Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1یوه ورځ د ماسپښین درې بجې چې د عبادت وخت ؤ، پطروس او یوحنا د خدای کور ته تلل.
2یو سړی چې له مور نه شل پیدا شوی ؤ، د خدای د کور د هغې دروازې مخې ته چې د ښکلې دروازې په نوم یادېدله کښېناسته، ترڅو د خلکو څخه چې د خدای کور ته به ننوتل، خیرات وغواړي.
3کله چې هغه شل سړي ولیدل چې پطروس او یوحنا د خدای کور ته ننوځي، نو د هغوی څخه یې خیرات وغوښت.
4پطروس او یوحنا هغه ته په ځیر ځیر وکتل او پطروس ورته وویل: «مونږ ته وګوره.»
5هغه شل سړي هغوی ته وکتل او تمه یې لرله چې د هغوی څخه به کوم څه تر لاسه کړي.
6خو پطروس وویل: «زه سره زر یا سپین زر نه لرم، خو څه چې لرم هغه تاته درکوم. د ناصري عیسی مسیح په نوم امر کوم چې پاڅېږه او وګرځه.»
7بیا پطروس هغه د ښي لاس څخه ونیوه او د هغه سره یې مرسته وکړه چې ویې دروي. سمدلاسه د هغه په پښو او د پښو په بندونو کې قوت پیدا شو.
8بیا هغه زر پاڅېده او په خپلو پښو ودرېده او روان شو. بیا هغه سړی د هغوی سره د خدای کور ته ننوت، ګرځېده او ټوپونه یې وهل او د خدای ثنا یې ویله.
9ټولو خلکو ولیدل چې هغه ګرځېده او د خدای ثنا یې ویله.
10کله چې هغوی دا سړی وپېژانده چې دا هماغه سړی دی چې د خدای د کور د ښکلې دروازې په خوله کې به ناست ؤ او خیرات به یې غوښته، نو ټول هک حیران شول چې په هغه باندې څه وشول.
11په داسې حال کې چې هغه سړي پطروس او یوحنا کلک نیولي وو، ټولو خلکو په حیرانتیا سره په هغه ځای کې چې د سلیمان د برنډې په نوم یادېده، د هغوی خواته منډې وهلې.
12کله چې پطروس خلک ولیدل، نو هغوی ته یې په وینا کې وویل: «ای د اسراییلو خلکو، تاسو ولې په دې کار حیران شوئ او ولې مونږ ته داسې ګورئ؟ تاسو فکر کوئ چې دا سړی مونږ په خپل قدرت او دیندارۍ سره جوړ کړ چې وګرځي؟
13د ابراهیم، اسحاق، یعقوب یعنې زمونږ د نیکونو خدای خپل خدمتګار عیسی ته لویي ورکړې ده. خو تاسو هغه حاکمانو ته په لاس ورکړ او د پیلاتوس په حضور کې مو د هغه څخه انکار وکړ، که څه هم پیلاتوس پرېکړه کړې وه چې هغه ازاد کړي.
14تاسو د هغه سپېڅلي او نېک سړي څخه انکار وکړ او د یو قاتل د خوشې کولو غوښتنه مو وکړه.
15تاسو هغه څوک وواژه چې د ژوندون سرچینه ده، خو خدای هغه بېرته د مرګ څخه راژوندی کړ او مونږ د دې شاهدان یو.
16دا د عیسی د نوم قدرت ؤ چې هغه شل سړي ته یې چې تاسو یې وینئ او پېژنئ، توان ورکړ. د عیسی په نوم او په هغه باندې په ایمان راوړلو سره دا سړی بالکل روغ شو او تاسو یې وینئ.
17اوس ای زما ورونو! زه پوهېږم چې تاسو او ستاسو مشرانو دا کار په ناپوهۍ سره کړی دی.
18خو خدای چې کومه پېشګويي د خپلو پیغمبرانو په وسیله کړې وه چې د خدای مسیح به تکلیفونه وزغمي، هغه یې پوره کړه.
19نو توبه وباسئ او د خدای خواته راوګرځئ، ترڅو ستاسو ګناهونه وبخښل شي.
20بیا به داسې وختونه راشي چې څښتن تاسو ته روحاني سکون درکړي. خدای به تاسو ته عیسی چې ستاسو دپاره ټاکل شوی مسیح دی، درولېږي.
21لکه څنګه چې خدای د خپلو سپېڅلو پیغمبرانو په وسیله ډېر پخوا وعده کړې وه، عیسی باید تر هغه وخته پورې په اسمان کې پاتې شي، ترڅو ټول شیان بېرته جوړ شي.
22ځکه چې موسی وویل: ‹ستاسو څښتن خدای به ستاسو د خپل قوم څخه زما په شان یو پیغمبر درولېږي. هغه چې هرڅه وایي تاسو به ورته غوږ نیسئ.
23هرڅوک چې د هغه پیغمبر خبرو ته غوږ ونه نیسي او هغه ونه مني، نو هغه به د خدای د قوم څخه وویستل شي او له منځه به یووړل شي.›
24سموییل او نورو ټولو پیغمبرانو چې د هغه څخه وروسته راغلي دي په دې هکله خبرې کړې وې چې په دې ورځو کې به څه وشي.
25تاسو د پیغمبرانو وارثان یئ او په هغه لوظ کې شریک یئ چې خدای ستاسو د نیکونو سره کړی دی، لکه څنګه چې خدای ابراهیم ته وویل: ‹ستا د اولادې په وسیله به د نړۍ ټول خلک برکت ومومي.›
26کله چې خدای خپل خدمتګار عیسی وټاکه، نو هغه یې اول تاسو ته درولېږه چې تاسو هر یو د خپلو بدو لارو څخه راواړوي او برکت درته درکړي.»