Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1په هغو ورځو کې چې د عیسی د پیروانو شمېر زیاتېده، نو یوناني ژبو یهودیانو د عبراني ژبو یهودیانو څخه شکایت وکړ چې د ورځني خوراک د وېشلو په وخت کې یوناني ژبو یهودي کونډو ښځو ته خپله برخه نه ورکول کیږي.
2نو هغو دولسو رسولانو ټول ایمانداران راوغوښتل او ویې ویل: «دا زمونږ دپاره مناسبه نه ده چې نورو ته د خوړو د رسولو په خاطر خلکو ته د خدای د پیغام رسول پرېږدو.
3نو ای خویندو او ورونو! د خپل منځ څخه اووه تنه چې نېک نامه او د روح القدس څخه ډک او د حکمت لرونکي خلک وي غوره کړئ، ترڅو د دې کارونو مسوولیت د هغوی په غاړه واچوو.
4خو مونږ به خپل وخت په دعا کولو او د خدای د کلام په وعظ او تعلیم ورکولو تېروو.»
5د رسولانو دا نظر د ټولو خوښ شو، نو هغوی استیفان چې ډېر ایمانداره سړی ؤ او د روح القدس څخه ډک ؤ او فیلیپوس، پروکروس، نیکانور، تیمون، پرمیناس او نیکولاوس چې یهودي شوی ؤ او د سوریې د انطاکیې څخه ؤ، غوره کړل.
6هغوی دا کسان رسولانو ته وروپېژندل او رسولانو د هغوی په سرونو باندې خپل لاسونه کېښودل او د هغه دپاره یې دعا وکړه.
7نو د خدای کلام په پرله پسې توګه خپرېده او په اورشلیم کې د ایماندارانو شمېر زیاتېده او ډېرو کاهنانو هم ایمان راوړ.
8استیفان چې د خدای د فضل او قدرت څخه ډک ؤ، د خلکو په منځ کې به یې ډېر حیرانوونکي کارونه کول او معجزې به یې ښودلې.
9خو ځینې خلک چې د ازادو خلکو په نوم د کنیسې غړي وو چې د قیروان او سکندریې د ښارونو او نور خلک چې د قیلیقیې او اسیا د ولایتونو څخه وو، راپورته شول او د استیفان سره یې بحث پیل کړ.
10خو استیفان داسې په حکمت او د روح القدس په قدرت سره خبرې کولې چې هغوی نه شو کولای د هغه په وړاندې ودریږي.
11نو هغوی ځینې خلک ولمسول چې ووایي: «مونږ واورېدل چې استیفان د موسی او خدای په ضد کفر ویل.»
12نو په دې ډول هغوی خلک، مشران او د شریعت عالمان راوپارول او استیفان یې ونیوه او شورا ته یې راوست.
13بیا هغوی څو تنه د دروغو شاهدان راوستل او دې شاهدانو وویل: «دا سړی تل د دې سپېڅلي کور او د موسی د شریعت په خلاف خبرې کوي.
14مونږ د هغه څخه واورېدل چې ویل یې: ‹عیسی ناصري به دا د خدای کور وران کړي او کوم دودونه او دستورونه چې موسی مونږ ته راکړي دي هغه به بدل کړي.›»
15نو په شورا کې چې کوم خلک ناست وو هغوی ټولو په ځیر سره استیفان ته کتل او ویې لیدل چې د هغه مخ لکه د فرښتې د مخ په شان ځلېده.