Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
47 verses
1کله چې د پنتیکاست ورځ راورسېدله، ټول ایمانداران په یو ځای کې سره راټول شوي وو.
2ناڅاپه د اسمان څخه د یو تېز باد په شان یو اواز راغی او په ټول کور کې چې هغوی په کې ناست وو، هلته دا اواز خپور شو.
3هلته هغوی ته د اور د لمبو په شان ژبې راښکاره شوې او په هغوی هر یو باندې نازلې شوې.
4هغوی ټول د روح القدس څخه ډک شول او څنګه چې روح القدس هغوی ته د خبرو کولو توان ورکړ، نو په نورو ژبو یې خبرې پیل کړلې.
5په هغه وخت کې پرهېزګاره یهودیان چې د نړۍ د هر هېواد څخه راغلي وو، په اورشلیم کې اوسېدل.
6کله چې هغوی دا اواز واورېد، نو ډېر خلک سره راټول شول او حیران پاتې شول، ځکه چې هر یو د ایماندارانو خبرې په خپلو ژبو باندې اورېدلې.
7هغوی ډېر حیران پاتې وو او ویل یې: «ایا دا ټول جلیلیان نه دي چې خبرې کوي؟
8نو بیا څنګه مونږ هر یو په خپله مورنۍ ژبه د هغوی خبرې اورو؟
9مونږ پارتیانو، مادیانو، ایلامیانو، د بین النهرین اوسېدونکو، د یهودیې او کپدوکیې، پنتوس، د اسیا د ولایت
10او فریجیې او پمفیلیې، مصر او لیبیا د سیمو څخه چې د قیروان ښار ته نژدې دي، رومي مسافران
11چې اصلي یهودیان او څوک چې یهودیان شوي دي، کریتیان او عربان یو. خو بیاهم مونږ د هغوی خبرې چې د خدای د حیرانوونکو کارونو په هکله یې کوي په خپلو خپلو ژبو اورو.»
12هغوی حیران او وارخطا ولاړ وو او یو د بله څخه یې پوښتنه کوله چې دا څه معنی لري؟
13خو نورو به ملنډې وهلې او ویل به یې چې دا خلک نشه دي.
14بیا پطروس د نورو یوولسو رسولانو سره ودرېده او په لوړ اواز یې د خلکو ګڼې ګوڼې ته په وینا کې وویل: «ای یهودیانو او د اورشلیم اوسېدونکو! زه چې څه وایم، غواړم په هغې باندې پوه شئ او په غور سره یې واورئ.
15لکه څنګه چې تاسو فکر کوئ دا خلک نشه نه دي، ځکه چې اوس لا د سهار نهه بجې دي.
16بلکې، دا هغه څه دي چې یوییل نبي د هغه په هکله ویلي وو:
17‹خدای وایي: په اخرنیو ورځو کې به داسې وشيزه به خپل روح کړمه نازل په ټولو خلکو باندېستاسو لورګانې او زامن به نبوت کويستاسو ځوانان به رویاګانې وینياو ستاسو سپین ږیري به خوبونه ویني
18هو، حتی په خپلو غلامانو او په وینځو باندېبه هم نازل کړمه خپل روح په هغو ورځو کېاو دوی به کوي نبوت
19زه به وښایم عجیبه کارونه پاس په اسمان کېاو حیرانوونکې نښې لاندې په ځمکه باندېیعنې وینه، اور او سخت لوګی
20مخکې له دې چې راشي ورځ د څښتنیعنې لویه او د جلال ورځلمر به بدل شي په تیاره باندېاو د سپوږمۍ رنګ به شي سورلکه د وینې په شان
21نو بیا داسې به وشي چېهرڅوک چې د څښتن په نوم مرسته وغواړيهغه به وژغورل شي.›
22ای د اسراییلو خلکو! دې خبرو ته غوږ ونیسئ: عیسی ناصري یو سړی ؤ چې خدای هغه تاسو ته د معجزو، حیرانوونکو کارونو او نښو له لارې چې خدای د هغه په وسیله ستاسو په منځ کې وښودلې، ثابته کړه چې هغه څوک دی، لکه څنګه چې تاسو په خپله ورباندې خبر یئ.
23دا سړی تاسو ته د خدای د ټینګې ارادې او پوهې له مخې په لاس درکړل شو او تاسو هغه د بدکارانو په مرسته په صلیب ځوړند او مړ مو کړ.
24خو خدای هغه بېرته راژوندی کړ او د مرګ د عذاب څخه یې خلاص کړ، ځکه چې مرګ نه شو کولای هغه په خپلو منګولو کې وساتي.
25ځکه چې داود د هغه په هکله ویلي وو:‹زه وینم چې تل څښتن زما سره دیهغه موجود دی زما ښي لاس تهچې زه ونه غورځېږم
26نو زما زړه دی خوشحالکله چې کړم خبرې نو ډېر خوشحاله یمهاو په امید کې به ارام اوسي بدن زما
27ځکه چې ته به ما پرېنږدې د مړو دنیا کېاو ته به پرېنږدې مړید خپل سپېڅلي خادم چې شي خراب
28تا راته وښودلې لارې د ژوندپه خپل دیدار به کړې ما ډک د خوشحالیو څخه›
29ای ګرانو ملګرو! زه کولای شم په پوره ډاډ سره د خپل نیکه داود په هکله تاسو ته ووایم چې هغه مړ شو او ښخ شو او د هغه قبر تر نن ورځې پورې دلته موجود دی.
30خو داود پیغمبر ؤ او پوهېده چې خدای ورسره وعده کړې او قسم یې خوړلی چې د هغه د اولادې څخه به یو کس د پاچاهۍ په تخت کښېنوي.
31داود پوهېده چې څه به کیږي او ویلي یې وو چې مسیح به بیا راژوندی کیږي. هغه وویل چې خدای به هغه د مړو په دنیا کې پرېنږدي او نه به د هغه مړی خرابېدو ته پرېږدي.
32خدای همدغه عیسی د مړو څخه راژوندی کړ او مونږ ټول د دې شاهدان یو.
33نو بیا عیسی پورته یووړل شو چې د خدای ښي لاس ته کښېني او هغه د اسماني پلار له خوا وعده شوی روح القدس تر لاسه کړ چې دا روح په مونږ باندې نازل کړي، چې اوس یې تاسو وینئ او اورئ.
34ځکه چې داود خپله اسمان ته نه ؤ پورته شوی، خو هغه وایي:‹څښتن وویل زما بادار تهکښېنه زما ښي لاس ته
35ترڅو ستا دښمنان کړم ستا تر پښو لاندې›
36نو د اسراییلو ټول خلک دې په یقین سره په دې پوه شي چې هغه عیسی چې تاسو په صلیب ځوړند کړی ؤ، خدای هغه څښتن او مسیح کړ.»
37کله چې خلکو دا واورېدل، نو زړونه یې مات شول. هغوی پطروس او نورو رسولانو ته وویل: «ای ګرانو ملګرو! مونږ باید څه وکړو؟»
38پطروس هغوی ته وویل: «تاسو هر یو باید د خپلو ګناهونو نه توبه وباسئ او د عیسی مسیح په نوم د تعمید غسل واخلئ، په دې ډول به ستاسو ګناهونه وبخښل شي او د روح القدس نعمت به تر لاسه کړئ.
39ځکه چې دا وعده ستاسو سره، ستاسو د اولادونو او هغو خلکو سره ده چې په لېرې ځایونو کې اوسیږي، یعنې د هغو ټولو سره چې زمونږ څښتن خدای یې خپل ځان ته رابولي.»
40پطروس هغوی ته نورې ډېرې خبرې وکړې او هغوی ته یې خبرداری ورکړ او ویې ویل: «خپل ځانونه د دې زمانې د بدکارو خلکو څخه وساتئ.»
41کومو خلکو چې د پطروس پیغام ومانه، نو هغوی ته د تعمید غسل ورکړل شو. په هغه ورځ شاوخوا درې زره کسان د ایماندارانو د ډلې سره یوځای شول.
42ایماندارانو خپل وخت د رسولانو څخه د تعلیم په اورېدلو، د یو بل سره په ملګرتیا، په ګډه سره د ډوډۍ په خوړلو او دعا کولو تېراوه.
43د هغو حیرانوونکو کارونو او معجزو له امله چې د رسولانو په وسیله به ښودل کېدلې، د ټولو په زړونو کې به وېره پیدا کېدله.
44ټول ایمانداران به سره راټولېدل او هغوی چې هرڅه لرل نو ټول به په کې شریک وو.
45هغوی به خپل مال او جایداد خرڅاوه او هر یو ته به یې د هغه د اړتیاوو له مخې پیسې ورکولې.
46هغوی به هره ورځ د خدای په کور کې سره راټولېدل او په خپلو کورونو کې به یې په خوشحالۍ او اخلاص یوځای ډوډۍ خوړله.
47هغوی به د خدای ثنا ویله او ټول خلک ترې خوشحاله وو او هره ورځ به چې څومره خلکو خلاصون مونده، نو څښتن به د هغوی په ډله کې شاملول.