Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1ما دا شیان تاسو ته د دې دپاره وویل چې ایمان له لاسه ورنه کړئ.
2هغوی به تاسو د کنیسو نه وشړي او داسې وخت به راشي چې څوک چې تاسو ووژني نو هغوی ګومان کوي چې په دې کار سره یې خدای ته خدمت کړی دی.
3هغوی به تاسو سره داسې کارونه کوي، ځکه چې هغوی نه پلار پېژني او نه ما.
4دا شیان مې د دې دپاره تاسو ته وویل چې کله د هغوی د واک وخت راشي نو تاسو ته به زما خبرې در په یادې شي.ما دا شیان په اوله کې تاسو ته ونه ویل ځکه زه په خپله تاسو سره وم،
5خو زه اوس هغه چاته ورځم چې زه یې رالېږلی یم او تاسو یو هم زما نه دا پوښتنه نه کوئ چې ته چېرته ځې؟
6ما چې تاسو ته کوم څه وویل په هغې باندې ستاسو زړونه غمجن شول.
7خو زه تاسو ته حقیقت وایم چې زما تګ ستاسو دپاره ښه دی ځکه که زه لاړ نه شم نو تاسو ته به مرسته کوونکی رانه شي. خو که زه لاړ شم نو هغه به تاسو ته درولېږم.
8کله چې هغه راشي، نو د دې نړۍ خلکو ته به د ګناه او د خدای د عدالت او قضاوت په هکله حقیقت ښکاره کړي.
9د نړۍ خلک د ګناه په هکله غلط فکر لري ځکه چې هغوی په ما باندې ایمان نه راوړي.
10هغوی د عدالت په هکله غلط فکر لري، ځکه چې زه پلار ته ځم او نور به مې ونه وینئ،
11هغوی د خدای د قضاوت په هکله هم غلط فکر لري ځکه چې د دې نړۍ واکمن لا پخوا محکوم کړای شوی دی.
12ډېرې نورې خبرې دي چې باید تاسو ته یې وکړم خو اوس یې تاسو د اورېدلو توان نه لرئ.
13خو کله چې د حقیقت روح راشي نو تاسو ته به د حقیقت طرف ته بوځي. هغه به له خپله ځانه خبرې نه کوي بلکې څه چې هغه اوري هغه به وایي او په راتلونکي کې چې کوم څه کیږي تاسو به ورباندې خبر کړي.
14هغه چې زما نه کوم تعلیم تر لاسه کوي نو تاسو به ورباندې خبروي او په دې ډول به زما جلال ښکاره کوي.
15د پلار سره چې کوم حکمت دی هغه زما هم دی، نو په دې خاطر ما وویل زه چې روح القدس ته کوم تعلیم ورکوم هغه به یې اخلي او تاسو به ورباندې خبروي.»
16عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «د لږ وخت دپاره به تاسو نور ما نه وینئ، خو لږه موده وروسته به مې بیا ووینئ.»
17ځینو شاګردانو یو بل ته سره وویل: «د دې خبرې نه د هغه مطلب څه دی چې وایي: ‹د لږ وخت دپاره به تاسو ما ونه وینئ خو لږه موده وروسته به مې ووینئ› او ‹دا ځکه چې زه پلار ته ورځم؟›»
18هغوی وویل: «د دې لږې مودې نه چې عیسی د هغې په هکله خبرې کوي مطلب څه دی؟ مونږ نه پوهېږو چې هغه د څه شي په هکله خبرې کوي.»
19عیسی پوه شو چې هغوی غواړي په دې هکله ترې پوښتنه وکړي، نو هغوی ته یې وویل: «ایا تاسو په دې خاطر د یو بل نه پوښتنه کوئ چې زما د دې خبرې نه مطلب څه دی چې تاسو به د لږ وخت دپاره نور ما ونه وینئ خو لږه موده وروسته به بیا ما ووینئ؟
20په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تاسو به ژاړئ او ویر به کوئ خو نړۍ به خوشحاله وي. تاسو به خفه یئ خو ستاسو غم به په خوشحالۍ بدل شي.
21یوه ښځه د ماشوم د زېږولو په وخت کې ډېر دردونه زغمي، خو کله چې ماشوم پیدا شي نو هغه خپل دردونه هېروي، ځکه چې هغه خوشحاله وي چې یو انسان یې نړۍ ته راوړی دی.
22تاسو هم اوس غمجن یئ خو زه به بیا تاسو ووینم او زړونه به مو خوشحاله شي او هېڅوک نه شي کولای چې دا خوشحالي ستاسو نه واخلي.
23کله چې هغه ورځ راشي نو تاسو به زما نه هېڅ سوال نه کوئ. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که چېرې تاسو زما په نوم د پلار نه هرڅه وغواړئ نو تاسو ته به یې درکړي.
24تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هېڅ شی نه دی غوښتی، وغواړئ نو تاسو ته به درکړل شي، ترڅو ستاسو خوشحالي پوره شي.
25ما تاسو ته په مثالونو کې خبرې کولې، خو داسې وخت به راشي چې نور به تاسو ته په مثالونو کې خبرې نه کوم، بلکې په ښکاره توګه به تاسو ته د پلار په هکله خبرې کوم.
26کله چې هغه ورځ راشي نو تاسو به زما په نوم هغه ته سوال کوئ او ماته به د دې اړتیا نه وي چې ستاسو په خاطر هغه ته خواست وکړم.
27ځکه چې خپله پلار باندې تاسو ګران یئ، ځکه چې زه په تاسو باندې ګران یم او په دې باندې تاسو ایمان راوړی دی چې زه د خدای له خوا راغلی یم.
28زه د پلار له خوا دې نړۍ ته راغلی یم او اوس نړۍ پرېږدم او پلار ته ورځم.»
29بیا د عیسی شاګردانو وویل: «ته اوس ښکاره خبرې کوې او د مثالونو نه کار نه اخلې.
30اوس مونږ پوهېږو چې ته د هرڅه نه خبر یې او لازمه نه ده چې کوم څوک ستا نه د کوم شي په هکله پوښتنه وکړي. نو له همدې امله مونږ ایمان لرو چې ته د خدای له خوا راغلی یې.»
31عیسی هغوی ته وویل: «ایا تاسو اوس په ما باندې پوره ایمان لرئ؟
32ګورئ، هغه وخت راروان دی او بلکې رارسېدلی دی چې تاسو ټول به خواره واره شئ او خپلو کورونو ته به لاړ شئ او ما به یوازې پرېږدئ. خو بیاهم زه یوازې نه یم، ځکه چې پلار راسره دی.
33ما دا هرڅه د دې دپاره تاسو ته وویل ترڅو په ما کې ارامي ولرئ. په دې نړۍ کې به تاسو ځورېږئ او کړېږئ. خو زړور اوسئ! ځکه چې زه په نړۍ باندې بریالی شوی یم.»