Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
42 verses
1خو یو سړی ؤ چې حنانیا نومېده او ښځه یې سفیره نومېدله. هغوی خپله یوه ټوټه ځمکه خرڅه کړه
2او په داسې حال کې چې ښځه یې هم پوهېدله چې هغه یو څه پیسې یې د ځان سره وساتلې او پاتې پیسې یې رسولانو ته راوړلې.
3خو پطروس هغه ته وویل: «ای حنانیا، ته ولې شیطان ته تسلیم شوې او دې ته یې مجبور کړې چې روح القدس ته دروغ ووایې او یو څه پیسې چې د ځمکې د خرڅولو څخه دې لاسته راوړې دي، خپل ځان ته وساتې؟
4ایا د خرڅولو څخه مخکې هغه ځمکه ستا نه وه؟ کله چې دې خرڅه کړه هغه پیسې ستا نه وې؟ نو بیا دې څنګه فکر وکړ چې داسې کار وکړې؟ تا انسانانو ته نه بلکې خدای ته دې دروغ ویلي دي.»
5کله چې حنانیا دا خبرې واورېدلې، نو هغه راولوېد او مړ شو. نورو ټولو چې دا واورېدل، ډېر ووېرېدل.
6بیا یو څو ځوانان راغلل، د هغه مړی یې په کفن کې تاو کړ، هغه یې یووړ او ښخ یې کړ.
7نژدې درې ساعته وروسته د هغه ښځه سفیره راننوتله او خبره نه وه چې څه شوي دي.
8پطروس د هغې څخه پوښتنه وکړه: «ماته ووایه چې تاسو خپله ځمکه په همدومره پیسو خرڅه کړې وه؟» هغې ځواب ورکړ: «هو، په همدې پیسو.»
9پطروس هغې ته وویل: «تاسو دواړو څنګه داسې پرېکړه وکړه چې د څښتن روح وازمایئ؟ ګوره، کومو خلکو چې ستا مېړه ښخ کړ، هغوی همدا اوس په دروازه کې ولاړ دي او هغوی به تا هم یوسي.»
10سمدلاسه هغه ښځه د پطروس په پښو کې راولوېدله او مړه شوه. کله چې هغه ځوانان راننوتل، نو ویې لیدل چې هغه هلته مړه پرته ده، نو د هغې مړی یې هم یووړ او د خپل مېړه په خوا کې یې ښخه کړه.
11د کلیسا ټول خلک او نور کسان چې د دې پېښې نه خبر شول، نو ډېر ووېرېدل.
12رسولانو د خلکو په منځ کې ډېر حیرانوونکي کارونه وکړل او ډېرې معجزې یې وښودلې. ایمانداران به د سلیمان په برنډه کې یوځای سره راټولېدل.
13که څه هم خلکو هغوی ته په درنه سترګه کتل، خو کوم خلک چې د دوی په ډله کې نه وو، د هغوی څخه هېچا هم زړه نه شو کولای چې د ایماندارانو سره یوځای شي.
14خو بیاهم ډېرو سړیو او ښځو په څښتن باندې ایمان راوړ او د هغوی د ډلې سره یوځای شول.
15د هغو معجزو له امله چې رسولانو به ښودلې، خلکو به خپل ناروغان کوڅو ته راویستل او په کټونو او بسترو باندې به یې اچولي وو، ترڅو کله چې پطروس له هغه ځای څخه تېریږي، نو لږ تر لږه د هغه سیوری د هغوی څخه په ځینو باندې ولویږي.
16د اورشلیم د شاوخوا ښارګوټو څخه به ډېر خلک راتلل او هغوی به خپل ناروغان او هغه خلک راوستل چې پېریانو نیولي وو او ټول به روغ شول.
17نو بیا د لوی کاهن او د هغوی ټولو ملګرو چې د صدوقیانو د ډلې غړي وو، په زړونو کې کینه پیدا شوه.
18هغوی رسولان ونیول او په عمومي زندان کې یې واچول.
19خو په هماغه شپه د څښتن فرښتې د زندان دروازې خلاصې کړې او هغوی یې دباندې راوویستل او ورته ویې ویل:
20«لاړ شئ او د خدای په کور کې ودرېږئ او خلکو ته د دې نوي ژوندون په هکله پیغام ورسوئ.»
21لکه څنګه چې رسولانو ته ویل شوي وو، هغوی سهار وختي د خدای کور ته ورننوتل او د تعلیم په ورکولو یې پیل وکړ.کله چې لوی کاهن او د هغه ملګري سره راټول شول، نو د یهودیانو ټول مشران یې د شورا د غونډې دپاره راوغوښتل. هغوی امر وکړ چې رسولان د زندان څخه راولي.
22خو کله چې مامورین زندان ته ورغلل، نو هغوی یې په زندان کې پیدا نه کړل. نو بېرته شورا ته راغلل او د شورا غړي یې خبر کړل او ویې ویل:
23«کله چې مونږ زندان ته ورغلو نو ومو لیدل چې د زندان دروازې کلکې بندې وې او ټول ساتونکي په دروازه کې ولاړ وو. خو کله چې مونږ دروازې خلاصې کړې، نو دننه په کې هېڅوک نه ؤ.»
24کله چې مشرانو کاهنانو او د خدای د کور د ساتونکو قوماندان دا خبر واورېد، هغوی حیران شول چې اوس به څه کیږي.
25بیا یو سړی راغی او هغوی ته یې وویل: «کوم کسان چې تاسو په زندان کې اچولي وو هغوی د خدای په کور کې دي او خلکو ته تعلیم ورکوي.»
26بیا قوماندان د خدای د کور د ساتونکو سره لاړ او رسولان یې بېرته راوستل. د هغوی سره یې د زور څخه کار وانخیست، ځکه چې هغوی د دې څخه وېرېدل چې خلک به یې سنګسار کړي.
27هغوی رسولان راوستل او د شورا په مخکې یې ودرول او لوی کاهن ورڅخه پوښتنې پیل کړې او
28ویې ویل: «مونږ تاسو ته په ټینګه امر کړی ؤ چې د عیسی په نوم تعلیم مه ورکوئ. خو تاسو خپل تعلیم په ټول اورشلیم کې خپور کړی دی او کوښښ کوئ چې د هغه سړي خون زمونږ په غاړه واچوئ.»
29پطروس او نورو رسولانو په ځواب کې وویل: «مونږ باید د خدای امر ومنو، نه د انسان.
30زمونږ د نیکونو خدای هغه عیسی بیا راژوندی کړ چې تاسو په صلیب ځوړند کړ او مړ مو کړ.
31خدای هغه ته د سردار او خلاصوونکي په توګه د عزت مقام ورکړ او خپل ښي لاس ته یې کښېناوه، ترڅو د اسراییلو خلکو ته د توبې ویستلو موقع ورکړي او د هغوی ګناهونه وبخښل شي.
32مونږ د دې کارونو شاهدان یو او همدارنګه روح القدس چې خدای هغه چاته ورکړی دی چې د هغه امر ته غاړه ږدي.»
33کله چې د شورا غړو دا واورېدل، نو هغوی دومره په قهر شول چې غوښتل یې رسولان ووژني.
34خو په هغوی کې یو فریسي ؤ چې غمالاییل نومېده. هغه د شریعت استاذ ؤ او ټولو خلکو یې درناوی کاوه. هغه راپاڅېده او امر یې وکړ چې رسولان دې د لږې شېبې دپاره دباندې وویستل شي.
35بیا هغه شورا ته وویل: «ای د اسراییلو خلکو! تاسو چې د دې خلکو سره څه کوئ، نو د احتیاط څخه کار واخلئ.
36څه موده مخکې یو سړی چې تیوداس نومېده، راپورته شو او دعوه یې کوله چې زه یو لوی مشر یم. نژدې څلور سوه تنه د هغه سره یوځای شول، خو هغه ووژل شو او ټول پیروان یې خواره واره شول او هرڅه پای ته ورسېدل.
37له هغه نه وروسته د سرشمېرنې په وخت کې د یهودا په نوم یو سړی چې د جلیل څخه ؤ، راپورته شو او ډېر خلک د هغه په لمسون یاغیان شول، ترڅو د هغه پیروان شي، خو هغه هم ووژل شو او ټول پیروان یې خواره واره شول.
38نو اوس زه تاسو ته مشوره درکوم چې د دې خلکو څخه لېرې اوسئ او هغوی په خپل حال پرېږدئ. ځکه که چېرې دا نقشه او دا کار د انسان له خوا وي، نو هغه به ناکام شي،
39خو که چېرې د خدای له خوا وي، نو تاسو یې مخه نه شئ نیولی او دا به په دې معنی وي چې تاسو د خدای سره جنګ کوئ.»هغوی د غمالاییل مشوره ومنله
40او رسولان یې راوغوښتل، هغوی یې په دورو ووهل او حکم یې ورته وکړ چې بیا هېڅکله د عیسی په نوم خبرې ونه کړي. بیا یې هغوی پرېښودل چې لاړ شي.
41کله چې رسولان د شورا څخه ووتل نو خوشحاله وو، ځکه چې خدای هغوی د دې وړ وګڼل چې د عیسی د نوم په خاطر بې عزتي وزغمي.
42هغوی هره ورځ د خدای په کور او د خلکو په کورونو کې تعلیم او زېری ورکاوه چې عیسی هماغه وعده شوی مسیح دی.