Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1په هماغه وخت کې هیرودیس پاچا د کلیسا د ځینو غړو په ځورولو پیل وکړ.
2هغه د یوحنا ورور یعقوب په توره باندې وواژه.
3کله چې هیرودیس ولیدل چې یهودیان په دې کار خوشحاله شول، نو پطروس یې هم ونیوه. دا کار د فطیرې ډوډۍ د اختر په ورځو کې وشو.
4کله چې هغه پطروس ونیوه، نو په زندان کې یې واچاوه او هغه یې څلورو ټولیو ته چې په هر یو کې څلور څلور عسکره وو، وسپاره چې ساتنه یې وکړي. هیرودیس د دې نیت درلود چې د فسحې د اختر څخه وروسته هغه د ټولو خلکو په مخکې محاکمه کړي.
5نو پطروس یې په زندان کې وساته، خو ایماندارانو د زړه له کومي د هغه دپاره خدای ته دعاګانې کولې.
6یوه شپه مخکې چې هیرودیس غوښتل پطروس د محاکمې دپاره راولي، پطروس د دوو عسکرو په منځ کې په دوو زنځیرونو تړلی ویده پروت ؤ او ساتونکو د زندان په دروازه کې پهره کوله.
7ناڅاپه د څښتن فرښته راښکاره شوه او په کوټه کې رڼا وځلېدله. فرښتې د پطروس اوږه وخوځوله او هغه یې راویښ کړ او ورته ویې ویل: «زر شه، پاڅېږه.» سمدلاسه د پطروس د لاسونو څخه زنځیرونه ولوېدل.
8بیا فرښتې هغه ته وویل: «ملا دې وتړه او څپلۍ دې په پښو کړه.» پطروس همداسې وکړل. بیا فرښتې هغه ته وویل: «خپله چپنه دې واغونده او ما پسې راځه.»
9پطروس راووت او په هغې پسې روان شو. هغه نه پوهېده چې دا هرڅه رښتیا دي، ځکه هغه فکر کاوه چې رویا ویني.
10هغوی د لومړۍ او دوهمې پوستې څخه تېر شول او د اوسپنې هغې دروازې ته ورسېدل چې د ښار خواته وتلې وه. دروازه په خپله خلاصه شوه او هغوی دباندې راووتل. هغوی په یوه کوڅه کې روان وو او ناڅاپه فرښته د پطروس له سترګو پناه شوه.
11بیا پطروس په هوش راغی او ویې ویل: «اوس پوره باور لرم چې څښتن خپله فرښته راولېږله او زه یې د هیرودیس او له هغه څه نه چې یهودیانو یې تمه درلودله، خلاص کړم.»
12کله چې هغه پوه شو، نو د یوحنا چې د مرقوس په نوم هم یادېده، د هغه د مور مریم کور ته لاړ چې هلته زیات شمېر خلک د دعا دپاره راټول شوي وو.
13کله چې پطروس د کور دروازه وټکوله، نو د رودا په نوم یوه وینځه راغله چې دروازه خلاصه کړي.
14هغې د پطروس اواز واورېد او دومره خوشحاله شوه چې د دې په ځای چې دروازه ورته خلاصه کړي، هغې بېرته دننه منډه کړه او هغوی یې خبر کړل چې پطروس دباندې په دروازه کې ولاړ دی.
15هغوی ورته وویل: «ته لېونۍ شوې یې.» خو هغه په خپله خبره باندې ټینګه ولاړه وه چې همداسې ده. بیا هغوی وویل: «دا به د هغه فرښته وي!»
16خو پطروس په پرله پسې توګه دروازه ټکوله او کله چې هغوی دروازه خلاصه کړه او هغه یې ولیده، نو حیران پاتې شول.
17خو پطروس د لاس په اشاره هغوی ته وویل چې غلي شئ او هغوی ته یې دا کیسه وکړه چې څښتن څنګه هغه د زندان څخه راوویست. هغه وویل چې یعقوب او نور ایمانداران له دې څخه خبر کړئ. بیا هغه روان شو او بل ځای ته لاړ.
18کله چې سهار شو، نو هغه ساتونکي عسکر ډېر وارخطا شول چې په پطروس باندې څه وشول.
19هیرودیس امر وکړ چې پطروس ولټوي، خو هغه یې پیدا نه کړ. هغه د ساتونکو څخه پوښتنې وکړې او د هغوی د اعدام حکم یې ورکړ. له هغې وروسته هیرودیس د یهودیې څخه لاړ او د څه مودې دپاره په قیصریه کې پاتې شو.
20هیرودیس د صور او صیدون په خلکو ډېر په قهر ؤ. هغوی سره راټول ��ول او هغه ته ورغلل. لومړی هغوی بلاستوس چې د پاچا د ماڼۍ ناظر ؤ، په دې راضي کړ چې د هغوی سره به مرسته وکړي. بیا هغوی د هیرودیس څخه وغوښتل چې روغه جوړه ورسره وکړي، ځکه چې د دوی وطن ته خوراکي شیان د هیرودیس پاچا د وطن څخه راتلل.
21نو په یوې ټاکلې ورځ هیرودیس خپل د پاچاهۍ کالي واغوستل، په تخت باندې کښېناست او هغوی ته یې وینا پیل کړه.
22خلکو چیغې وهلې: «دا د خدای اواز دی، نه د انسان.»
23سمدلاسه د څښتن فرښتې هیرودیس وواهه، ځکه چې کوم جلال چې باید خدای ته ورکړل شوی وای، هغه خپل ځان ته ورکړ. هغه چینجیو وخوړ او مړ شو.
24خو په همدې وخت کې د خدای کلام خپرېده او ډېر خلک ایمانداران شول.
25نو برنابا او شاوول خپله وظیفه سرته ورسوله او د اورشلیم څخه بېرته انطاکیې ته راستانه شول او د ځان سره یې یوحنا چې بل نوم یې مرقوس ؤ، بوتلو.