Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
43 verses
1په هماغه وخت کې شاوول لا د څښتن عیسی پیروانو ته د قتل سخت اخطارونه ورکول. هغه لوی کاهن ته لاړ
2او د هغه څخه یې وغوښتل چې د دمشق کنیسو ته لیکونه ورکړي چې که چېرې هغه داسې کوم څوک پیدا کړي که هغه ښځه وي یا نر، چې د څښتن عیسی د لارې پیروان وي، نو هغه ونیسي او اورشلیم ته یې راولي.
3کله چې شاوول دمشق ته نژدې کېده، نو ناڅاپه د اسمان څخه یوه رڼا د هغه شاوخوا وځلېدله.
4هغه په ځمکه باندې راولوېد او یو اواز یې واورېد چې ویل یې: «شاووله، شاووله! ته ولې ما ځوروې؟»
5شاوول پوښتنه وکړه: «ای څښتنه، ته څوک یې؟» ځواب راغی: «زه عیسی یم، یعنې هغه څوک چې ته یې ځوروې.
6اوس پاڅېږه او ښار ته لاړ شه او هلته به تاته وویل شي چې څه باید وکړې.»
7کوم کسان چې د شاوول سره په سفر کې ملګري وو، غلي ولاړ وو. هغوی اواز واورېد، خو هېڅوک یې ونه لیده.
8نو شاوول د ځمکې څخه راپورته شو او سره له دې چې سترګې یې غړېدلې، خو څه شی یې نه شو لیدلی. نو ملګرو یې هغه له لاسه ونیوه او دمشق ته یې بوته.
9هغه تر درېو ورځو پورې ړوند ؤ او نه یې څه خوړل او نه یې څښل.
10په دمشق کې یو ایماندار اوسېده چې حنانیا نومېده. هغه رویا ولیدله چې څښتن ورته وویل: «ای حنانیا!» هغه ځواب ورکړ: «ای څښتنه، زه حاضر یم.»
11څښتن هغه ته وویل: «پاڅېږه او هغې کوڅې ته لاړ شه چې د مستقیمې کوڅې په نوم یادیږي او د یهودا په کور کې د شاوول په نوم د یو تن څخه چې د ترسوس د ښار څخه دی، پوښتنه وکړه. هغه همدا اوس دعا کوي.
12هغه په رویا کې ولیدل چې د حنانیا په نوم یو سړی راځي او د هغه په سر باندې به لاس ږدي، ترڅو هغه بېرته بینا شي.»
13حنانیا ځواب ورکړ: «ای څښتنه، ډېرو خلکو ماته د دې سړي او د هغو ټولو بدیو په هکله چې هغه په اورشلیم کې ستا د خلکو سره کړي دي، ویلي دي.
14او مشرانو کاهنانو هغه ته اختیار ورکړی چې دمشق ته راشي او هغه ټول خلک چې ستا نوم اخلي، ونیسي.»
15خو څښتن هغه ته وویل: «لاړ شه، ځکه چې دا سړی یوه وسیله ده چې ما غوره کړی دی، ترڅو زما نوم غیریهودیانو، د هغوی پاچاهانو او د اسراییلو قوم ته وروپېژني.
16زه به په خپله هغه ته وښایم چې هغه باید زما د نوم په خاطر څومره کړاوونه وزغمي.»
17نو حنانیا روان شو او هغه کور ته ورننوت چې شاوول په کې اوسېده او خپل لاس یې په شاوول باندې کېښود او ورته ویې ویل: «ای شاووله وروره! کله چې ته دلته راروان وې، نو څښتن یعنې هماغه عیسی چې تاته په لاره کې درښکاره شو، زه رالېږلی یم چې ته بېرته بینا شې او د روح القدس څخه ډک شې.»
18سمدلاسه د شاوول د سترګو څخه د پوستکو په شان شیان راوغورځېدل او هغه بېرته بینا شو. بیا هغه راپاڅېده او د تعمید غسل یې واخیست.
19له هغې وروسته هغه ډوډۍ وخوړله او بېرته یې قوت پیدا کړ.شاوول یو څو ورځې په دمشق کې د ایماندارانو سره پاتې شو.
20هغه سمدلاسه کنیسو ته لاړ او وعظ یې پیل کړ او ویل یې چې عیسی د خدای زوی دی.
21هرچا چې د هغه خبرې اورېدلې، نو حیران به شول او پوښتنه به یې کوله: «ایا دا هماغه سړی نه دی چې په اورشلیم کې به یې هغه خلک له منځه وړل چې د عیسی نوم به یې یاداوه؟ هغه دلته د دې مقصد دپاره نه دی راغلی چې دا خلک ونیسي او لاس تړلي یې مشرانو کاهنانو ته بوځي؟»
22خو د شاوول د وعظ کولو قدرت نور هم زیاتېده او په خپلو قانع کوونکو دلیلونو یې ثابتوله چې عیسی هماغه وعده شوی مسیح دی او هغوی ورته ځواب نه شو ویلی.
23ډېره موده وروسته یهودیان سره راټول شول او دسیسه یې جوړه کړه چې شاوول ووژني.
24هغوی شپه او ورځ د ښار په دروازو کې څوکیداري کوله، ترڅو هغه ووژني. خو شاوول د هغوی له دسیسې څخه خبر شو.
25نو یوه شپه د شاوول پیروانو هغه په ټوکرۍ کې د ښار د دېوال د سوري په لاره راښکته کړ.
26کله چې شاوول اورشلیم ته ورسېده، نو کوښښ یې وکړ چې د نورو ایماندارانو سره یوځای شي، خو هغوی ټول د هغه څخه وېرېدل، ځکه چې هغوی په دې باور نه درلود چې شاوول په رښتیا سره ایماندار شوی دی.
27بیا برنابا د هغه سره مرسته وکړه او هغه یې رسولانو ته بوته او هغوی ته یې وویل چې شاوول څنګه دمشق ته په لاره کې څښتن عیسی ولیده او هغه څنګه د شاوول سره خبرې وکړلې. همدارنګه برنابا هغوی ته وویل چې شاوول څنګه په دمشق کې په زړورتیا سره د عیسی په نوم وعظ وکړ.
28نو شاوول د هغوی سره پاتې شو او په اورشلیم کې د هغوی سره ګرځېده او په زړورتیا سره یې د څښتن عیسی په نوم وعظ کاوه.
29هغه به د یوناني ژبو یهودیانو سره خبرې او بحث کاوه، خو هغوی کوښښ کاوه چې شاوول ووژني.
30کله چې ایمانداران د دې څخه خبر شول، نو شاوول یې قیصریې ته بوته او بیا یې هغه د ترسوس ښار ته ولېږه.
31نو په ټوله یهودیه، جلیل او سامره کې کلیسا ارامه وه او ښه شوه. ایماندارانو د څښتن څخه په وېره کې او د روح القدس په مرسته پرمختګ کاوه او شمېر یې زیاتېده.
32پطروس به هرځای ته سفر کاوه او یوځل هغه د هغو ایماندارانو د لیدلو دپاره چې د لده په ښار کې اوسېدل، لاړ.
33په هغه ځای کې هغه د اینیاس په نوم یو سړی ولیده چې شل ؤ او د اتو کالو راهیسې په کټ کې پروت ؤ.
34پطروس هغه ته وویل: «ای اینیاسه، عیسی مسیح درته شفا درکوي. پاڅېږه او بستره دې راټوله کړه.» او هغه سمدلاسه پاڅېده.
35هغو ټولو خلکو چې په لده او شارون کې اوسېدل، اینیاس ولیده او په څښتن عیسی یې ایمان راوړ.
36په یافا کې یوه ایمانداره ښځه اوسېدله چې طبیتا نومېدله. په یوناني ژبه کې د هغې د نوم معنی هوسۍ ده. هغې تل نېک کارونه کول او د غریبانو سره یې مرسته کوله.
37په دې وخت کې هغه ناروغه او بیا مړه شوه. خلکو هغې ته غسل ورکړ او پاس په بالاخانه کې یې د هغې مړی کېښود.
38یافا د لدې څخه ډېره لېرې نه وه او ایمانداران خبر شول چې پطروس په لده کې دی، نو هغوی دوه تنه ورولېږل او د هغه څخه یې وغوښتل چې زر تر زره مونږ ته ځان راورسوه.
39نو پطروس پاڅېده او د هغوی سره روان شو. کله چې هغه راورسېده، نو پاس بالاخانې ته یې بوته. ټولې کونډې ښځې د هغه څخه راتاوې شوې، هغوی ژړل او هغه کالي او چپنې چې طبیتا د خپل ژوندانه په وخت کې ګنډلي وو، هغه ته وښودل.
40پطروس هغوی ټولې له کوټې څخه وویستلې، هغه په ګونډو شو او دعا یې وکړه. بیا یې مړي ته مخ راواړاوه او ویې ویل: «طبیتا پاڅېږه!» هغې خپلې سترګې وغړولې او کله چې یې پطروس ولیده، نو کښېناستله.
41پطروس هغې ته لاس ورکړ او هغه یې په پښو ودروله. بیا پطروس ټول ایمانداران او کونډې راوغوښتلې او طبیتا یې ورته ژوندۍ وسپارله.
42دا خبره په ټوله یافا کې خپره شوه او ډېرو خلکو په څښتن عیسی باندې ایمان راوړ.
43پطروس د زیات وخت دپاره د شمعون په نوم د څرمنو جوړوونکي سره په یافا کې پاتې شو.