Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1په ټوله یهودیه کې رسولان او ایمانداران خبر شول چې غیریهودیانو هم د خدای پیغام منلی دی.
2کله چې پطروس بېرته اورشلیم ته راغی، نو یوې ډلې چې د غیریهودیانو د سنتولو غوښتونکي وو په هغه باندې اعتراض وکړ
3او ویل یې: «ته ولې د ناسنت شویو خلکو کور ته لاړې او د هغوی سره دې ډوډۍ هم وخوړله؟»
4نو څه چې پېښ شوي وو، پطروس ټکي په ټکي هغوی ته بیان کړل.
5هغه وویل: «زه د یافا په ښار کې وم او دعا مې کوله چې بې هوشه شوم او رویا مې ولیدله چې د یو لوی دسترخوان په شان یو شی چې د څلورو څنډو څخه راځوړند ؤ، او د اسمان نه د ځمکې خواته راښکته کېده او ما پورې راورسېده.
6کله چې ما ورته په غور سره وکتل، نو په هغه کې کورني حیوانات او وحشي ځناور، خزندې او مرغان وو.
7بیا مې یو اواز واورېد چې ویل یې: ‹ای پطروسه! پاڅېږه، هغه حلال کړه او ویې خوره.›
8خو ما ورته وویل: ‹څښتنه! هېڅکله نه، ما هېڅکله هم کوم حرام یا ناپاکه شی خولې ته نه دی وروړی.›
9د اسمان څخه یوځل بیا اواز راغی چې ویل یې: ‹کوم شیان چې خدای حلال ګرځولي دي، ته یې باید حرام ونه ګڼې.›
10درې ځلې داسې وشول او بیا هغه ټول شیان بېرته اسمان ته یووړل شول.
11په هماغه شېبه کې درې تنه چې د قیصریې څخه رالېږل شوي وو، هغه کور ته راورسېدل چې مونږ په کې اوسېدلو.
12روح القدس راته وویل چې په دې هکله اندېښنه مه کوه چې هغوی غیریهودیان دي. بیا دا شپږ ایمانداران هم زما سره لاړل او مونږ ټول د کورنیلیوس کور ته ورننوتلو.
13هغه مونږ ته وویل چې څنګه یې په خپل کور کې یوه فرښته ولیدله چې ولاړه وه او هغه ته یې وویل: ‹یو څوک یافا ته ولېږه او شمعون چې پطروس ورته ویل کیږي، راوله.
14هغه به تاته یو پیغام واوروي چې د هغه په وسیله به ته او ستا ټوله کورنۍ خلاصون ومومئ.›
15کله چې ما خبرې پیل کړې، نو په هغوی باندې روح القدس نازل شو لکه څنګه چې لومړی ځل په مونږ باندې نازل شوی ؤ.
16بیا هغه ته را په یاد شول څه چې څښتن عیسی ویلي وو: ‹یحیی به په اوبو باندې د تعمید غسل ورکاوه، خو تاسو ته به په روح القدس د تعمید غسل درکول کیږي.›
17که خدای هغوی ته هماغه نعمت ورکړی دی چې مونږ ته یې په هغه وخت کې راکړ چې په څښتن عیسی مسیح باندې مو ایمان راوړ، نو بیا زه څوک وم چې خدای مې د دې کار نه منع کړی وای؟»
18کله چې هغوی دا خبرې واورېدلې، نو غلي پاتې شول. هغوی د خدای په ثنا او صفت کولو پیل وکړ او ویل یې: «نو بیا خدای حتی غیریهودیانو ته هم دا موقع ورکړې ده چې توبه وباسي او تلپاتې ژوندون ولري.»
19د هغې ځورونې له امله چې د استیفان د مړینې نه وروسته پیل شوه، ځینې ایمانداران خواره واره شول او د فنیقیې، قبرس او انطاکیې پورې لاړل. هغوی خپل پیغام یوازې یهودیانو ته ورساوه.
20خو د قبرس او قیروان ځینې ایمانداران چې انطاکیې ته لاړل، د یونانیانو سره یې هم خبرې وکړې او هغوی ته یې د څښتن عیسی په هکله زېری ورساوه.
21د څښتن قدرت د هغوی سره ؤ او زیات شمېر خلکو ایمان راوړ او د څښتن عیسی پیروان شول.
22دا خبر د اورشلیم کلیسا ته ورسېدله او هغوی برنابا انطاکیې ته ولېږه.
23کله چې هغه راورسېده او ویې لیدل چې خدای څنګه خلکو ته بر��ت ورکړ، نو ډېر خوشحاله شو او هغوی یې وهڅول چې ټول د زړه له کومي څښتن ته وفادار پاتې شي،
24ځکه چې برنابا یو نېک سړی او د روح القدس څخه ډک او د ټینګ ایمان خاوند ؤ. په دې ځای کې ډېرو خلکو په څښتن باندې ایمان راوړ.
25بیا برنابا د ترسوس ښار ته لاړ چې شاوول ولټوي.
26چې کله یې شاوول پیدا کړ، نو هغه یې انطاکیې ته راوست او برنابا او شاوول پوره یو کال هلته د ایماندارانو سره یوځای کېدل او ډېرو خلکو ته یې تعلیم ورکاوه. او همدلته په انطاکیه کې ؤ چې د لومړي ځل دپاره ایمانداران د مسیحیانو په نوم یاد شول.
27په همدې وخت کې ځینې پیغمبران د اورشلیم څخه انطاکیې ته راغلل.
28په هغوی کې یو تن چې اګابوس نومېده، ودرېده او د روح القدس په وسیله یې پېشګويي وکړه چې په ټوله نړۍ کې به سخته قحطي راشي. دا قحطي د کلودیوس امپراتور په زمانه کې راغله.
29د انطاکیې ایماندارانو پرېکړه وکړه چې هر یو به د خپل توان سره سم هغو ایماندارانو ته چې په یهودیه کې اوسیږي، مرسته ورلېږي.
30هغوی همداسې وکړل او خپلې مرستې یې د برنابا او شاوول په لاس د اورشلیم د کلیسا مشرانو ته ولېږلې.