Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «خپل زړونه مه ناارامه کوئ. په خدای باندې ایمان ولرئ او په ما باندې هم ایمان ولرئ.
2زما د پلار په کور کې ډېرې کوټې دي. که داسې نه وای نو ما به تاسو ته ویلي نه وای چې زه ځم چې ستاسو دپاره ځای تیار کړم.
3کله چې زه لاړم او تاسو دپاره مې ځای تیار کړ، نو بېرته راځم او تاسو د ځان سره وړم، ترڅو په کوم ځای کې چې زه یم هلته به تاسو هم یئ.
4تاسو پوهېږئ زه چې چېرته ځم هغه لاره درته معلومه ده.»
5توما وویل: «څښتنه، مونږ نه پوهېږو چې ته چېرته ځې، نو لاره به څنګه وپېژنو؟»
6عیسی ځواب ورکړ: «زه لاره یم، زه حقیقت یم او زه ژوندون یم. هېڅوک نه شی کولای پرته له زما په وسیله پلار ته ورشي.
7که چېرې تاسو زه پېژندلی نو زما پلار به مو هم پېژانده. نو دې نه وروسته تاسو هغه پېژنئ او هغه مو لیدلی دی. څرنګه چې تاسو زه وپېژندلم نو زما پلار به هم وپېژنئ او هغه مو لیدلی دی.»
8د عیسی بل شاګرد فیلیپوس هغه ته وویل: «استاذه، مونږ ته پلار وښایه نو زمونږ قناعت به حاصل شي.»
9عیسی هغه ته وویل: «ای فیلیپوسه، دومره موده زه ستاسو سره وم خو بیاهم ما نه پېژنې؟ هر چا چې زه لیدلی یم نو پلار یې هم لیدلی دی. نو بیا ته څنګه وایې چې مونږ ته پلار وښایه؟
10ایا په دې باندې باور نه لرې چې زه په پلار کې یم او پلار په ما کې دی؟ زه چې تاسو ته کومې خبرې کوم هغه د خپل ځانه نه کوم، بلکې زما پلار چې په ما کې دی زما په وسیله خپل کارونه کوي.
11کله چې زه وایم چې زه په پلار کې یم او پلار په ما کې دی، نو په دې باندې باور وکړئ. که زما په خبرو باندې باور نه کوئ نو کوم کارونه چې ما کړي دي د هغو دپاره باور وکړئ.
12په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې په ما باندې ایمان راوړي، نو کوم کارونه چې ما کړي دي، هغه به یې هم وکړي او له دې نه به هم لوی لوی کارونه وکړي، ځکه چې زه خپل پلار ته ورځم.
13او تاسو چې هرڅه زما په نوم وغواړئ زه به هغه کوم، ترڅو د پلار جلال د زوی په وسیله ښکاره شي.
14که چېرې تاسو کوم څه زما په نوم زما نه وغواړئ نو زه به یې سرته رسوم.
15که چېرې تاسو زما سره مینه کوئ نو زما په حکمونو باندې به عمل کوئ
16او زه به د پلار نه غوښتنه وکړم او هغه به تاسو ته یو بل مرسته کوونکی درولېږي چې تل ترتله به ستاسو سره وي،
17یعنې د حقیقت روح چې د نړۍ خلک یې نه شي قبلولی، ځکه چې هغه نه ویني او نه یې پېژني. خو تاسو یې پېژنئ، ځکه چې هغه تاسو سره اوسي او په تاسو کې وي.
18زه به تاسو لکه د یتیمانو په شان پرېنږدم، زه بېرته تاسو ته راځم.
19لږ وخت وروسته به د نړۍ خلک نور ما ونه ویني خو تاسو به مې بیا وینئ. ځکه چې زه به راژوندی کېږم نو تاسو به هم ژوندي یئ.
20کله چې هغه ورځ راشي نو تاسو به پوه شئ چې زه په پلار کې یم، تاسو په ما کې یئ او زه په تاسو کې یم.
21هرڅوک چې زما حکمونه ومني او عمل ورباندې کوي نو دا هغه څوک دی چې زما سره مینه کوي. څوک چې زما سره مینه کوي نو زما پلار به ورسره مینه وکړي، او زه به هم د هغه سره مینه وکړم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.»
22یهودا چې اسخریوتي یهودا نه ؤ، هغه ته وویل: «استاذه، ته ولې غواړې چې خپل ځان دې یوازې مونږ ته ښکاره کړې او د نړۍ خلکو ته نه؟»
23عیسی په ځواب کې وویل: «هرڅوک چې زما سره مینه کوي نو هغه به زما په تعلیم باندې عمل کوي. زما پلار به د هغه سره مینه کوي او زه او پلار به هغه ته ورځو او د هغه سره به اوسېږو.
24خو څوک چې زما سره مینه نه کوي هغه زما په تعلیم باندې عمل نه کوي. کوم تعلیم چې تاسو یې اورئ هغه زما تعلیم نه دی بلکې زما د پلار تعلیم دی چې زه یې رالېږلی یم.
25تر هغې پورې چې زه ستاسو سره یم دا خبرې درته کوم.
26خو ستاسو مرسته کوونکی یعنې روح القدس چې پلار به یې زما په نوم راولېږي، هغه به ټول شیان تاسو ته درزده کړي او هرڅه چې ما درته ویلي دي هغه به در په یاد کړي.
27زه تاسو ته سوله درکوم داسې سوله چې یوازې زه یې ورکولای شم. دا د هغې سولې په شان نه ده چې نړۍ یې ورکولای شي. نو څه چې به پېښیږي د هغې په هکله مه ناارامه کېږئ او مه وېرېږئ.
28تاسو واورېدل چې ما وویل زه ځم خو بېرته تاسو ته راځم. که چېرې تاسو زما سره مینه کولای نو د دې خبرې په اورېدلو سره چې زه پلار ته ورځم، تاسو به خوشحاله شوي وای، ځکه چې پلار زما نه ډېر لوی دی.
29مخکې له دې چې دا کار وشي تاسو ته مې وویل نو کله چې دا کار وشي، تاسو به ایمان راوړئ.
30زه نور زیات وخت نه لرم چې ستاسو سره خبرې وکړم، ځکه چې د دې نړۍ واکمن راروان دی. هغه په ما باندې هېڅ واک او اختیار ونه لري،
31خو نړۍ باید په دې پوه شي چې زه د پلار سره مینه کوم، نو هماغه کار کوم چې هغه یې راته حکم کوي. اوس راځئ چې د دې ځای نه لاړ شو.