Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
40 verses
1شاوول د هغو کسانو څخه ؤ چې د استیفان په مرګ باندې راضي ؤ.په هماغه ورځ په اورشلیم کې د ایماندارانو سخته ځورونه پیل شوه او پرته له رسولانو ټول ایمانداران د یهودیې او سامریې شاوخوا سیمو ته خواره واره شول.
2ځینې پرهېزګاره خلک راغلل او استیفان یې ښخ کړ او په هغه باندې یې ډېر ویر وکړ.
3خو شاوول کوښښ کاوه چې کلیسا ورانه کړي. هغه کور په کور ګرځېده او ښځې او نران به یې له کوره راویستل او په زندان کې به یې اچول.
4خو هغه ایمانداران چې هرې خواته خواره واره شوي وو، هر چېرته چې تلل د عیسی په هکله یې پیغام اوراوه.
5فیلیپوس د سامریې یو ښار ته لاړ او خلکو ته یې د مسیح په هکله وعظ کاوه.
6کله چې ګڼ شمېر خلکو د فیلیپوس خبرې واورېدلې او هغه معجزې چې هغه ښودلې ولیدلې، نو ټولو د هغه خبرو ته په غور سره غوږ نیوه.
7د ډېرو خلکو څخه چې پېریانو نیولي وو، پېریان په چیغو چیغو راوتل او ډېر شل او ګوډ خلک روغېدل.
8نو په هغه ښار کې لویه خوشحالي وه.
9خو په هغه ښار کې د شمعون په نوم یو سړی اوسېده چې د یو څه مودې راهیسې یې د سامریې خلک د خپلې جادو په زور حیران کړي وو او دعوه یې کوله چې هغه یو لوی سړی دی.
10د ټولو طبقو خلکو یعنې هم لویانو او کوچنیانو د هغه خبرو ته په غور غوږ نیوه او ویل یې: «دا سړی زمونږ د خداید هغه قدرت ښکارندوی دی چې ورته لوی قدرت وایي.»
11هغوی ځکه د هغه خبرې په غور غوږ نیوه چې تر ډېر وخته پورې یې هغوی د خپلې جادو په زور حیران کړي وو.
12خو کله چې هغوی د فیلیپوس په هغه زېري ایمان راوړ چې د خدای د پاچاهۍ او د عیسی مسیح په هکله یې واوراوه، نو نر او ښځو دواړو د تعمید غسل واخیست.
13تر دې پورې چې خپله شمعون هم ایمان راوړ، د تعمید غسل یې واخیست او له هغې وروسته به هغه تل له فیلیپوس سره ؤ. کله چې هغه د فیلیپوس لوی او حیرانوونکي کارونه او معجزې چې هغه ښودلې ولیدلې، نو حیران پاتې شو.
14کله چې په اورشلیم کې رسولان خبر شول چې سامریانو د خدای پیغام منلی دی، نو هغوی پطروس او یوحنا ورولېږل.
15کله چې هغوی هغه ځای ته ورسېدل، نو د هغو نویو ایماندارانو دپاره یې دعا وکړه چې روح القدس ورباندې نازل شي.
16ځکه چې هغوی یوازې د څښتن عیسی په نوم د تعمید غسل اخیستی ؤ او تر دې وخته پورې لا د هغوی څخه په هېچا باندې روح القدس نازل شوی نه ؤ.
17نو بیا پطروس او یوحنا په هغوی باندې لاسونه کېښودل او هغوی روح القدس تر لاسه کړ.
18کله چې شمعون ولیدل چې د رسولانو د لاس په ایښودلو روح القدس ورکول کیږي، نو هغه پطروس او یوحنا ته پیسې وړاندې کړې
19او ویې ویل: «دا اختیار ماته هم راکړه چې زه په چا باندې لاس کېږدم او روح القدس ورباندې نازل شي.»
20خو پطروس ځواب ورکړ: «ستا پیسې دې ستا سره یوځای تباه شي، ځکه تا فکر کاوه چې د خدای دا نعمت په پیسو اخیستل کیږي.
21په دې کار کې ستا نصیب او برخه نشته، ځکه چې ستا زړه د خدای په نظر کې سم نه دی.
22نو بیا له خپلو بدو کارونو څخه توبه وباسه او څښتن ته دعا وکړه، کېدای شي چې هغه تا د دې بدو خیالونو په خاطر چې په زړه کې یې لرې، وبخښي.
23زه وینم چې ستا زړه سخت د کینې څخه ډک دی او د ګناه غلام یې.»
24شمعون پطروس او یوحنا ته په ځواب کې وویل: «زما په خاطر څښتن ته دعا وکړئ چې څه چې تاسو وویل هغه په ما باندې رانه شي.»
25کله چې پطروس او یوحنا د څښتن عیسی په هکله شاهدي ورکړه او د هغه پیغام یې اعلان کړ، نو بېرته اورشلیم ته لاړل او په لاره کې یې د سامریې ډېرو کلیو ته زېری ورساوه.
26بیا د څښتن فرښتې فیلیپوس ته وویل: «پاڅېږه او جنوب خواته په هغه لاره لاړ شه چې د اورشلیم څخه غزې ته تللې ده.» (دا د بیابان یوه لاره ده.)
27فیلیپوس پاڅېده او روان شو. هغه په لاره کې د یو ایتوپیایي سره چې خصي شوی ؤ او د ایتوپیا د کنداکې د ملکې د دربار د ټولې خزانې مشر مامور ؤ، مخامخ شو. هغه مامور اورشلیم ته د عبادت دپاره راغلی ؤ
28او اوس بېرته خپل کور ته روان ؤ. هغه په خپلې ګاډۍ کې ناست ؤ او د اشعیا پیغمبر کتاب یې لوسته.
29روح القدس فیلیپوس ته وویل: «لاړ شه او هغې ګاډۍ ته ورنژدې شه.»
30نو فیلیپوس د هغه خواته ورمنډه کړه او هغه واورېدل چې هغه سړی د اشعیا پیغمبر کتاب لولي. نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ته چې څه لولې ورباندې پوهېږې؟»
31هغه ځواب ورکړ: «ترڅو پورې چې کوم څوک یې راته تشریح نه کړي زه ورباندې څنګه پوهېدلی شم؟» نو هغه د فیلیپوس څخه وغوښتل چې ګاډۍ ته وخېژي او د هغه سره کښېني.
32هغه چې د خدای د کلام کومه برخه لوستله هغه داسې وه:«هغه سړی د هغه پسه په شانچې حلالېدلو ته وړل کېدهاو د هغه وري په شان ؤچې د سکولوونکو په مخکې غلی وياو هېڅ نه وایي.
33هغه سپک کړای شو او انصاف ورسره ونه شو.څوک کولای شي چې د هغه د اولادې په هکله خبرې وکړي،ځکه چې د هغه ژوند د ځمکې په مخ پای ته ورسېده.»
34هغه مامور فیلیپوس ته وویل: «زه درته سوال کوم، ماته ووایه چې پیغمبر دلته د چا په هکله خبرې کوي؟ د خپل ځان په هکله یا د بل چا په هکله؟»
35بیا فیلیپوس د خدای د کلام د هماغې برخې څخه پیل کړه او هغه ته یې د عیسی په هکله زېری واوراوه.
36څنګه چې هغوی په لاره روان وو، نو یو داسې ځای ته ورسېدل چې هلته اوبه وې او هغه مامور وویل: «ګوره چې دلته اوبه شته، نو څه شی زما د تعمید د غسل اخیستلو مخه نیولی شي؟» [
37فیلیپوس وویل: «که چېرې ته د زړه نه ایمان راوړې، نو بیا کولای شې.» هغه ځواب ورکړ: «زه ایمان لرم چې عیسی مسیح د خدای زوی دی.»]
38نو هغه مامور امر وکړ چې ګاډۍ ودروي. فیلیپوس او هغه دواړه اوبو ته ورښکته شول او فیلیپوس هغه ته د تعمید غسل ورکړ.
39کله چې هغوی دواړه له اوبو څخه راووتل، نو د څښتن روح فیلیپوس بوته او هغه مامور نور فیلیپوس ونه لیده او په خوشحالۍ سره په خپله لاره روان شو.
40خو فیلیپوس پوه شو چې زه د اشدود په ښار کې یم. هغه په ټولو ښارونو کې ګرځېده او زېری یې ورکاوه، ترڅو قیصریې ته ورسېده.