Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
60 verses
1لوی کاهن د استیفان څخه پوښتنه وکړه: «ایا دا رښتیا دي؟»
2استیفان ځواب ورکړ: «ای ورونو او پلرونو! ماته غوږ ونیسئ! مخکې له دې چې زمونږ نیکه ابراهیم لاړ شي او په حاران کې واوسیږي، د جلال خاوند خدای ورته په بین النهرین کې ورښکاره شو
3او هغه ته یې وویل: ‹خپل وطن او خپل خپلوان دې پرېږده او هغه هېواد ته لاړ شه چې زه یې درته ښایم.›
4نو ابراهیم د کلدانیانو د وطن څخه لاړ او په حاران کې اوسېده. کله چې د ابراهیم پلار مړ شو نو خدای هغه دې وطن ته چې تاسو اوس په کې اوسېږئ، راوست.
5خو خدای په هغه وطن کې هغه ته حتی یو متر مربع ځمکه هم د میراث په توګه ورنه کړه، حتی دومره ځمکه یې هم ورنه کړه چې پښه ورباندې کېږدي. خو خدای وعده وکړه چې دا ځمکه به هغه ته او د هغه څخه وروسته د هغه اولادې ته ورکړي چې د هغوی ملکیت شي، که څه هم ابراهیم اولاد نه درلود.
6نو خدای ابراهیم ته داسې وویل: ‹ستا اولاده به په پردي وطن کې د مسافرو په شان اوسیږي. هغوی به هلته غلامان وي او څلور سوه کاله به ورباندې ظلم کیږي.›
7همدارنګه خدای وویل: ‹خو زه به هغه قوم ته چې ستاسو د اولادې څخه غلامان جوړوي، سزا ورکړم. وروسته به هغوی د هغه وطن څخه راووځي او په دې ځای کې به زما عبادت کوي.›
8بیا خدای ابراهیم ته د سنتولو حکم ورکړ چې د لوظ یوه نښه به وي، ترڅو دا وښایي چې هغه په شوي لوظ باندې عمل کړی دی. نو کله چې د ابراهیم زوی اسحاق پیدا شو، نو هغه یې په اتمه ورځ سنت کړ. اسحاق خپل زوی یعقوب سنت کړ او یعقوب خپل دولس زامن چې وروسته بیا د دولسو قبیلو مشران شول، سنت کړل.
9د یعقوب زامنو د خپل ورور یوسف سره کینه پیدا کړه او هغه یې په مصر کې د غلام په توګه خرڅ کړ. خو خدای د هغه سره مل ؤ
10او هغه یې له خپلو ټولو تکلیفونو څخه خلاص کړ. کله چې یوسف د مصر د پاچا فرعون په حضور کې راښکاره شو، خدای په هغه باندې فضل وکړ او هغه ته یې حکمت ورکړ. نو فرعون هغه د ټول مصر واکمن او د خپلې کورنۍ مسوول وټاکه.
11بیا په ټول مصر او کنعان کې قحطي راغله چې د یو لوی مصیبت د رامنځته کېدلو سبب شوه او زمونږ نیکونو د خوراک دپاره څه شی نه شو پیدا کولای.
12نو کله چې یعقوب خبر شو چې په مصر کې غلې دانې پیدا کیږي، نو هغه خپل زامن یعنې زمونږ نیکونه د لومړي ځل دپاره هلته ولېږل.
13کله چې هغوی د دوهم ځل دپاره هلته لاړل، نو یوسف خپل ځان خپلو ورونو ته وروپېژانده او فرعون د یوسف کورنۍ وپېژندله.
14نو یوسف خپل پلار یعقوب او ټول خپلوان چې شمېر یې پنځه اویا تنو ته رسېده، مصر ته راوغوښتل.
15نو یعقوب مصر ته لاړ او هلته هغه او زامن یې یعنې زمونږ نیکونه مړه شول.
16د هغوی مړي شکیم ته یووړل شول او په هغې هدیره کې ښخ کړای شول چې ابراهیم د حمور د زامنو څخه په بیه اخیستې وه.
17کله چې هغه وخت راورسېد چې خدای د ابراهیم سره خپله کړې وعده پوره کړي، نو په دې وخت کې زمونږ د خلکو شمېر په مصر کې ډېر زیات شو.
18بیا په مصر کې یو بل پاچا په تخت کښېناست چې یوسف یې نه پېژانده.
19هغه زمونږ د نیکونو سره ټګي وکړه، په هغوی باندې یې ظلم کاوه او هغوی یې دې ته مجبور کړل چې خپل نوي زېږېدلي ماشومان د کورونو څخه دباندې پرېږدي چې مړه شي.
20په دې وخت کې موسی وزېږېده. هغه یو ډېر ښکلی ماشوم ؤ او تر درې می��شتو پورې د هغه پالنه د خپل پلار په کور کې کېدله.
21خو کله چې هغوی مجبور شول چې هغه د کور څخه دباندې پرېږدي، نو د فرعون لور هغه واخیست او د خپل زوی په شان یې د هغه روزنه کوله.
22موسی د مصریانو د ټول حکمت او پوهې تعلیم حاصل کړ. هغه په خبرو او کارونو کې غښتلی شو.
23کله چې موسی څلوېښت کلن شو، نو په زړه کې یې دا وګرځېدل چې د خپلو اسراییلي ورونو د لیدلو دپاره لاړ شي.
24کله چې هغه ولیدل چې یو مصري د یو اسراییلي سره بد چلند کاوه، نو هغه ورغی چې د هغه اسراییلي څخه دفاع وکړي او د مصري څخه یې د هغه بدل واخیست او هغه یې وواژه.
25موسی فکر کاوه چې د هغه خپل قوم به په دې پوه شي چې د ده په وسیله به خدای هغوی ته خلاصون ورکوي، خو هغوی پوه نه شول.
26بله ورځ موسی ولیدل چې دوه اسراییلیانو په خپلو کې سره جګړه کوله او هغه هڅه کوله چې د هغوی ترمنځ روغه جوړه وکړي، نو موسی هغوی ته وویل: ‹ای خلکو! تاسو خو سره ورونه یئ، نو ولې یو د بله سره جګړه کوئ؟›
27خو هغه ملامته سړي موسی ټېل واهه او ورته ویې ویل: ‹ته چا په مونږ باندې حاکم او قاضي ټاکلی یې؟
28ایا ته غواړې چې د پروني مصري په شان ما هم مړ کړې؟›
29کله چې موسی دا خبره واورېدله، نو هغه د مصر څخه وتښتېد او مدیان ته لاړ او هلته د مسافر په شان اوسېده. هلته د هغه دوه زامن پیدا شول.
30څلوېښت کاله وروسته د سینا غره ته نژدې په یوه دښته کې د یو سوځېدونکي بوټي د اور په لمبو کې یوه فرښته موسی ته ورښکاره شوه.
31کله چې موسی هغه ولیدله نو حیران شو. څنګه چې نژدې ورغی چې هغه ښه وویني، نو د څښتن اواز یې واورېد:
32‹زه ستا د نیکونو خدای یم، د ابراهیم، اسحاق او یعقوب خدای یم.› موسی له وېرې رپېده او جرات یې نه شو کولای چې ورته وګوري.
33څښتن هغه ته وویل: ‹خپلې څپلۍ وباسه، ځکه په کومه ځمکه باندې چې ته ولاړ یې هغه سپېڅلې ده.
34ما لیدلي دي چې زما په قوم باندې په مصر کې ظلم کیږي. ما د هغوی فریادونه اورېدلي او زه د هغوی د خلاصون دپاره راښکته شوی یم. اوس راشه، زه تا بېرته مصر ته لېږم.›
35نو هماغه موسی دی چې د اسراییلو خلکو رد کړی ؤ او ورته ویلي یې وو: ‹ته چا په مونږ باندې حاکم او قاضي ټاکلی یې؟› خدای همدا موسی د هغې فرښتې په وسیله چې هغه ته د سوځېدونکي بوټي د اور په لمبو کې ښکاره شوه، ولېږه ترڅو د اسراییلو د خلکو حاکم او خلاصوونکی وي.
36دا موسی ؤ چې هغوی یې د مصر څخه راوویستل او په مصر او سره بحیره کې او څلوېښت کاله یې په دښته کې حیرانوونکي کارونه وکړل او معجزې یې وښودلې.
37دا هغه موسی دی چې اسراییلیانو ته یې وویل: ‹خدای به ستاسو د خپل قوم څخه ستاسو دپاره زما په شان یو پیغمبر درولېږي.›
38دا موسی ؤ چې په دښته کې زمونږ د نیکونو یعنې د خدای د قوم په غونډه کې د هغوی سره ؤ او فرښتې ورسره د سینا په غره کې خبرې وکړې. هلته هغه د خدای ژوندی کلام تر لاسه کړ چې مونږ ته یې راورسوي.
39خو زمونږ نیکونو د موسی د منلو څخه انکار وکړ. هغه یې رد کړ او غوښتل یې چې بېرته مصر ته لاړ شي.
40نو هغوی هارون ته وویل: ‹مونږ ته داسې خدایان جوړ کړه چې زمونږ لارښوونه وکړي. ځکه مونږ نه پوهېږو چې په دې موسی باندې چې مونږ یې له مصر څخه راوویستلو، څه وشول.›
41په هغه وخت کې هغوی د خوسکي په شکل یو بت جوړ کړ او هغه ته یې قرباني وړاندې کړه او په خپلو لاسونو جوړ شوي شي ته یې خوشحالي وکړه.
42نو خدای د هغوی څخه مخ واړاوه او هغوی یې پرېښودل چې د اسماني ستورو عبادت وکړي، لکه څنګه چې د پیغمبرانو په کتاب کې لیکل شوي دي:‹ای د اسراییلو قومه! ایا تاسو په دې څلوېښتو کالو کې په دې دښته کېماته قربانۍ او نذرانې راوړې دي؟
43نه، تاسو هغه د مولک بت د عبادت خېمهاو د خپل رفان خدای د ستوري تصویر له ځان سره وړئچې په خپله مو جوړ کړي دي چې عبادت یې وکړئ،نو تاسو به د څپرکیل بلې خواته جلاوطنه کړم.›
44زمونږ نیکونو په دښته کې د شهادت خېمه لرله. دا هغه خېمه وه چې خدای موسی ته حکم کړی ؤ چې د هغې نمونې له مخې چې هغه ته ښودل شوې وه، جوړه کړي.
45وروسته بیا دا خېمه زمونږ نیکونو ته ورکړل شوه او هغوی دا هغه وخت راوړله کله چې د یوشع سره روان وو او د هغو قومونو ځمکه یې ونیوله چې خدای د هغوی له مخې څخه لېرې کول. دا خېمه د داود تر وخته پورې هلته پاتې وه.
46خدای د داود څخه خوشحاله ؤ او هغه خدای ته سوال وکړ چې د یعقوب د خدای دپاره د اوسېدو ځای جوړ کړي.
47خو دا سلیمان ؤ چې د خدای دپاره یې کور جوړ کړ.
48خو خدای تعالی د انسانانو په لاس جوړ شوي کور کې نه اوسیږي. لکه څنګه چې یو پیغمبر وایي:
49‹زما تخت دی اسماناو ځمکه ده زما د پښو چوکۍتاسو به جوړ کړئ ماته څه ډول کور؟وایي څښتن،او چېرته دی زما د ارام ځای؟
50ایا ما پیدا کړي نه دي دغه ټول شیان خپلو لاسونو باندې؟›
51ای سرزورو خلکو! ستاسو زړونه د کافرو د زړونو په شان دي، د خدای د پیغام اورېدلو ته کاڼه یئ! تاسو تل د خپلو نیکونو په شان د روح القدس په وړاندې ودرېږئ.
52ایا داسې کوم پیغمبر شته چې ستاسو نیکونو ځورولی نه وي؟ هغوی هغه پیغمبران هم ووژل چې د هغه د نېک خدمتګار د راتګ پېشګويي یې کړې وه او اوس تاسو د هغه سره خیانت وکړ او هغه مو وواژه.
53تاسو هغه خلک یئ چې شریعت درته د فرښتو په وسیله درورسېد، خو تاسو ورباندې عمل ونه کړ.»
54کله چې د شورا غړو د استیفان خبرې واورېدلې، نو ډېر په قهر شول او د قهر له لاسه یې خپل غاښونه وچیچل.
55خو استیفان چې د روح القدس څخه ډک ؤ، اسمان ته په ځیر وکتل او د خدای جلال یې ولیده او عیسی یې ولیده چې د خدای ښي لاس ته ولاړ ؤ.
56هغه وویل: «ګورئ! زه وینم چې د اسمان دروازې خلاصې دي او د انسان زوی د خدای ښي لاس ته ولاړ دی.»
57د شورا غړو په لوړ اواز سره چیغې ووهلې او خپل غوږونه یې بند کړل او هغوی ټولو په هغه باندې حمله وکړه
58او هغه یې د ښار څخه دباندې وویست او سنګسار یې کړ. کومو خلکو چې د هغه په خلاف شاهدي ورکړې وه خپلې چپنې وویستلې او د شاوول په نوم د یو ځوان په پښو کې کېښودلې.
59کله چې هغوی استیفان سنګساراوه، نو هغه دعا وکړه: «ای څښتنه عیسی! زما روح قبول کړه.»
60هغه په ګونډو شو او په لوړ اواز یې چیغې ووهلې: «ای څښتنه، هغوی په دې ګناه مه نیسه.» هغه دا خبره وکړه او مړ شو.