Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
48 verses
1په قیصریه کې یو سړی ؤ چې کورنیلیوس نومېده او د رومي لښکرو د کنډک چې د «ایټالوي کنډک» په نوم یادېده، مشر ؤ.
2کورنیلیوس او د هغه کورنۍ دینداره خلک وو او د خدای څخه وېرېدل. هغه به غریبو یهودیانو ته ډېر خیراتونه ورکول او تل به یې دعا کوله.
3یوه ورځ د ماسپښین شاوخوا درې بجې هغه رویا ولیدله چې د خدای فرښته د هغه خواته راغله او ورته ویې ویل: «ای کورنیلیوسه!»
4هغه له وېرې په ځیر سره فرښتې ته وکتل او پوښتنه یې ترې وکړه: «ښاغلیه څه وایې؟» فرښتې ځواب ورکړ: «ستا دعاګانې او خیراتونه چې تا ورکړي وو، هغه د خدای حضور ته ورسېدل او قبول یې کړل.
5اوس یو څو کسان یافا ته د شمعون پسې چې پطروس ورته ویل کیږي، ولېږه چې هغه راولي.
6هغه د شمعون څرمن جوړوونکي په کور کې چې د بحیرې په غاړه دی، مېلمه دی.»
7کله چې هغې فرښتې د هغه سره خبرې وکړې لاړه، نو کورنیلیوس خپل دوه نوکران او یو عسکر چې یو دینداره سړی ؤ او د هغه د کور د خدمتګارانو څخه ؤ، راوغوښتل.
8هرڅه چې شوي وو، هغوی ته یې وویل او هغوی یې یافا ته ولېږل.
9بله ورځ د غرمې په وخت کې چې هغه دوه نوکران او عسکر په لاره کې روان وو او یافا ته ورسېدل، نو په همدې وخت کې پطروس د دعا کولو دپاره پاس بام ته وخوت.
10هغه وږی شو او غوښتل یې چې څه وخوري، کله چې ډوډۍ تیارېدله، نو هغه رویا ولیدله.
11هغه ولیدل چې د اسمان دروازې خلاصې شوې او د یو لوی دسترخوان په شان یو شی چې د څلورو څنډو څخه راځوړند ؤ او ښکته د ځمکې خواته راروان ؤ.
12په هغه کې هر ډول حیوانات، خزندې او مرغان وو.
13بیا یو اواز راغی او هغه ته یې وویل: «ای پطروسه، پاڅېږه! هغه حلال کړه او ویې خوره.»
14خو پطروس وویل: «څښتنه! هېڅکله نه، ما هېڅکله هم حرام او ناپاکه شی نه دی خوړلی.»
15په دوهم ځل بیا اواز راغی: «کوم شیان چې خدای حلال ګرځولي دي، هغه حرام مه ګڼه.»
16درې ځلې همداسې وشول او بیا هغه دسترخوان بېرته پورته اسمان ته یووړل شو.
17پطروس حیران پاتې ؤ چې د دې رویا معنی څه ده، چې په دې وخت کې هغو کسانو چې کورنیلیوس لېږلي وو، د شمعون کور پیدا کړ او هغوی د دروازې په مخ کې ودرېدل.
18هغوی نارې کړې او پوښتنه یې وکړه: «ایا شمعون چې پطروس ورته هم وایي، دلته مېلمه دی؟»
19پطروس لا د دې رویا په هکله فکر کاوه چې روح القدس ورته وویل: «ګوره، درې سړي تا لټوي.
20پاڅېږه او لاندې راښکته شه او د هغوی سره په تللو کې زړه نا زړه کېږه مه، ځکه چې هغوی ما درلېږلي دي.»
21نو پطروس لاندې ښکته شو او هغوی ته یې وویل: «زه هماغه سړی یم چې تاسو یې لټوئ. تاسو د څه دپاره راغلي یئ؟»
22هغوی ځواب ورکړ: «مونږ قوماندان کورنیلیوس رالېږلي یو. هغه یو نېک او داسې سړی دی چې له خدایه وېریږي او د ټولو یهودیانو په نظر کې ډېر عزتمن سړی دی. د خدای فرښتې هغه ته ویلي وو چې تا خپل کور ته راوغواړي او څه چې وایې هغه یې واوري.»
23نو پطروس هغوی کور ته راوستل او مېلمانه یې کړل.بله ورځ پطروس پاڅېده او د هغوی سره روان شو او د یافا څو ایمانداران هم ورسره ملګري وو.
24په بله ورځ هغوی قیصریې ته ورسېدل. کورنیلیوس هغوی ته په تمه ؤ او خپل خپلوان او خپل نژدې ملګري یې هم راغوښتي وو.
25څنګه چې پطروس کور ته ورننوت، کورنیلیوس د هغه مخې ته ورووت او د هغه په پښو کې پرېوت او سجده یې ورته وکړه.
26خو پطروس هغه د ځمکې څخه راپورته کړ او ورته ویې ویل: «راپاڅېږه، زه هم ستا په شان یو انسان یم.»
27په داسې حال کې چې پطروس د هغه سره خبرې کولې، کور ته ننوت او ویې لیدل چې هلته ډېر خلک راټول شوي وو.
28پطروس هغوی ته وویل: «تاسو ته ښه معلومه ده چې د یهودیانو دپاره دا ناروا ده چې د غیریهودیانو سره ناسته ولاړه او یا ملګرتیا وکړي. خو خدای ماته دا راښودلي دي چې زه باید هېڅوک هم ناپاکه او نجس ونه ګڼم.
29کله چې زه تاسو راوغوښتلم نو پرته له کوم اعتراضه راغلم. خو اوس پوښتنه کوم چې تاسو ولې زه راوغوښتلم؟»
30کورنیلیوس وویل: «څلور ورځې کیږي چې په همدې وخت کې یعنې د ماسپښین په درې بجو زه په خپل کور کې په دعا کولو بوخت وم چې ناڅاپه یو سړی چې ځلېدونکي کالي یې اغوستي وو، زما په مخکې ودرېده
31او ویې ویل: ‹ای کورنیلیوسه! خدای ستا دعاګانې قبولې کړې دي او هغه خیراتونه یې قبول کړي دي چې غریبانو ته دې ورکوې.
32اوس یو څو کسان د شمعون پسې چې پطروس ورته ویل کیږي، یافا ته ولېږه چې هغه راولي. هغه د بحیرې په غاړه د شمعون څرمن جوړوونکي په کور کې مېلمه دی.›
33نو سمدلاسه مې تا پسې سړي درولېږل او تا ډېر ښه کار وکړ چې دلته راغلې. نو اوس مونږ ټول دلته د خدای په حضور کې حاضر یو چې د هرڅه په هکله چې څښتن تاته حکم کړی دی، هغه واورو.»
34پطروس خپلې خبرې پیل کړې او ویې ویل: «زه اوس پوه شوم چې دا رښتیا دي چې خدای د هېچا طرفداري نه کوي.
35په هر قوم کې چې هرڅوک له خدایه وېریږي او سم کارونه کوي، خدای هغه مني.
36تاسو پوهېږئ چې خدای خپل پیغام د اسراییلو قوم ته ورولېږه او د سولې او سلامتۍ زېری یې د عیسی مسیح په وسیله چې د ټولو څښتن دی، اعلان کړ.
37تاسو پوهېږئ چې په ټوله یهودیه کې څه وشول. دا پېښه د یحیی د تعمید د غسل د اعلانولو څخه وروسته له جلیل څخه پیل شوه.
38او تاسو خبر یئ چې خدای څنګه ناصري عیسی په روح القدس او په خپل قدرت سره مسح کړ. هغه به هرځای ته تللو او د خلکو سره به یې نېکي کوله او کوم خلک چې د شیطان په بند کې وو هغوی ته به یې شفا ورکوله، ځکه چې خدای ورسره مل ؤ.
39مونږ د هغو ټولو کارونو شاهدان یو چې عیسی د یهودیانو په وطن او اورشلیم کې وکړل. هغوی عیسی په صلیب باندې ځوړند کړ او ویې واژه.
40خو خدای هغه په درېمه ورځ بېرته راژوندی کړ او خلکو ته یې ښکاره کړ،
41ټولو خلکو ته نه، بلکې یوازې هغو شاهدانو ته چې خدای له مخکې نه غوره کړي وو، یعنې مونږ ته چې د هغه د بیا راژوندي کېدلو څخه وروسته مو ورسره وخوړل او وڅښل.
42عیسی مونږ ته حکم کړی چې خلکو ته وعظ وکړو او دا شهادت ورکړو چې دا هغه څوک دی چې خدای په مړو او ژوندیو باندې قاضي ټاکلی دی.
43د هغه په هکله ټول پیغمبران شاهدي ورکوي او وایي چې هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي، نو د هغه په نوم به یې ګناهونه وبخښل شي.»
44پطروس لا خبرې کولې چې په هغو ټولو خلکو باندې چې د هغه خبرې یې اورېدلې، روح القدس نازل شو.
45هغه یهودي ایمانداران چې د پطروس سره راغلي وو، په دې حیران شول چې د روح القدس نعمت په غیریهودیانو هم نازل شو.
46ځکه چې دوی اورېدل چې هغوی په نورو ژبو خبرې کولې او د خدای لویي یې بیانوله. بیا پطروس وویل:
47«ایا داسې څوک شته چې دا خلک چې زمونږ په شان یې روح القدس تر لاسه کړی دی په اوبو باندې د تعمید غسل د اخیستلو څخه منع کړي؟»
48نو پطروس امر وکړ چې هغوی ته دې د عیسی مسیح په نوم د تعمید غسل ورکړل شي. بیا هغوی د پطروس څخه وغوښتل چې یو څو ورځې د هغوی سره پاتې شي.