیم خلکو او د هغوی مشرانو نه عیسی وپېژانده او نه هغوی د پیغمبرانو په پیغام باندې پوه شول چې د هر سبت په ورځ لوستل کیږي. خو هغوی د عیسی په محکومولو سره د پیغمبرانو پېشګویۍ پوره کړلې.
28سره له دې چې کوم داسې جرم یې پیدا نه کړ چې هغه ته دې د مرګ سزا ورکړل شي، خو د پیلاتوس څخه یې وغوښتل چې هغه اعدام کړي.
29کله چې هغوی هغه ټول شیان چې د هغه په هکله لیکل شوي وو سرته ورسول، نو هغه یې د صلیب څخه راښکته کړ او په قبر کې یې کېښود.
30خو خدای هغه بېرته راژوندی کړ
31او کوم خلک چې د هغه سره د جلیل څخه اورشلیم ته راغلي وو، تر ډېرو ورځو پورې هغوی ته ورښکاره شو او هغوی اوس د اسراییلو د خلکو په مخکې د هغه شاهدان دي.
32اوس مونږ تاسو ته هغه زېری اوروو چې خدای زمونږ د نیکونو سره وعده کړې وه.
33خدای دا وعده زمونږ دپاره چې د هغوی اولاده یو، د مړو نه د عیسی په بیا راژوندي کولو سره پوره کړه. لکه څنګه چې په دوهم زبور کې لیکل شوي دي:‹ته مې زوی، زه دې نن پلار شوم.›
34خدای هغه د مړو څخه راژوندی کړ او دې ته یې پرېنښود چې مړی یې په قبر کې خراب شي. او په دې هکله خدای داسې وویل:‹زه به تاته هغه ځانګړي او یقیني برکتونه درکړمچې د داود سره مې وعده کړې وه.›
35او د زبور په بل ځای کې داود وایي:‹ته به خپل سپېڅلی خادم نه پرېږدېچې مړ شي او مړی یې خراب شي.›
36ځکه چې داود په خپله زمانه کې د خدای اراده پوره کړه او بیا مړ شو او د خپلو نیکونو سره ښخ کړای شو او مړی یې په قبر کې خراب شو.
37خو کوم کس چې خدای د مړو څخه راژوندی کړ، د هغه مړی خراب نه شو.
38-
39نو ای زما ورونو! تاسو باید په دې پوه شئ چې د ګناهونو د بخښنې پیغام د عیسی په وسیله تاسو ته اعلان شي او هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي، هغه به د هغو ټولو ګناهونو څخه خلاص شي چې د موسی شریعت ونه شو کولای هغه ته خلاصون ورکړي.
40نو پام کوئ چې پیغمبرانو چې څه ویلي دي هغه په تاسو عملي نه شي:
41‹وګورئ ای هغو خلکوچې د خدای په خبرو باندې ملنډې وهئ.حیران او تباه شئ،ځکه چې زه به ستاسو په ژوندانه کېیو داسې کار وکړم،که څوک یې تاسو ته بیان هم کړينو باور به ورباندې ونه کړئ.›»
42کله چې پولوس او برنابا د کنیسې څخه وتل، نو خلکو ورڅخه وغوښتل چې د راتلونکي سبت په ورځ بیا راشي او د دې شیانو په هکله دوی ته خبرې وکړي.
43کله چې غونډه پای ته ورسېدله، نو ډېر یهودیان او هغه دینداره خلک چې یهودیان شوي وو، د پولوس او برنابا سره روان شول. پولوس او برنابا د هغوی سره خبرې وکړې او هغوی یې وهڅول چې تل د خدای په فضل باندې توکل ولري.
44د راتلونکي سبت په ورځ د ښار نژدې ټول اوسېدونکي راغلل چې د څښتن عیسی پیغام واوري.
45کله چې ځینو یهودیانو دا ګڼه ګوڼه ولیدله، نو بخیلي ورسره پیدا شوه. هغوی د پولوس د خبرو سره مخالفت پیل کړ او هغه ته یې سپکاوی وکړ.
46خو پولوس او برنابا په زړورتیا سره خبرې کولې او ویل یې: «دا ضروري وه چې د خدای پیغام لومړی تاسو ته واورول شي. خو څرنګه چې تاسو هغه ونه مانه او خپل ځانونه مو د تلپاتې ژوندون وړ ونه ګڼل، نو مونږ به اوس تاسو پرېږدو او غیریهودیانو ته به ورشو.
47نو ځکه څښتن مونږ ته داسې حکم وکړ:‹زه به ستا څخه د غیریهودیانو دپاره رڼا جوړه کړم،ترڅو ته ټولې نړۍ ته د خلاصون وسیله وګرځې.›»
48کله چې غیریهودیانو دا خبرې واورېدلې، نو ډېر خوشحاله شول او د څښتن عیسی د پیغام ستاینه یې وکړه او کوم خلک چې د تلپاتې ژوندون دپاره غوره کړای شوي وو، هغوی ایمان راوړ.
49د څښتن پیغام په هغه ټوله سیمه کې خپور شو.
50خو یهودیانو دینداره او عزتمندې ښځې او د ښار مشران د پولوس او برنابا په خلاف داسې ولمسول چې د هغوی په ځورولو یې پیل وکړ او د خپلې سیمې څخه یې وشړل.
51نو پولوس او برنابا د خپلو پښو خاورې د هغه ښار د خلکو په وړاندې د نښې په توګه وڅنډلې او د قونیې ښار ته لاړل.
52خو د هغه ځای ایمانداران د خوشحالۍ او روح القدس څخه ډک شول.