Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1زه د انګورو اصلي تاک یم او زما پلار باغوان دی.
2زما هره څانګه چې مېوه نه نیسي هغه پرې کوي او هره څانګه چې مېوه نیسي هغه اصلاح کوي، ترڅو ډېره مېوه ونیسي.
3تاسو لا د مخکې نه په هغه تعلیم باندې چې درکړی مې دی، پاک شوي یئ.
4په ما کې پاتې شئ لکه څنګه چې زه په تاسو کې پاتې کېږم. لکه څنګه چې یوه څانګه په خپله مېوه نه شي نیولی ترڅو هغه په تاک کې پاتې نه وي، تاسو هم مېوه نه شئ نیولی ترڅو چې په ما کې پاتې نه شئ.
5زه د انګورو تاک یم او تاسو څانګې یئ. هرڅوک چې په ما کې پاتې شي او زه په هغه کې پاتې شم نو هغه به ډېره مېوه ونیسي، ځکه چې تاسو بې له ما هېڅ نه شئ کولای.
6که چېرې څوک په ما کې پاتې نه شي هغه به لکه بېکاره څانګه لېرې وغورځول شي او وچ به شي. هغه څانګې راټولیږي، په اور کې اچول کیږي ترڅو وسوځي
7که چېرې تاسو په ما کې پاتې شئ او زما خبرې په تاسو کې پاتې شي، نو هرڅه چې غواړئ د هغو دپاره سوال وکړئ او هغه به درکړل شي.
8زما د پلار جلال په دې کې دی چې تاسو ډېره مېوه ونیسئ او دا ثابته کړئ چې زما شاګردان یئ.
9لکه څنګه چې پلار زما سره مینه کړې ده ما هم ستاسو سره مینه کړې ده. نو زما په مینه کې پاتې شئ.
10که چېرې تاسو زما په حکمونو باندې عمل وکړئ نو زه به تاسو سره مینه کوم لکه څنګه چې ما د خپل پلار په حکمونو باندې عمل کړی دی او هغه زما په مینه کې پاتې دی.
11ما دا شیان تاسو ته وویل ترڅو ستاسو زړونه زما د خوشحالۍ نه ډک شي او ستاسو خوشحالي پوره شي.
12زما حکم دا دی: د یو بل سره مینه کوئ لکه څنګه چې ما تاسو سره مینه کړې ده.
13د دې نه نوره زیاته مینه نشته چې یو سړی دې د خپلو ملګرو په خاطر خپل ځان قربان کړي.
14که چېرې تاسو زما په حکمونو باندې عمل وکړئ نو بیا به تاسو زما ملګري یئ.
15زه نور تاسو ته نوکران نه وایم، ځکه چې نوکران په دې نه پوهیږي چې بادار یې څه کوي، خو ما تاسو ته ملګري ویلي دي، ځکه ما چې هرڅه د خپل پلار نه اورېدلي دي هغه مې تاسو ته ویلي دي.
16تاسو زه نه یم غوره کړی، بلکې ما تاسو غوره کړي یئ او دا کار مې درته سپارلی دی چې لاړ شئ او مېوه ونیسئ، داسې مېوه چې دوامداره وي. نو بیا چې تاسو هرڅه زما په نوم د پلار نه وغواړئ هغه به تاسو ته درکړي.
17نو زه تاسو ته دا حکم کوم چې د یو بل سره مینه کوئ.
18که چېرې د نړۍ خلک ستاسو نه کرکه کوي، نو پوه شئ چې ستاسو نه لومړی یې زما نه کرکه کړې ده.
19که چېرې تاسو د دې نړۍ وای نو تاسو به د دې نړۍ په خلکو باندې ګران وای، خو څرنګه چې تاسو د دې نړۍ نه یئ او تاسو مې د دې نړۍ نه غوره کړي یئ نو له همدې امله نړۍ ستاسو نه کرکه کوي.
20ما چې کوم تعلیم تاسو ته درکړې وې هغه در په یاد کړئ چې یو نوکر د خپل بادار نه لوی نه دی. که هغوی زه ځورولی یم نو تاسو به هم وځوروي. که چېرې هغوی زما په تعلیم باندې عمل کړی وي نو ستاسو په تعلیم باندې به یې هم وکړي.
21هغوی به ستاسو سره زما د نوم په خاطر داسې چلند وکړي، ځکه چا چې زه رالېږلی یم هغوی هغه نه پېژني.
22که چېرې زه نه وای راغلی او د هغوی سره مې خبرې نه وای کړې نو هغوی به ګناهکار نه وای. خو اوس د هغوی سره د خپلې ګناه دپاره کومه بهانه نشته.
23څوک چې زما نه کرکه کوي نو هغه زما د پلار نه هم کرکه کوي.
24که چېرې ما د هغوی په منځ کې داسې کارونه چې کوم بل چا هېڅکله کړي نه دي، نه وای کړي نو هغوی به ګناهکاره نه وای، خو هغوی دا کارونه لیدلي دي او بیاهم هغوی زما او زما د پلار نه کرکه کوي.
25خو د هغوی په شریعت کې چې کوم څه لیکل شوي دي هغه باید رښتیا شي: ‹هغوی بې له کوم دلیله زما نه کرکه کوله.›
26خو کله چې ستاسو مرسته کوونکی چې زه به یې د پلار له خوا نه تاسو ته درلېږم، راشي یعنې د حقیقت روح چې د خدای له خوا راځي، هغه به زما په هکله شاهدي ورکړي.
27او تاسو به هم زما په هکله شاهدي ورکوئ، ځکه چې تاسو له پیل نه زما سره وئ.