Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
37 verses
1پطروس او یوحنا لا د خلکو سره خبرې کولې چې په دې وخت کې ځینې کاهنان، د خدای د کور د ساتونکو قوماندان او ځینې صدوقیان راورسېدل.
2هغوی ډېر په قهر وو، ځکه چې رسولانو خلکو ته تعلیم ورکاوه او اعلان یې کاوه چې عیسی د مړو څخه بیا راژوندی شوی دی او دا ثابتوي چې مړي به راژوندي کیږي.
3هغوی پطروس او یوحنا ونیول، خو له دې امله چې ماښام ؤ، نو هغوی یې تر سبا ورځې پورې په زندان کې وساتل.
4خو ډېرو خلکو چې دا پیغام واورېد، نو ایمان یې راوړ. د هغوی شمېر نژدې پنځو زرو کسانو ته ورسېده.
5بله ورځ د یهودیانو حاکمان، مشران او د شریعت عالمان په اورشلیم کې سره راټول شول.
6لوی کاهن حناس او قیافا، یوحنا، سکندر او د لوی کاهن د کورنۍ نور غړي هم هلته وو.
7هغوی پطروس او یوحنا راوستل او د شورا په مخکې یې ودرول او پوښتنه یې ترې وکړه: «تاسو په کوم قدرت او د چا په نوم دا کار کړی دی؟»
8پطروس چې د روح القدس څخه ډک شو، هغوی ته ځواب ورکړ: «ای د قوم حاکمانو او مشرانو:
9که چېرې تاسو نن زمونږ څخه د هغه نېک کار په هکله چې د هغه شل سړي سره مو کړی دی پوښتنه کوئ او غواړئ په دې پوه شئ چې هغه څنګه روغ شو،
10نو تاسو ټول او د اسراییلو ټول قوم دې په دې پوه شي چې دا سړی چې ستاسو په مخکې ولاړ دی، هغه د ناصري عیسی مسیح د نوم په قدرت سره چې تاسو په صلیب ځوړند کړ او خدای بېرته د مړو څخه راژوندی کړ، روغ شوی دی.
11عیسی هغه څوک دی چې د هغه په هکله د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:‹دا هغه تیږه ده چې تاسو ګلکارانو رد کړه،خو هغه د بنیاد اصلي تیږه شوه.›
12خلاصون یوازې د عیسی په وسیله تر لاسه کېدای شي. ځکه چې په ټوله نړۍ کې بل داسې څوک نشته چې د هغه په وسیله مونږ خلاصون ومومو.»
13کله چې هغوی د پطروس او یوحنا زړورتیا ولیدله او پوه شول چې هغوی عادي او بې تعلیمه خلک دي، نو حیران شول او ویې وپېژندل چې د عیسی ملګري دي.
14خو څرنګه چې هغوی هغه سړی ولید چې روغ رمټ د هغوی په منځ کې ولاړ دی، نو هېڅ یې ونه شو ویلی.
15نو هغوی پطروس او یوحنا ته امر وکړ چې د شورا څخه ووځي او بیا یې په خپل منځ کې بحث پیل کړ.
16هغوی وویل: «دې خلکو سره څه وکړو؟ ځکه چې د اورشلیم ټول خلک پوهیږي چې دا حیرانوونکې معجزه د هغوی له خوا وشوه او مونږ له هغې څخه منکرېدلی نه شو.
17خو د دې دپاره چې دا خبره نوره هم د خلکو په منځ کې خپره نه شي، نو هغوی ته باید خبرداری ورکړو چې نور د عیسی په هکله د هېچا سره خبرې ونه کړي.»
18نو هغوی پطروس او یوحنا بیا راوغوښتل او حکم یې ورته وکړ چې نور به هېڅکله د عیسی په نوم چاته څه نه وایي او نه به تعلیم ورکوي.
19خو پطروس او یوحنا ځواب ورکړ: «تاسو په خپله قضاوت وکړئ چې د خدای په نظر کې کومه خبره سمه ده، ایا د خدای څخه اطاعت وکړو او که ستاسو څخه؟
20مونږ چې څه لیدلي او اورېدلي دي د هغې په هکله غلي نه شو پاتې کېدلی.»
21شورا پطروس او یوحنا ته یوځل بیا سخت خبرداری ورکړ او بیا یې پرېښودل چې لاړ شي. هغوی داسې کوم دلیل پیدا نه کړ چې دوی ته سزا ورکړي، ځکه څه چې شوي وو د هغې په خاطر ټولو خلکو د خدای ثنا ویله.
22کوم سړي چې په دې معجزې شفا موندلې وه د هغه عمر د څلوېښتو کلونو څخه زیات ؤ.
23کله چې پطروس او یوحنا رخصت شول، نو هغوی خپلو ملګرو ته لاړل او څه چې مشرانو کاهنانو او د قوم مشرانو ورته ویلي وو، هغوی ته یې وویل.
24کله چې ایماندارانو دا واورېدل، نو په ګډه یې خدای ته دعا وکړه او ویې ویل: «ای څښتن تعالی، ای د اسمان، ځمکې، دریابونو او هرڅه چې په هغو کې دي، د هغو ټولو خالقه!
25تا د روح القدس په وسیله د خپل خدمتګار او زمونږ د نیکه داود په خوله وویل:‹ولې دومره شول په قهر نور قومونه؟ولې بېځایه دسیسې جوړوي دغه قومونه؟
26تیاروي ځانونه جنګ ته پاچاهان د جهاناو یوځای کیږي یو د بله سره حکمراناند څښتن او د هغه د مسیح په وړاندې›
27په حقیقت کې دلته په همدې ښار کې هیرودیس او پانتیاس پیلاتوس د غیریهودیانو او د اسراییلو د خلکو سره ستا د سپېڅلي خدمتګار عیسی په وړاندې چې تا غوره کړی دی، سره یوځای شوي دي.
28دوی هغه کارونه وکړل چې تا په خپل قدرت او خپلې ارادې سره مخکې پرېکړه کړې وه چې باید وشي.
29اوس ای څښتنه، د هغوی خبرداریو ته ګوره او خپلو خدمتګارانو ته دې دا توان ورکړه چې په پوره زړورتیا سره ستا پیغام بیان کړي.
30خپل لاس دې را اوږد کړه چې خلک شفا ومومي او ستا د سپېڅلي خدمتګار عیسی په نوم معجزې وښایي او حیرانوونکي کارونه وکړي.»
31کله چې د هغوی دعا پای ته ورسېدله، نو په کوم ځای کې چې هغوی راټول شوي وو، هغه ځای ولړزېده او هغوی ټول د روح القدس څخه ډک شول او د خدای پیغام یې په زړورتیا سره بیان کړ.
32ټول ایمانداران په یو زړه او یو فکر وو. د هغوی څخه یو هم دا دعوه نه کوله چې دا د هغه مال او جایداد دی، بلکې هرڅه چې یې لرل هغوی ټول په کې شریک وو.
33رسولانو په پوره قدرت سره د څښتن عیسی د بیا راژوندي کېدلو په هکله شهادت ورکاوه او په هغوی ټولو باندې د خدای ډېر فضل ؤ.
34په هغوی کې هېڅوک هم محتاج نه ؤ، ځکه هر چا چې ځمکه یا کورونه لرل هغه به یې خرڅول او پیسې به یې راوړلې
35او د رسولانو په اختیار کې به یې ورکولې او د محتاجانو ترمنځ به وېشل کېدلې.
36د مثال په ډول یوسف چې رسولانو به ورته برنابا یعنې تشویق کوونکی ویل چې یو لاوي ؤ او د قبرس څخه ؤ،
37هغه خپله ځمکه خرڅه کړله او پیسې یې راوړلې او رسولانو ته یې ورکړې.