Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1څه موده وروسته عیسی یوځل بیا د جلیل د دریاب په غاړه شاګردانو ته خپل ځان ښکاره کړ. هغه خپل ځان په دې ډول ښکاره کړ:
2شمعون پطروس او توما چې د غبرګوني په نوم یادېده، نتناییل چې د جلیل د قانا څخه ؤ، د زبدي دوه زامن او دوه نور شاګردان هم هلته وو.
3شمعون پطروس هغوی ته وویل: «زه ځم چې ماهیان ونیسم.» هغوی وویل: «مونږ هم درسره ځو.» هغوی روان شول او په کشتۍ کې سپاره شول، خو په هغه شپه یې هېڅ ونه نیول.
4کله چې سهار شو نو عیسی د دریاب په غاړه ولاړ ؤ، خو شاګردانو هغه ونه پېژانده چې هغه عیسی دی.
5عیسی هغوی ته نارې کړې: «ای ملګرو، کوم څه مو نیولي دي؟» هغوی ځواب ورکړ: «نه.»
6عیسی هغوی ته وویل: «خپل جال مو د کشتۍ ښي خواته ورواچوئ نو یو څه ماهیان به ونیسئ.» نو هغوی جال ورواچاوه او دومره ډېر ماهیان یې ونیول چې دوی نه شو کولای چې جال بېرته کشتۍ ته راکاږي.
7بیا هغه شاګرد چې په عیسی باندې ډېر ګران ؤ پطروس ته وویل: «هغه سړی چې د دریاب په غاړه ولاړ دی، هغه زمونږ استاذ دی!» کله چې شمعون پطروس دا خبره واورېدله چې هغه عیسی دی نو خپل لنګ یې وتړلو ځکه چې هغه خپل ایستلي ؤ او اوبو ته یې ورټوپ کړ.
8نور شاګردان په کشتۍ کې د دریاب غاړې ته راغلل او د ماهیانو ډک جال یې راکش کاوه، ځکه چې هغوی د وچې نه شاوخوا سل متره لېرې وو.
9کله چې هغوی وچې ته راووتل نو هلته یې د سکرو اور ولیده چې ماهي ورباندې پروت ؤ او لږه ډوډۍ هم وه.
10عیسی هغوی ته وویل: «د خپلو ماهیانو نه چې همدا اوس مو ونیول لږ څه راوړئ.»
11شمعون پطروس بېرته کشتۍ ته وخوت او جال یې وچې ته راوویست چې په کې یوسلو دري پنځوس غټ ماهیان وو، خو د دومره زیاتو ماهیانو سره بیاهم جال ونه شلېده.
12عیسی هغوی ته وویل: «راشئ د سهار ډوډۍ وخورئ.» په شاګردانو کې هېچا هم دا جرات ونه کړ چې د هغه نه پوښتنه وکړي: «ته څوک یې؟» ځکه چې هغوی پوهېدل چې دا د هغوی استاذ دی.
13نو عیسی راوړاندې شو، ډوډۍ یې راواخیستله او هغوی ته یې ورکړه او ماهیان یې هم ورکړل.
14دا درېم ځل ؤ چې عیسی د مړو نه د راژوندي کېدلو نه وروسته شاګردانو ته ښکاره شو.
15د ډوډۍ خوړلو نه وروسته عیسی د شمعون پطروس نه پوښتنه وکړه: «ای د یوحنا زویه شمعونه، ته د دې نورو ټولو نه زما سره زیاته مینه کوې؟» پطروس ځواب ورکړ: «هو، استاذه، ته پوهېږې چې په ما باندې ګران یې.» عیسی وویل: «زما په وریو باندې پام کوه.»
16عیسی په دوهم ځل هغه نه پوښتنه وکړه: «ای د یوحنا زویه شمعونه، ایا زما سره مینه کوې؟» پطروس ځواب ورکړ: «هو، استاذه، ته پوهېږې چې په ما باندې ګران یې.» عیسی هغه ته وویل: «زما په پسونو باندې پام کوه.»
17په درېم ځل عیسی د هغه نه پوښتنه وکړه: «ای د یوحنا زویه شمعونه، ایا زه درباندې ګران یم؟» پطروس غمجن شو ځکه چې هغه ترې په درېم ځل دا پوښتنه وکړه: «ایا زه په تا باندې ګران یم؟» نو پطروس هغه ته وویل: «استاذه، ته د هرڅه نه خبر یې، ته پوهېږې چې په ما باندې ګران یې.» عیسی هغه ته وویل: «زما په پسونو باندې پام کوه.
18په یقین سره زه تاته دا وایم کله چې ته ځوان وې نو خپله ملا به دې خپله تړله او هر چېرته چې دې غوښتل نو هلته به تللې، خو کله چې زوړ شې نو لاسونه به دې بل چاته غځولي وي چې ملا دې وتړي او هغه ځای ته به دې بوځي چې ته ورته تلل نه غواړې.»
19عیسی دا خبره د دې دپاره وکړه چې دا ښکاره کړي چې پطروس به په څه ډول مړ کیږي او خدای ته به جلال ورکوي. بیا عیسی هغه ته وویل: «ما پسې راځه.»
20پطروس مخ راواړاوه او ویې لیدل چې هغه شاګرد ورپسې شاته راروان دی چې په عیسی باندې ډېر ګران ؤ، یعنې هغه شاګرد چې د ماښام ډوډۍ په وخت کې د عیسی په څنګ کې ناست ؤ او پوښتنه یې ترې کړې وه: «استاذه، هغه څوک دی چې تا به خپلو دښمنانو ته تسلیموي؟»
21کله چې پطروس هغه شاګرد ولیده نو د عیسی نه یې پوښتنه وکړه: «په هغه باندې به څه کیږي؟»
22عیسی ځواب ورکړ: «که زه وغواړم چې هغه دې زما تر راتګ پورې ژوندی پاتې شي نو په دې کې ستا څه کار دی؟ ته ما پسې راځه.»
23نو د عیسی د پیروانو په منځ کې دا خبره خپره شوه چې هغه شاګرد به نه مړ کیږي، خو عیسی داسې ونه ویل چې هغه به نه مړ کیږي، هغه یوازې دا ویلي وو: «که زه وغواړم چې هغه دې زما تر راتګ پورې ژوندی پاتې شي نو په دې کې ستا څه کار دی؟»
24دا هماغه شاګرد دی چې دا شیان یې لیکلي دي او د هغو په هکله شاهدي ورکوي او مونږ پوهېږو چې د هغه شاهدي رښتیا ده.
25عیسی ډېر نور کارونه هم کړي دي. که هغه ټول په کتابونو کې لیکل شوي وای نو زه ګومان کوم چې په ټوله نړۍ کې به د دې کتابونو دپاره چې لیکل شوي وای، هېڅ ځای نه وای.