Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
40 verses
1کله چې عیسی دعا وکړه نو هغه د خپلو شاګردانو سره د ښار نه ووت او د قدرون د درې بلې خواته لاړ. هلته یو باغ ؤ چې عیسی او شاګردان یې ورننوتل.
2یهودا خاین ته هغه ځای معلوم ؤ چې عیسی او شاګردان به یې اکثره وختونه په هغه ځای کې سره راټولېدل.
3یهودا یوه ډله رومي عسکر او د خدای د کور ساتونکي چې د مشرانو کاهنانو او فریسیانو له خوا رالېږل شوي وو، د ځان سره واخیستل او باغ ته ورغلل. د هغوی سره لاټینونه اوڅراغونه وو او په وسلو باندې سمبال وو.
4که څه هم عیسی په دې پوهېده چې څه به ورته پېښیږي خو بیاهم مخکې ورغی او د هغوی نه یې پوښتنه وکړه: «تاسو څوک لټوئ؟»
5هغوی ځواب ورکړ: «ناصري عیسی.» عیسی وویل: «هماغه زه یم.» او یهودا خاین هم هلته د هغوی سره ولاړ ؤ.
6کله چې عیسی هغوی ته وویل: «هماغه زه یم.» هغوی شاته شول او په ځمکه راوغورځېدل.
7عیسی یوځل بیا د هغوی نه پوښتنه وکړه: «تاسو څوک لټوئ؟» هغوی ځواب ورکړ: «ناصري عیسی.»
8عیسی وویل: «ما تاسو ته وویل چې هماغه زه یم. که تاسو ما لټوئ نو دا نور پرېږدئ چې لاړ شي.»
9هغه دا وویل ترڅو هغه څه چې هغه ویلي وو هغه رښتیا شي: «ای پلاره، تا چې څوک ماته راسپارلي وو چې پام ورباندې وکړم د هغو نه مې یو هم له لاسه نه دی ورکړی.»
10بیا شمعون پطروس چې توره ورسره وه، هغه یې راوویستله او د لوی کاهن په نوکر یې چې ملخوس نومېده، ګوزار وکړ او د هغه ښي غوږ یې پرې کړ.
11عیسی پطروس ته وویل: «خپله توره دې بېرته په خپل ځای کې کېږده. ایا د مصیبت هغه پیاله چې پلار راته راکړې ده ونه څښم؟»
12رومي عسکرو د خپل قوماندان او د یهودي ساتونکو سره عیسی ونیوه او کلک یې وتړلو.
13هغه یې لومړی حناس ته چې د قیافا خسر ؤ او په هغه کال کې لوی کاهن ؤ، بوته.
14قیافا هماغه سړی ؤ چې یهودیانو مشرانو ته یې مشوره ورکړې وه چې په دې کې به د هغوی خیر وي چې یو کس د ټول قوم په خاطر مړ شي.
15شمعون پطروس او یو بل شاګرد د لوی کاهن د کور تر حوېلۍ پورې عیسی پسې روان وو. څرنګه چې هغه شاګرد د لوی کاهن سره آشنایي لرله، نو هغه د عیسی سره د لوی کاهن د کور حوېلۍ ته ورننوت.
16خو پطروس دباندې په دروازه کې ودرېده. بیا هغه بل شاګرد چې د لوی کاهن سره یې آشنایي لرله بېرته راووت او د هغې ښځې سره یې چې د دروازې ساتونکې وه خبرې وکړې او پطروس یې دننه بوته.
17هغې چوکیدارې ښځې د پطروس نه پوښتنه وکړه: «ایا ته هم د دې سړي د شاګردانو څخه نه یې؟» پطروس ځواب ورکړ: «نه، زه نه یم.»
18نوکرانو او ساتونکو د سکرو اور بل کړی ؤ او ګردچاپېره ترې ولاړ وو او ځانونه یې تودول ځکه چې هوا سړه وه. پطروس هم د هغوی په څنګ کې ولاړ ؤ او ځان یې توداوه.
19لوی کاهن د عیسی نه د هغه د شاګردانو او د هغه د تعلیم په هکله پوښتنه وکړه.
20عیسی ځواب ورکړ: «ما د ټولو په مخکې ښکاره خبرې کړي دي. ما تل په کنیسو او د خدای په کور کې چې خلک په کې راټولیږي تعلیم ورکړی دی او هېڅکله مې پټې خبرې نه دي کړي.
21نو بیا ولې زما نه پوښتنه کوې؟ د هغو خلکو نه پوښتنه وکړه چې زما خبرې یې اورېدلي دي. هغوی پوهیږي چې ما څه ویلي دي.»
22کله چې عیسی دا خبره وکړه نو د خدای د کور یو ساتونکي چې په هغه ځای کې ولاړ ؤ، عیسی ته په مخ څپېړه ورکړه او ویې ویل: «ته څنګه لوی کاهن ته داسې ځواب ورکوې؟»
23عیسی ځواب ورکړ: «که غلطه خبره مې کړې وي نو ثابته یې کړه او که سمه خبره مې کړې وي نو ولې مې وهې؟»
24بیا حناس هغه لاس تړلی لوی کاهن قیافا ته ولېږه.
25په دې وخت کې شمعون پطروس په هغه ځای کې ولاړ ؤ او ځان یې توداوه، نو ځینو خلکو چې هلته ولاړ وو ورڅخه پوښتنه وکړه: «ایا ته هم د هغه د شاګردانو څخه نه یې؟» خو پطروس منکر شو او ویې ویل: «نه، زه نه یم»
26د لوی کاهن د نوکرانو نه یو کس چې د هغه سړي خپلوان ؤ چې پطروس یې ورته غوږ پرې کړی ؤ، هغه ته وویل: «ایا ته مې د هغه سره په باغ کې ونه لیدلې؟»
27پطروس یوځل بیا منکر شو او په هماغه وخت کې چرګ اذان وکړ.
28سهار وختي هغوی عیسی د قیافا د کور نه د روم د والي ماڼۍ ته یووړ. یهودیان ماڼۍ ته وردننه نه شول، ځکه چې هغوی نه غوښتل چې په مذهبي توګه ناپاکه شي او وکولای شي د فسحې ډوډۍ وخوري.
29نو والي پیلاتوس دباندې راووت او د هغوی نه یې پوښتنه وکړه: «تاسو په دې سړي باندې د څه شي تور لګوئ؟»
30هغوی په ځواب کې وویل: «که هغه مجرم نه وای نو تاته به مو نه راوستله.»
31پیلاتوس وویل: «هغه بوځئ او د خپل قانون له مخې یې محاکمه کړئ.» یهودیانو ورته وویل: «مونږ ته اجازه نشته چې څوک مړ کړو.»
32په دې ډول د عیسی هغه خبره رښتیا شوه چې ویلي یې وو چې هغه به په کوم ډول مرګ مړ شي.
33پیلاتوس بېرته ماڼۍ ته ننوت او عیسی یې راوغوښت او پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا ته د یهودیانو پاچا یې؟»
34عیسی ځواب ورکړ: «ایا ته د خپل ځانه دا خبره کوې یا نورو درته زما په هکله ویلي دي؟»
35پیلاتوس وویل: «ایا زه یهودي یم؟ ته دې خپل قوم او مشرانو کاهنانو ماته راوستلی یې. تا څه کړي دي؟»
36عیسی وویل: «زما پاچاهي د دې نړۍ پاچاهي نه ده. که زما پاچاهي د دې نړۍ پاچاهي وای، نو زما پیروانو به جنګ کړی وای ترڅو زه یهودي مشرانو ته تسلیم نه شم. خو زما پاچاهي دنیاوي پاچاهي نه ده.»
37پیلاتوس هغه ته وویل: «نو ته پاچا یې؟» عیسی ځواب ورکړ: «ته خپله وایې چې زه پاچا یم. زه د دې دپاره پیدا شوی یم او نړۍ ته راغلی یم چې د حقیقت په هکله شاهدي ورکړم او څوک چې حقیقت خوښوي هغه زما خبرو ته غوږ نیسي.»
38پیلاتوس پوښتنه وکړه: «حقیقت څه دی؟»کله چې پیلاتوس دا وویل، هغه بېرته دباندې راووت، یهودي مشرانو ته لاړ او اعلان یې وکړ: «زه په ده کې کوم جرم نه وینم.
39خو د رسم او رواج له مخې زه هر کال د فسحې په ورځ تاسو ته د زندان نه یو بندي خلاصوم. ایا تاسو غواړئ چې د یهودیانو پاچا درته ازاد کړم؟»
40هغوی بیا چیغې ووهلې: «نه، دا سړی نه غواړو، مونږ باراباس غواړو!» او باراباس یو داړه مار ؤ.