Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1ای تیوفیلوسه! ما په خپل لومړي کتاب کې د هغو کارونو په هکله ولیکل چې عیسی سرته ورسول او تعلیم یې ورکړ، یعنې د هماغې ورځې نه چې کار یې پیل کړ،
2تر هغې ورځې پورې چې هغه اسمان ته پورته کړای شو. مخکې له دې چې دا کار وشي هغه خپلو رسولانو ته چې هغه غوره کړي وو د روح القدس په وسیله لارښوونې وکړې.
3عیسی د خپلې مړینې څخه وروسته خپل ځان رسولانو ته وښود او ډېر ثبوتونه یې وړاندې کړل چې هغه ژوندی دی او تر څلوېښتو ورځو پورې څو څو ځلې هغوی ته ښکاره شو او د هغوی سره یې د خدای د پاچاهۍ په هکله خبرې وکړلې.
4هغه وخت چې عیسی لا د هغوی سره ؤ، هغوی ته یې حکم وکړ:«د اورشلیم څخه لاړ نه شئ، بلکې د هغې وعدې انتظار وباسئ چې زما پلار کړې ده او د هغې په هکله مې تاسو ته ویلي وو.
5یحیی به په اوبو باندې د تعمید غسل ورکاوه، خو څو ورځې وروسته به تاسو ته په روح القدس د تعمید غسل درکړل شي.»
6نو کله چې رسولان سره راټول شول، د عیسی څخه یې پوښتنه وکړه: «څښتنه، ایا همدا یې وخت دی چې ته به بیا اسراییلو ته پاچاهي ورکوې؟»
7عیسی هغوی ته وویل: «تاسو ته په کار نه دي چې هغه وختونه او نیټې وپېژنئ چې زما پلار په خپل اختیار سره ټاکلي دي.
8خو د روح القدس په نازلېدو به تاسو قدرت پیدا کړئ او په اورشلیم، ټوله یهودیه، سامریه او د نړۍ تر بله سره پورې به زما شاهدان یئ.»
9وروسته له دې چې عیسی دا وویل، په داسې حال کې چې هغوی ورته کتل هغه اسمان ته پورته یووړل شو او ورېځې هغه د هغوی له نظره پناه کړ.
10کله چې عیسی پورته روان ؤ او هغوی لا اسمان ته ځیر ځیر کتل، نو ناڅاپه دوه سړي چې سپین کالي یې اغوستي وو د هغوی په خوا کې ودرېدل
11او ویې ویل: «ای جلیلیانو، تاسو ولې دلته ولاړ یئ او اسمان ته ګورئ؟ دغه عیسی چې ستاسو څخه اسمان ته پورته بوتلل شو، لکه څنګه چې لاړ او تاسو ولید، نو همداسې به بېرته راشي.»
12بیا رسولان د زیتون د غره څخه چې له اورشلیم څخه یو کیلومتر لېرې دی، بېرته اورشلیم ته راستانه شول.
13کله چې هغوی ښار ته ورسېدل، نو هغې بالاخانې ته پورته شول چې هغوی په کې د یو څه وخت دپاره اوسېدل. کوم رسولان چې هلته تللي وو هغوی پطروس، یوحنا، یعقوب، اندریاس، فیلیپوس، توما، بارتولما، متي، د حلفي زوی یعقوب، شمعون سرتېری او د یعقوب زوی یهودا وو.
14هغوی ټول به یوځای سره راټولېدل او تل به یې په ګډه دعا کوله چې په هغوی کې د عیسی مور مریم، څو نورې ښځې او د عیسی ورونه هم وو.
15په هغو ورځو کې پطروس په یوه غونډه کې چې د عیسی شاګردان په کې راټول شوي وو او شمېر یې شاوخوا یوسلو شل تنه وو، ودرېده او ویې ویل:
16«ای خویندو او ورونو! د خدای د کلام هغه پېشګویي باید رښتیا شي چې روح القدس د داود په خوله د یهودا په هکله چې د عیسی د نیوونکو لارښوونکی ؤ، کړې وه.
17هغه زمونږ د ډلې څخه ؤ او زمونږ سره په خدمت کې شریک ؤ.
18کومې پیسې چې یهودا د هغه بد کار په بدل کې تر لاسه کړې وې، په هغو باندې یې یوه ټوټه ځمکه واخیستله او په هغې کې سر په تالاق راولوېد. خېټه یې وشلېدله او کولمې یې بیرون راووتلې.
19د اورشلیم ټول خلک له دې نه خبر شول او هغوی دا ځمکه په خپله ژبه د حقل دما په نوم یاده کړه چې معنی یې ده د وینې ځمکه.
20نو ځکه د زبور په کتاب کې لیکل شوي دي:‹وران او ویجاړ دې شي کور د هغههېڅوک دې نه وي هلته چې په کې واوسیږي›او همدارنګه لیکل شوي دي:‹بل څوک دې ونیسي مقام د هغه›
21نو اوس باید یو داسې سړی وټاکل شي چې هغه په ټوله موده کې چې څښتن عیسی زمونږ سره تګ او راتګ درلود، زمونږ سره ملګری ؤ،
22یعنې له هغه وخت نه چې یحیی د تعمید غسل ورکاوه تر هغه وخته پورې چې عیسی زمونږ څخه پورته بوتلل شو. نو د دغو کسانو څخه باید یو یې د عیسی د بیا راژوندي کېدلو د شاهد په توګه زمونږ سره وي.»
23نو هغوی د دوو کسانو وړاندیز وکړ: یوسف چې د برسابا په نوم یادېده او همدارنګه د یوستوس په نوم هم مشهور ؤ او بل یې ماتیاس ؤ.
24بیا هغوی دعا وکړه: «ای څښتنه، ته د ټولو انسانانو د زړونو څخه خبر یې، نو مونږ ته وښایه چې په دې دوه کسانو کې تا کوم یو غوره کړی دی
25چې د رسول په توګه د یهودا په ځای خدمت وکړي، ځکه چې هغه خپل رسالت پرېښود او هغه ځای ته لاړ چې د هغه لایق ؤ.»
26بیا هغوی پچه واچوله او پچه د ماتیاس په نوم راووتله او هغه په هغو نورو یوولسو رسولانو کې شامل شو.