Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
42 verses
1وروسته بیا پیلاتوس عسکرو ته امر وکړ چې عیسی په دورو باندې ووهي.
2عسکرو د اغزو نه تاج جوړ کړ او د هغه په سر یې کېښود او بانجاني چپنه یې ورته ورواغوستله.
3هغوی به په وار وار هغه ته راتلل او ویل به یې: «ژوندی دي وي د یهودیانو پاچا!» او په مخ به یې څپېړه ورکوله.
4پیلاتوس یوځل بیا دباندې راووت او یهودیانو ته یې وویل: «ګورئ، زه هغه تاسو ته راولم ترڅو تاسو خبر شئ چې زه په هغه کې کوم جرم نه وینم.»
5نو عیسی په داسې حال کې چې د اغزو تاج یې په سر ؤ او بانجاني چپنه یې اغوستې وه دباندې راووت. پیلاتوس هغوی ته وویل: «وګورئ، هغه سړی دلته دی.»
6کله چې مشرانو کاهنانو او د خدای د کور ساتونکو هغه ولیده نو په چیغو یې شروع وکړه او ویل یې: «هغه په صلیب باندې ځوړند کړه! هغه په صلیب باندې ځوړند کړه!» پیلاتوس هغوی ته وویل: «هغه بوځئ او په خپله یې په صلیب باندې ځوړند کړئ، ځکه چې زه په هغه کې کوم جرم نه وینم.»
7خلکو ځواب ورکړ: «مونږ قانون لرو او د هغه له مخې باید هغه ووژل شي، ځکه چې هغه دعوه کوي چې د خدای زوی دی.»
8کله چې پیلاتوس دا خبره واورېدله نو نور هم ووېرېده،
9او بېرته ماڼۍ ته لاړ او د عیسی نه یې پوښتنه وکړه: «ته د کوم ځای یې؟» خو عیسی ورته ځواب ورنه کړ.
10پیلاتوس هغه ته وویل: «ولې زما سره خبرې نه کوې؟ ایا ته په دې نه پوهېږې چې زه دا واک او اختیار لرم چې تا ازاد کړم او یا دې په صلیب باندې ځوړند کړم؟»
11عیسی ځواب ورکړ: «که چېرې خدای تاته واک او اختیار نه وای درکړی نو تا به زما سره هېڅ هم نه شوی کولای. نو چا چې زه تاته په لاس درکړم، نو په دې کې زیاته ګناه د هغه ده.»
12کله چې پیلاتوس دا خبره واورېدله نو کوښښ یې وکړ چې هغه ازاد کړي خو یهودیانو به بیا چیغې وهلې او ویل یې: «که چېرې تا دا سړی ازاد کړ نو ته د امپراتور دوست نه یې. هرڅوک چې دعوه کوي چې زه پاچا یم، نو هغه د امپراتور په خلاف سرکښي کوي.»
13کله چې پیلاتوس دا خبرې واورېدلې نو عیسی یې دباندې راوویست او بیا پیلاتوس په هغه ځای کې د قضاوت په چوکۍ باندې کښېناست چې د تیږو د فرش په نوم یادېده او په آرامي ژبه کې ورته جباتا وایي.
14دا د فسحې د تیارولو ورځ وه او شاوخوا غرمه وه چې پیلاتوس خلکو ته وویل: «وګورئ، دا دی ستاسو پاچا!»
15هغوی بیا چیغې کړې: «هغه دې ووژل شي! هغه دې ووژل شي! په صلیب یې ځوړند کړه!» پیلاتوس د هغوی نه پوښتنه وکړه: «ایا غواړئ چې ستاسو پاچا په صلیب باندې ځوړند کړم؟» مشرانو کاهنانو ځواب ورکړ: «مونږ د امپراتور نه پرته بل پاچا نه لرو.»
16نو بیا پیلاتوس عیسی هغوی ته وروسپاره چې په صلیب باندې یې ځوړند کړي.نو هغوی عیسی لرې بوتلو.
17عیسی په داسې حال کې چې خپل صلیب یې په اوږه ؤ د ښار نه ووت او هغه ځای ته چې د سر د کوپړۍ په نوم یادېده او په آرامي ژبه ورته جلجتا وایي، لاړ.
18په هغه ځای کې هغوی عیسی په صلیب باندې مېخ کړ او د هغه سره یې دوه کسه نور هم چې یو یې یو اړخ او بل یې بل اړخ ته په صلیب باندې ځوړند کړل او عیسی د هغوی په منځ کې ؤ.
19پیلاتوس امر وکړ چې په یوه تخته باندې دې ولیکل شي او د صلیب په سر باندې دې ولګول شي او هغه لیکنه داسې وه: «عیسی ناصري د یهودیانو پاچا.»
20ډېرو یهودیانو دا لیکنه ولوستله، ځکه په کوم ځای کې چې عیسی په صلیب باندې ځوړند کړای شو هغه ښار ته نژدې ؤ. دا لوحه په آرامي، لاتینۍ او یونانۍ ژبو لیکل شوې وه.
21د یهودیانو مشرانو کاهنانو پیل��توس ته وویل: «تا ولې ولیکل چې هغه د یهودیانو پاچا دی؟ تا باید لیکلي وای چې هغه دعوه کوي چې د یهودیانو پاچا دی.»
22پیلاتوس ځواب ورکړ: «هرڅه چې ما لیکلي دي، لیکلي مې دي.»
23کله چې عسکرو عیسی په صلیب باندې ځوړند کړ نو د هغه کالي یې راواخیستل او په څلورو برخو یې سره ووېشل، هر یو عسکر یوه برخه واخیستله او د هغه کمیس یې هم واخیست. دا کمیس د پاس نه نیولې تر ښکته پورې د یوې ټوټې نه اوبدل شوې وه او هېڅ درز په کې نه ؤ.
24نو عسکرو یو بل ته سره وویل: «راځئ چې دا څېرې نه کړو او پچه ورباندې واچوو او وګورو چې د چا کیږي.» داسې وشول ترڅو د خدای کلام هغه لیکنه رښتیا شي:«اچوي پچه دوی زما په جامواو وېشي یې په خپل منځ کې.»نو عسکرو همدا کار وکړ.
25د هغه صلیب څنګ ته چې عیسی ورباندې مېخ کړای شوی ؤ، د عیسی مور، د هغه ترور، مریم چې د کلوپاس ښځه وه او مریم مجدلیه ولاړې وې.
26کله چې عیسی خپله مور ولیدله چې د هماغه شاګرد په خوا کې چې په هغه باندې ګران ؤ ولاړه وه، نو هغې ته یې وویل: «مور جانې! دا ستا زوی دی.»
27بیا یې هغه شاګرد ته وویل: «دا ستا مور ده.» او د هماغه وخت نه هغه شاګرد هغه د خپلې کورنۍ غړې وګڼله.
28د هغه نه وروسته عیسی پوه شو چې ټول کارونه سرته رسېدلي دي او هغه وویل: «زه تږی یم.» په دې ډول د خدای د کلام وینا رښتیا شوه.
29په هغه ځای کې د عادي شرابو نه ډک یو لوښی پروت ؤ. هغوی یو اسفنج په ساده شرابو باندې لوند کړ او د وېلنې د څانګې په سر یې کېښود او د هغه خولې ته یې ونیوه.
30کله چې عیسی هغه ساده شراب وڅښل نو ویې ویل: «پوره شو!» بیا یې سر ټیټ کړ او خپل روح یې خدای ته وسپاره.
31څرنګه چې دا د فسحې د تیارلو ورځ وه او یهودیانو نه غوښتل چې په صلیب باندې د ځوړند شویو مړي د هغه ځانګړي سبت په ورځ پاتې شي، نو هغوی د پیلاتوس نه وغوښتل چې د هغوی پښې ماتې کړي او کله چې هغوی مړه شي نو د صلیب نه یې راښکته کړي.
32نو عسکر راغلل او د اولني سړي پښې یې چې د عیسی سره په صلیب ځوړند کړای شوی ؤ، ماتې کړې او بیا یې د هغه بل سړي پښې ماتې کړې.
33خو کله چې عیسی ته راغلل نو ویې لیدل چې هغه لا مخکې مړ شوی دی، نو د هغه پښې یې ماتې نه کړې.
34خو یو عسکر عیسی په نېزه باندې په بغل کې وواهه او سمدلاسه یې د بدن نه وینې او اوبه راوبهېدلې.
35یو سړی چې په خپله د دې پېښې شاهد ؤ دغه شاهدي ورکوي او د هغه شاهدي رښتیا ده. هغه پوهیږي چې د څه په هکله خبرې کوي او هغه رښتیا وایي ترڅو تاسو هم ایمان راوړئ.
36همداسې وشول ترڅو د خدای کلام وینا رښتیا شي چې وایي: «د هغه یو هډوکی به هم مات نه شي.»
37او په بل ځای کې وایي: «هغوی به هغه سړي ته ګوري چې په نېزه باندې یې سوری کړ.»
38وروسته له هغې یوسف چې د رامه د ښار څخه ؤ او په پټه د عیسی پیرو ؤ ځکه چې هغه د یهودیانو نه وېرېده، پیلاتوس ته ورغی او د هغه نه یې وغوښتل چې اجازه ورته ورکړي چې د عیسی مړی واخلي او ښخ یې کړي. پیلاتوس ورته اجازه ورکړه. نو هغه راغی او د عیسی مړی یې یووړ.
39نیکودیموس یعنې هماغه سړی چې د شپې له خوا وختي د عیسی لیدلو ته ورغلی ؤ، هم راغی او د ځان سره یې د مر کنډ او د عود د بوټي څخه جوړه شوې مساله چې شاوخوا څلوردېرش کیلو وه، راوړه.
40هغوی دواړو د عیسی مړی یووړ او د یهودیانو د مړو د ښخولو د مراسمو له مخې یې د خوشبویه تېلو سره په کفن کې تاو کړ.
41په کوم ځای کې چې عیسی په صلیب باندې ځړول شوی ؤ هلته یو باغ ؤ او په هغه باغ کې یو نوی قبر ؤ چې تر هغه وخته پورې په کې څوک نه ؤ ښخ شوی.
42څرنګه چې دا د فسحې د تیارولو ورځ وه او قبر هلته نژدې ؤ نو هغوی د عیسی مړی هلته ښخ کړ.