Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1د یکشنبې په ورځ سهار وختي چې لا تیاره وه مریم مجدلیه قبر ته راغله او ویې لیدل چې د قبر د خولې نه تیږه لېرې شوې ده.
2نو هغه په منډه منډه شمعون پطروس او هغه شاګرد ته چې په عیسی باندې ډېر ګران ؤ ورغله او هغوی ته یې وویل: «هغوی زمونږ د عیسی مړی د قبر نه وړی او مونږ نه پوهېږو چې په کوم ځای کې یې اچولی دی.»
3نو پطروس او هغه بل شاګرد ووتل او د قبر خواته لاړل.
4هغوی دواړو منډې وهلې، خو هغه بل شاګرد د پطروس نه مخکې شو او د هغه نه لومړی قبر ته ورسېده.
5هغه قبر ته ورټیټ شو او دننه یې وکتل او کفن یې ولیده چې هلته پروت ؤ، خو قبر ته وردننه نه شو.
6بیا شمعون پطروس راورسېد او قبر ته ورننوت. هغه هم کفن ولیده چې هلته پروت ؤ،
7او هغه دستمال چې د عیسی د سر نه تاو ؤ، هغه د کفن سره نه ؤ، بلکې هغه په خپله قات شوی ؤ او په بل ځای کې پروت ؤ.
8بیا هغه بل شاګرد چې په اوله کې قبر ته رسېدلی ؤ هم قبر ته ورننوت او چې کله یې هغه ولید، نو باور یې وکړ.
9ځکه چې هغوی لا تر دې وخته پورې د خدای په کلام باندې پوه شوي نه وو چې ویلي یې وو چې عیسی باید د مړو نه بیا راژوندی شي.
10نو بیا هغه دواړه شاګردان بېرته کور ته لاړل.
11خو مریم د قبر نه دباندې ولاړه وه او ژړل یې. هغې لا ژړل چې ټیټه شوه او دننه قبر ته یې وکتل
12او دوه فرښتې یې په سپینو کالیو کې ولیدلې چې په هغه ځای کې چې د عیسی مړی پروت ؤ یوه یې سرته او بله یې پښو ته ناسته وه.
13هغوی د هغې نه پوښتنه وکړه: «ای ښځې، ته ولې ژاړې؟» هغې ورته وویل: «ځکه چې هغوی زما د استاذ مړی وړی دی او زه نه پوهېږم چې چېرته یې اچولی دی.»
14کله چې هغې دا خبره وکړه نو مخ یې راواړاوه او عیسی یې ولیده چې هلته ولاړ دی، خو هغې ونه پېژانده چې دا عیسی دی.
15عیسی هغې ته وویل: «ای خورې، ته ولې ژاړې؟ څوک لټوې؟» هغې دا ګومان وکړ چې ګوندې هغه باغوان دی نو ورته ویې ویل: «ښاغلیه، که چېرې تا د هغه مړی وړی وي نو ماته ووایه چې هغه دې په کوم ځای کې اچولی دی چې زه لاړه شم او هغه راپیدا کړم.»
16عیسی هغې ته وویل: «مریمې!» مریم هغه ته مخ ورواړاوه او په آرامي ژبه کې یې ورته وویل: «ربوني!» یعنې استاذه.
17عیسی هغې ته وویل: «ماته لاس مه راوړه، ځکه چې زه لا تر اوسه پلار ته نه یم تللی. خو زما ورونو یعنې زما شاګردانو ته ورشه او هغوی ته ووایه چې زه اوس خپل پلار ته چې ستاسو پلار هم دې او خپل خدای ته چې ستاسو خدای هم دی، پورته ورځم.»
18نو مریم مجدلیه لاړه او شاګردانو ته یې وویل چې ما عیسی لیدلی دی. بیا هغوی ته یې د هغه پیغام ورساوه.
19د هماغې یکشنبې په ماښام کله شاګردان د یهودیانو د مشرانو له وېرې د تړلو دروازو شاته سره راټول شوي وو، عیسی راغی او د هغوی په منځ کې ودرېده او ویې ویل: «سلام دې وي پر تاسو باندې!»
20کله چې هغه دا وویل نو هغوی ته یې خپل لاسونه او خپل بغل وروښودل. کله چې شاګردانو خپل استاذ ولیده نو ډېر خوشحاله شول.
21عیسی یوځل بیا وویل: «سلام دې وي پر تاسو باندې! لکه څنګه چې پلار زه رالېږلی یم نو همداسې زه هم تاسو لېږم.»
22بیا یې په هغوی وپوکل او ویې ویل: «زما له خوا روح القدس قبول کړئ.
23که چېرې تاسو د چا ګناهونه وبخښئ نو هغوی به وبخښل شي. که تاسو هغوی ونه بخښئ نو هغوی به ونه بخښل شي.»
24د دولسو شاګردانو څخه توما چې بل نوم یې غبرګونی ؤ، په هغه وخت کې چې عیسی راغی د نورو سره هلته موجود نه ؤ.
25نو نورو شاګردانو هغه ته وویل: «مونږ استاذ لیدلی دی.» خو هغه ورته وویل: «ترڅو پورې چې زه د هغه په لاسونو باندې د مېخونو نښې ونه وینم او خپلې ګوتې ورباندې کېنږدم او خپل لاس د هغه د بدن په بغل کېنږدم نو هېڅکله به باور ونه کړم.»
26یوه هفته وروسته د هغه شاګردان یوځل بیا په کور کې سره راټول شوي وو او توما هم د هغوی سره ؤ. سره له دې چې دروازې بندې وې، خو عیسی راغی او د هغوی په منځ کې ودرېده او ویې ویل: «سلام دې وي پر تاسو باندې!»
27بیا یې توما ته وویل: «خپلې ګوتې دې دلته کېږده، زما لاسونو ته وګوره او خپل لاسونه راوړاندې کړه او زما په بغل باندې یې کېږده او نور شک مه کوه بلکې ایمان ولره.»
28توما وویل: «ای زما استاذه او زما خدایه.»
29عیسی هغه ته وویل: «په دې خاطر چې زه دې ولیدم نو ایمان دې راوړ؟ بختور دي هغه خلک چې زه یې نه یم لیدلی او ایمان راوړي.»
30عیسی د خپلو شاګردانو په حضور کې ډېرې نورې نښې وښودلې چې په دې کتاب کې نه دي لیکل شوي.
31خو دا نښې د دې دپاره لیکل شوي دي چې تاسو په دې ایمان راوړئ چې عیسی هماغه مسیح دی او د خدای زوی دی او په هغه باندې په ایمان راوړلو سره به د هغه په نوم تلپاتې ژوندون ولرئ.