Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
38 verses
1د فسحې د اختر نه یوه ورځ مخکې ؤ او عیسی په دې پوه شو چې هغه وخت راورسېد چې د دې نړۍ نه لاړ شي او پلار ته ورشي. هغه تل په دې نړۍ کې او تر اخره پورې د خپلو پیروانو سره مینه وکړله.
2د ماښام د ډوډۍ وخت ؤ او شیطان له مخکې نه د شمعون اسخریوتي د زوی یهودا په زړه کې دا فکر اچولی ؤ چې د عیسی سره خیانت وکړي.
3عیسی په دې پوهېده چې پلار ورته د ټولو شیانو اختیار ورکړی دی او هغه د خدای له خوا راغلی دی او بېرته خدای ته ورځي.
4نو هغه د ډوډۍ نه راپاڅېده، خپله چپنه یې لېرې کړله او یو دستمال یې راواخیست او د خپلې ملا نه یې راتاو کړ.
5بیا یې په لګن کې اوبه واچولې او د خپلو شاګردانو د پښو په وینځلو یې شروع وکړه او هغه یې په هغه دستمال باندې چې د خپلې ملا نه یې تاو کړی ؤ، وچولې.
6هغه شمعون پطروس ته ورغی نو پطروس هغه ته وویل: «ای څښتنه، ایا ته غواړې چې زما پښې ووینځې؟»
7عیسی په ځواب کې وویل: «ته اوس نه پوهېږې چې زه څه کوم، خو وروسته به پوه شې.»
8پطروس ورته وویل: «ته به هېڅکله هم زما پښې نه وینځې.» عیسی وویل: «که زه ستا پښې ونه وینځم نو ته به نور زما سره ملګرتیا ونه لرې.»
9شمعون پطروس وویل: «بیا نو څښتنه، یوازې پښې مې نه بلکې لاسونه او سر مې هم ووینځه.»
10عیسی ورته وویل: «چا چې ځان وینځلی وي نو هغه بیخي پاک وي او وینځلو ته اړتیا نه لري، یوازې پښې یې باید ووینځل شي. تاسو ټول پاک یئ، خو په تاسو کې یو کس پاک نه دی.»
11ځکه چې عیسی ته معلومه وه چې څوک به ورسره خیانت کوي، نو ځکه یې وویل: «تاسو ټول پاک یئ پرته د یو کس نه.»
12کله چې عیسی د هغوی پښې ووینځلې، نو خپله چپنه یې بېرته واغوستله او بېرته دسترخوان ته کښېناست او د هغوی نه یې پوښتنه وکړه: «ما چې ستاسو دپاره څه وکړل ایا تاسو د هغې په معنی باندې پوه شوئ؟
13تاسو ماته استاذ او بادار وایئ او تاسو ښه کوئ چې داسې وایئ، ځکه چې زه همداسې یم.
14نو که چېرې زه چې ستاسو بادار او استاذ یم ستاسو پښې ووینځلې، نو تاسو هم باید د یو بل پښې ووینځئ.
15ما تاسو ته یو مثال درکړ ترڅو تاسو د یو بل سره همداسې وکړئ لکه څنګه چې ما ستاسو دپاره وکړل.
16په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هېڅ یو نوکر د خپل بادار څخه لوی نه دی او هېڅ یو استازی د خپل رالېږونکي څخه لوی نه دی.
17اوس چې تاسو په دې شیانو باندې پوه شوئ، نو که عمل ورباندې وکړئ نو تاسو بختور یئ.
18زه ستاسو ټولو په هکله خبرې نه کوم، کوم خلک چې ما غوره کړي دي زه هغوی پېژنم. خو د خدای د کلام دا وینا باید رښتیا شي چې وایي: ‹هغه چا چې زما سره یې ډوډۍ خوړله زما په ضد راپورته شو.›
19اوس زه تاسو ته د هغې پېښې د رامنځته کېدلو نه مخکې وایم، د دې دپاره کله چې هغه وشي نو تاسو به په دې ایمان راوړئ چې زه هماغه یم.
20په یقین سره زه تاسو ته دا وایم څوک چې هغه کس قبول کړي چې زه یې لېږم، نو زه یې قبول کړی یم او هرڅوک چې ما قبول کړي، نو هغه څوک یې قبول کړی چې زه یې رالېږلی یم.»
21کله چې عیسی دا خبرې وکړې نو د هغه روح ناارامه شو او په ښکاره یې وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې په تاسو کې به یو کس زما سره خیانت وکړي.»
22شاګردانو یو بل ته وکتل او شکمن شول چې هغه د چا په هکله خبرې کوي.
23په شاګردانو کې یو یې چې په عیسی باندې ډېر ګران ؤ د هغه په څنګ کې ناست ؤ.
24شمعون پطروس هغه شاګرد ته اشاره وک��ه او ورته ویې ویل: «د عیسی نه پوښتنه وکړه چې هغه د چا په هکله خبرې کوي.»
25نو هغه شاګرد عیسی ته ورنژدې شو او پوښتنه یې ترې وکړه: «استاذه، هغه څوک دی؟»
26عیسی ځواب ورکړ: «دا هغه سړی دی چې زه لږه ډوډۍ په کاسه کې لمدوم او ورته یې ورکوم.» نو هغه د لږه ډوډۍ په کاسه کې لمده کړه او د شمعون اسخریوتي زوی یهودا ته یې ورکړه.
27څنګه چې یهودا هغه لږه ډوډۍ واخیستله نو شیطان یې وجود ته ورننوت. عیسی ورته وویل: «هرڅه چې کوې زر یې وکړه.»
28کوم خلک چې ډوډۍ ته ناست وو د هغوی څخه هېڅوک پوه نه شو چې د دې خبرې نه د هغه مقصد څه ؤ.
29څرنګه چې یهودا سره د پیسو ساتلو کڅوړه وه، نو ځینو شاګردانو دا ګومان وکړ چې عیسی هغه ته وویل چې لاړ شي او د اختر دپاره چې کوم څه په کار دي واخلي او یا غریبانو ته کوم څه ورکړي.
30څنګه چې یهودا هغه لږه ډوډۍ واخیستله نو سمدلاسه دباندې ووت. دا شپه وه.
31کله چې یهودا لاړ نو عیسی وویل: «اوس به د خدای زوی جلال ومومي او د هغه په وسیله به خدای جلال مومي.
32څرنګه چې خدای د هغه په وسیله جلال مومي نو خدای به په خپله هم هغه ته جلال ورکړي او ډېر زر به ورته جلال ورکړي.
33زما بچیانو! زه به د لږ نور وخت دپاره ستاسو سره یم. بیا به ما پسې ګرځئ او پیدا کولای به مې نه شئ او لکه څنګه چې مې یهودي مشرانو ته وویل، اوس یې تاسو ته هم وایم، زه چې چېرته ځم هلته تاسو نه شئ تللی.
34زه تاسو ته نوی حکم درکوم: د یو بل سره مینه کوئ، لکه څنګه چې ما ستاسو سره کړې ده، نو تاسو هم باید د یو بل سره مینه وکړئ.
35که تاسو یو د بل سره مینه ولرئ نو بیا به ټول په دې پوه شي چې تاسو زما شاګردان یئ.»
36شمعون پطروس د هغه نه پوښتنه وکړه: «استاذه، ته چېرته ځې؟» عیسی ځواب ورکړ: «زه چې کوم ځای ته ځم ته اوس هلته ما پسې نه شې راتللی، خو وروسته به راشې.»
37پطروس وویل: «استاذه، اوس درپسې ولې نه شم درتلی؟ زه دې ته حاضر یم چې ستا په خاطر خپل ځان قربان کړم.»
38عیسی ځواب ورکړ: «ایا ته حاضر یې چې زما په خاطر مړ شې؟ په یقین سره زه تاته دا وایم چې د چرګ د اذان نه مخکې به درې ځلې ووایې چې ته ما نه پېژنې.»