Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1د دې خبرو نه وروسته عیسی پورته اسمان ته وکتل او ویې ویل: «پلاره، هغه ساعت رارسېدلی دی. خپل زوی ته جلال ورکړه ترڅو چې زوی دې هم تاته جلال درکړي،
2ځکه چې تا هغه ته په ټولو انسانانو باندې واک او اختیار ورکړی دی ترڅو هغو ټولو خلکو ته چې هغه ته دې ورسپارلي دي، تلپاتې ژوندون ورکړي.
3او تلپاتې ژوندون دا دی چې هغوی تا وپېژني چې ته یوازېنی رښتینی خدای یې او عیسی مسیح چې تا رالېږلی دی، وپېژني.
4ما د هغه کار په سرته رسولو سره چې تا راته راسپارلی ؤ په دې نړۍ کې تاته جلال درکړ.
5ای پلاره! اوس ماته دې په خپل حضور کې جلال راکړه، هماغه جلال چې د نړۍ د پیدایښت نه مخکې مې ستا په حضور کې درلود.
6ما ستا نوم هغو خلکو ته چې په نړۍ کې دي غوره کړل او ماته دې راکړل، وروپېژانده. هغوی ستا وو او تا ماته راکړل او هغوی ستا په کلام باندې عمل کړی دی.
7اوس هغوی پوهیږي چې هرڅه چې تا راکړي دي هغه ستا له خوا دي.
8ځکه چې هغه پیغام چې تا ماته راکړی دی هغه مې هغوی ته رسولی دی او هغوی قبول کړی دی. هغوی پوهیږي چې دا رښتیا دي چې زه ستا له خوا راغلی یم او په دې باندې ایمان لري چې زه تا رالېږلی یم.
9زه د هغوی دپاره دعا کوم، د نړۍ دپاره یې نه کوم. زه د هغو خلکو دپاره دعا کوم چې تا راته راکړي دي ځکه چې هغوی ستا دي.
10زه چې کوم خلک لرم هغه ستا دي او تا سره چې کوم خلک دي هغه زما دي او د هغو په وسیله زما جلال څرګند شوی دی.
11زه نور په دې نړۍ کې نه پاتې کېږم او هغوی به لا په دې نړۍ کې پاتې وي او زه تاته درروان یم. ای سپېڅلی پلاره، د خپل نوم په قدرت سره هغه خلک چې ماته دې راکړي وساته، ترڅو هغوی سره یو وي لکه څنګه چې مونږ سره یو یو.
12هغه وخت چې زه د هغوی سره وم هغوی مې په هغه نوم چې تا راته راکړی ؤ وساتل او د هغوی نه یو هم هلاک نه شو، بغیر د یو نه چې باید هلاک شي ترڅو د خدای د کلام وینا رښتیا شي.
13خو زه اوس تاته درروان یم او ترڅو پورې چې زه په دې نړۍ کې یم دا خبرې کوم د دې دپاره چې هغوی په خپلو زړونو کې په پوره توګه داسې خوشحالي ولري لکه زما خوشحالي.
14ما ستا کلام هغوی ته ورساوه خو د نړۍ خلکو د هغه نه کرکه وکړه، ځکه چې هغوی د دې نړۍ نه دي لکه څنګه چې زه د دې نړۍ نه یم.
15زه تاته دا دعا نه کوم چې هغوی د دې نړۍ نه لېرې کړې بلکې دا سوال کوم چې هغوی د شیطان نه وساتې.
16لکه څنګه چې زه د دې نړۍ نه یم نو هغوی هم د دې نړۍ نه دي.
17هغوی د خپل کلام په وسیله چې رښتینی کلام دی، وقف کړه چې ستا خدمت وکړي.
18لکه څنګه چې تا زه نړۍ ته راولېږلم نو ما هم هغوی نړۍ ته لېږلي دي.
19ما خپل ځان وقف کړ چې ستا خدمت وکړم، د دې دپاره چې هغوی هم په پوره توګه ستا خدمت ته وقف شي.
20زه یوازې د دې شاګردانو دپاره دعا نه کوم بلکې د هغو خلکو دپاره یې هم کوم چې د دوی د پیغام په وسیله په ما باندې ایمان راوړي.
21زه دعا کوم چې هغوی دې سره یو وي. ای پلاره، لکه څنګه چې ته په ما کې یې نو پرېږده چې هغوی دې هم په مونږ کې وي، ترڅو د نړۍ خلک په دې باندې ایمان ولري چې زه تا رالېږلی یم.
22کوم جلال چې تا ماته راکړی ؤ هغه ما هغوی ته ورکړ ترڅو هغوی سره یو وي لکه څنګه چې زه او ته سره یو یو.
23زه په هغوی کې اوسېږم او ته په ما کې اوسېږې، ترڅو هغوی په پوره توګه سره یو وي او د نړۍ خلک په دې پوه شي چې زه تا رالېږلی یم او هغوی درباندې دومره ګران دي لکه څنګه چې زه درباندې ګران یم.
24ای پلاره، کوم خلک چې تا ماته راکړي دي زه غواړم چېرته چې زه یم هغوی دې هم زما سره وي، ترڅو زما جلال وویني چې تا ماته راکړی، ځکه تا د نړۍ د پیدایښت نه مخکې ما سره مینه کړې ده.
25ای عادل پلاره! نړۍ ته ونه پېژندلې خو ما پېژندلی یې او دوی پوهیږي چې تا زه رالېږلی یم.
26ماته هغوی ته وروپېژندلې چې ته څوک یې او نور به دې هم وروپېژنم ترڅو هغه مینه چې ته یې په ما کې لرې په هغوی کې یې هم ولرې او زه به په هغوی کې اوسم.»